56

تندر

کۀ چرته پۀ شړق باران کښې بهر ګېر شئ – او د تندر رالوېدو خطره وي – نو د خپل قد نه دنګو ونو بوټو ، د بجلۍ ستنو تارونو نۀ لرې کېږئ – پة تندر کښې د وريځې لاندې حصه منفي چارج لري او ونې بوټي مثبت چارج وي نو تندر دغې طرف ته زور کوي – بله خبره د تندر برقي توانائي همېشه نزدې او اسانه لار ګوري – او د ونو بوټو قد د نزدوالي پۀ وجه او تنې د کم مزاحمت پۀ وجه د دوي له پاره ښۀ ټارګټ وي – کۀ چرې تاسو د دغې ونو لاندې يئ – نو د ونې نه دغه برقي لهرونه به چاپېره پۀ زمکه خپريږي – او تاسو ته نقصان رسولے شي –
د انسان پۀ وجود کښې د تندر له پاره د کم مزاحمت لاره د وينې د رګونو ده – کله چې انسان پۀ زمکه ولاړ وي – نو د پښې په يو تلي sole دا بجلي ننوځي – د رګونو پۀ لار زړۀ ته ور شي – او بيا د زړۀ نه پۀ بله پښه د تلي پۀ لار را اوځي – او د دې توانائي زور دومره سېوا وي – چې د زړۀ حرکت ټول ګډ وډ کړي – اکثر زړۀ بند کړي او انسان وژلے شي – کۀ پۀ دغه وخت کښې څوک پۀ زمکه څملي نو هغه نور خطرناک وي – ځکه چې د زمکې سره ستاسو د وجود زياته حصه لګېدلي وي – او د بجلۍ ننوتو د پاره ډېر ځائے پېدا شي –
ښۀ خبره دا ده – کۀ چرې نزدې مضبوطه ابادي نۀ وي – نو د دنګ ډېرکي وغېره نه هوار ځائے ته يا لږ ژور ځائے ته شئ – پۀ زمکه داسې کښېنئ چې صرف پنجې مو پۀ زمکه وي او زنګونان د يو بل سره لګېدلي وي – دغسې به د زمکې سره د رابطې لار د کمو نه کمه وي – او دا امکان دے کۀ تندر مو خواته هم ولويږي نو تاسو بچ شئ – او کۀ ستاسو وجود ته در هم شي خو تندر لنډه او کم مزاحمت واله لار ګوري – نو کۀ پۀ يوه پنجه ننوځي خو د زړۀ پۀ اوږده لار به نۀ ځي بلکه د نامه نه ښکته به د رګونو پۀ اولني پړاو راتاو شي او پۀ بله پښه به نېغ‌ پۀ نېغه بهر شي –
#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ