تَخیُّل د رومانوي شاعرۍ د پاره یوه مهمه ځانګړتیا لري. رومانوي شاعري ما وراء حِس وي. د تَخیُّل لوړتیا د جبلت له امله ځوانه او فراوانه وي. د دریاب صېب په کلامونو کښې د رومانوي تَخیُّل بالادستي د انصات متقاضي ده. شعري ادب چونکې د ادبیاتو یؤ مشهور صنف دے نو په دغه وجه د دریاب صېب په کلامونه کښې موسیقیّت، احساسیّت او لوړ تخیُّلي رنګ د نورو عصري شاعرانو نه مختلف دے. د دوي تخیّل د ژوند تشریح ده او رومانويّت ئې د مَشاعر ( تجربة واعية تتميّز بالنشاط العقلي الشديد) احساساتو او جذباتو شاعري ده.
كه د لوستونكو پام د اتلسمې او نولسمې پیړۍ رومانویّت Romanticism پله ځي کوم چې یؤ خوځښت وۀ چې په ادبیاتو، فلسفې، هُنر، دین او سیاست کښې د نیو کلاسیکیزم په بنسټ د هغې وخت د رسمي اصولو په وړاندې د غبرګون نښه وه اؤ یا د امازيغي (عصري شمالي افریقه) رومانویّت د حقونو او هویّت د پاره د مبارزې خيال ئې ګني نو د سپیناوي د پاره به دا واضحه کړم چې دلته زما موخه د دریاب صېب په شاعرۍ کښې “رومانیّت” دے. اکثر دغه “رومانټيسزم ادبیات” او “رومانیّت” دواړه اصطلاحات کېدے شي لوستونکي د ګډوډي ښکار کړي، ځکه چې دا دواړه ادبیات په تجزیه کښې مختلف مفاهیمو ته اشاره کوي.
رومانیّت هغه ادبیاتو ته اشاره کوي چې د مینې او محبت په محور باندې تمرکز کوي. هسې خو د دریاب صېب چاپ کُلي شاعري د “غزل بڼ” نه تر “د رنګونو دریاب” پورې بېلا بېل عمیق موضوعات لري، لکه حمد ، نعتیه کلامونه ، حکمت، اخلاقیات، مدحه، هجاء، د امن پېغام ، د خودۍ احساس ، اعتذار او شکایت (په حال او استحصال د پُښتنو)، تصوف، هيله ، ټولنیز دودونه ، تېر هېر ارزښتونه ، د مینې، ښکلا او محبت ګڼ شمېر موضوعات لري چې وړاندې به د خپل سرخط لاندې راشي خو د دریاب صېب روماني شعرونه د مینې ، محبت اؤ د ښکلا د موضوعاتو سره تعامل کوي اؤ د دوي سټایلسټیک شاعري ځانله یؤ جدا مزاج لري .
په عربۍ کښې د لرغونې قیصې “لیلا او مجنون” نه تر عصري شاعر “نیزار قباني” پورې، د مینې شعرونه تل په عربي ادب کښې او د خلکو په زړونو کښې ځانګړے مقام لري. په ټوله نړۍ کښې هېڅ یؤ ملّت د ادبي څرګندونې د پاره د عربۍ په شان زور نۀ دې ښودلے اؤ د دې یؤ څو وجوهات دي. په پُښتو ژبه کښې د ټولو نه زوړ صنف ټپه ښودلې کېږي چې د مينې محبت د موضوعاتو سره ، کلتوري ، ټولنیز ، تاریخي سیاقونه ، او دغسې د ژوند هره موضوع منعکس کوي. په پښتو رومانيّت د پېړیو راسې د پام وړ پرمختګ کړے دے.
د دریاب صېب جُزئي شاعري په کلتوري سیاق کښې د مینې د پیچلتیاوے ترجماني کوي چې د پُښتنو د معاصره ستونزو سره سمون خوري او ورسره خپل شتمن دود دستور ته هم درناوے لري. دریاب صېب د رومانيّت په موضوعاتو کښې خپله د تخيُّل بالادستي ښودلې ده او هم دغه کمال دے چې په ادب کښې د ادبي قضایو تر مينځ لکه د مُتکّلمینو په شان حدِ اوسط نۀ غورځوي.
د نن نه اګاهو پنځویشت کله وړاندې ما د دریاب صېب یؤ شعر لوستې وۀ :
زما د روح د شپيلۍ ډډه سینه
ستا د ښائیست د پوکو زور غواړي
په دې شعر کښې د مشبه او مشبه به مُشترکه صفت د تخیُّل بالادستي ده چې ډېره عریضه، نفیسه او د رفق و لطف اخري درجه ده چې دریاب صېب ئې په دوو مصرعو کښې ځایوي. افلاطون وئیلې وو چې شاعر چې شعر وائي نو دغه یؤ خُمار وي، یؤ جادوګري وي چې په دغه حالت کښې شاعر خپل احساسات څرګندوي اؤ دغسې ورته افلاطون شعوري هڅه نۀ وائي.
د هندوانو په مذهبي قيصو کښې شیوا او پاروتي د مینې، وفادارۍ، او عقیدې سمبول ګڼلې کېږي ، وائي چې پاروتي د شیوا نه پوښتنه وکړه چې زۀ تاته څنګه ښکارم. شیوا ځواب ورکړو چې “تۀ ماته داسې ښکارے لکه نیمګړي اورېدلي سندره یا هغه راګ چې تت اورېدلې کېږي.
دغسې کټس په یؤ خط کښې خپلې محبوبې ته وائي :
كاش چې مونږ پتنګان وے او د اوړي درې ورځې وے — په دې دریو ورځو کښې زۀ د پنځوستو کلونو خوشحالۍ په خپلې جولۍ کښې ځایولے شم.
د سپـوږمۍ کـره مېلمه یمه دریابه
نن د ستورو په ګاونډ کښې زما شپه ده
دا څومره ښکلے، لطیف او نازک تصور دے. ځانګړي انفرادي خوندونه یا احساسات په الفاظو کښې ځایول ناممکنه وي مګر د دریاب صېب په شعرونو کښې د نوې نوې تجربو ځانګړتیا ، په هر احساس کښې نوښت اؤ په هر تصور کښې انفرادیّت د الفاظو په واسطت سره خپل لوستونکي د نوښت، خوند او انفرادیّت سره معرفي کوي. په انفرادیّت کښې یوه افاقي او عالمګیر صفت هم وي چې شاعر خپل لوستونکي اؤ اورېدونکي د ځانګړو او خوندورو تصوراتو سره اشنا کوي.
دریاب صېب په لاندينې کلام کښې د خپلې مينې په څرګندولو کښې د محبت د محدود چاپیریال نه د عشق په پراخه او لوړه فضا کښې د يادونو ساګانې اخلي. د دریاب صېب په زړۀ کښې یوه ژوره مینه او احساسات مینځته راغلي دي. د خپل محبوب سره ئې ذهني تشنګي لا هم هغسې بدستور قائمه اؤ دائمه ده.
د انصات د پاره د دریاب صېب دغه کلام لکه چې د راګ بهیم پلاسي د پاره لیکلې شوي وي، راګ بهیم پلاسي دغسې کلامونو ته په موسیقي کښې د خپلو اووه سرونو سره نوره هم ښکلا ورکوي. دا راګ دغسې کلام ته زړۀ راښکونکي جذابیّت ورکوي ځکه چې دا راګ همېشه د دغسې کلامونو د پاره همېشه ستایلې شوے دے. د درياب صېب دا کلام په دغه راګ کښې به هنرمندانو ته پراخه میلوډیک او ریدمیک ازادي ورکوي.
زۀ به يو چاته هم د دې لارې په سر کښې ناست ووم
لکه چې زۀ د زورور زړۀ په کنډر کښې ناست ووم
بس د حسرت اوورورکي مې رانيول لګيا ووم
زۀ ستا د ياد د ماښامي په راهګزر کښې ناست ووم
د محبت د لېونتوب قيصې خو لږې نۀ دي
ګوره په نيمو نيمو شپو به دې په ور کښې ناست ووم
څۀ مات بنګړي وو څۀ کودري وو څۀ وچې پاڼې
خوب مې ليدو بېګاه د کلي په ګودر کښې ناست ووم
پلار وومه زوي له مې په زر روپۍ شړۍ اخسته
خپله که خېر دے په سوري سوري څادر کښې ناست ووم
هاغه چې تا په خورو زلفو کښې رانغښې وومه
ما وې که زۀ د هرګجه عطرو په غر کښې ناست ووم
وخت دے چې ژوند څومره بې رنګه شو بې نوره شولو
وخت وه چې زۀ به د رنګونو په محشر کښې ناست ووم
دريابه زۀ چې به هغه څنګه راياد کړمه نو
لکه د درد به خوبولے په پرهر کښې ناست ووم
د شیخ النابلسي په نزد په خوب کښې مات بنګړي ، کودري او وچې پاڼې د انېښنو نخښه وي مګر دلته به مونږ د نیک پال د پاره د علامه ابنِ سیرین توجیهات مُعتبر اوګڼو ځکه چې د علامه په نزد دا د خېر یوه قرینه ده.
خیام یوسفزے