خوشحال خان خټک (1100-1022 هجري) په علمي او ادبي حواله ښکاره شخصیت دے ـ د هغه د بېلابېلو ځانګړنو نه پرته یو جوت اړخ طب پوهنه ده ـ “طب نامه” ئې غوره مثال دے ـ چې د بېلابېلو مرضونو په اړه په کښې خوشحال خټک ډول ډول نسخې په منظوم ډول وړاندې کړې دي ـ
په طب و حکمت پوهه (آیورویدک، یوناني طرز علاج) د هغه وخت د مروج علومو د زده کړې حصه وه ـ او ضرورت هم ؤ، ګڼو خلقو به دا علم زده کولو او خپل ژوند به ئې پرې اسانولو ـ خو خوشحال چې کوم څۀ بیان کړې دي ـ زیات ئې په عملي توګه کړې هم وي ـ یعنې دا د هغه تجربه کړې نسخې دي ـ ځکه وایې:
په لوے طب کښې مې لوستلي
بیا په ځان مې ازمائیلي
د خوشحال خټک کتاب “طب نامه” د هغه د منظوم آثارو څخه یو شاهکار دے ـ قلمي نسخې ئې د “طب خوشحال خان” او “صحت البدن” په نامو موندلے شوې دي ـ په قصیدو یا فضل نامه کښې ئې هم د طب په اړه افکار بیان کړې دي، د دغه ټولو بشمول د خوشحال طب په وړومبي ځل په افغانستان کښې چاپ شوے ـ بیا چې کله د نواز خټک صاحب له خوا یوه صفا نسخه پښتو اکیډمۍ ته حواله شوه ـ نو تقویم الحق کاکاخېل صاحب د دواړه نسخو په تقابل او بیا د اضافو، توضیحاتو، فرهنګ سره یوه بله کوټلي نسخه تیاره کړله، چې په کال ۱۹۸۹ء کښې د دوي د مقدمې سره چاپ شوه ـ
خوشحال خان خټک په طب نامه کښې ډېرې نسخې بیان کړې دي ـ او بقول تقویم صاحب دا نسخې د اوس وخت د پاره هم د فائدې دي ـ خو چې د متعلقه څیزونو سره سره د دې مقدار، تاثیر او استعمال نه څوک خبر وي، ډېره ګټه ترې پورته کولے شي ـ خو د دې علم نۀ لرونکے د زیان سره مخ کولے شي ـ بله وجه ئې دا ده چې د بیان کړې بوټو لټول او پېژندل هم ګران کار دے، ځکه د احتیاط نه کار اخستل پکار دي ـ نور دې کتاب کښې تقویم صاحب په علم طب پوهه ؤ، ځکه د خپل علم په رڼا کښې لوستونکي د بېلابېلو بوټو د تاثیر (زهریله،غېرزهریله) او استعمال نه په فرهنګ کښې د پېژندګلو سره خبروي ـ
د خوشحال خټک د بیان شوې نسخو نه ما صرف د ټوخي/Cough په اړه دوه نسخې راخستې دي ـ نورې هم شته، خو هغه توکي پېدا کول او پېژندل ګران دي ـ
خوشحال خټک د ټوخي د علاج په اړه وایې:
ښۀ پخه کرکڼه ګوره
ځنې زړي واخله وروره
هغه زړي ئې بیا وراته کړه
اوس ئې ګډ له ګبینه کړه
د هر ټوخي دارو دا دي
چې آسان دارو دي دا دي
کرکڼه ـ یو غرئیز خودرو ازغن بوټے/جاړه چې شنې، زیړې او سرې (چې پخې شي) دانې نیسي ـ خوند تریو/خوږ لري ـ سائنسي نوم ئې
Ziziphus nummularia
او تعلق ئې د بوټو د خاندان
Rhamnaceae
سره دے ـ بېلابېلو بوټي په کښې شامل دي ـ
خوشحال خان خټک وایې چې پخه کرکڼه وګوره ـ د هغې زیړي/تخم وباسه، په اوور ئې وراتۀ/پاخه کړه ـ په اور د پخولو نه پس چې مېده کړې شي او په ګبین/شات کښې مېلاو کړې شي، نو د هر قسم ټوخي دارو تیار دي ـ بیا د خوشحال دې دور اندېشۍ ته ګوره وایېړه:
“چې اسان دارو دي دا دي”
دا نسخه په دې بنیاد کره ثابتیږي ـ د دې خاندان د بوټو د تاثیر په اړه راځي:
(jujuba has been used to treat various diseases such as respiratory system diseases [asthma, cough, and laryngitis]).
یعنې دا بېلابېلو رنځونو کښې کار کوي ـ چې په کښې د عمل تنفس/ساه په ناروغۍ (دمه، ټوخے، مرۍ زخم) هم شاملې دي ـ د ټوخي تعلق هم د عمل تنفس د خرابۍ سره دے ـ
د ټوخي په اړه یوه بله اسانه نسخه بیانوي وایې:
مستیاره کۀ ښۀ مېده شي
د خوږے ګوړې سره شي
په نهاره ئې څوک خورینه
هر رنګ ټوخے ورکوینه
تبه هم پرې صحت مومي
درد او برېښ تر ملا درومي
دې نسخه کښې د یو بل داماني بوټي “مستیاره”/Mugworts ذکر کوي ـ دا وړې وړې پاڼې لرونکے بوټے دے ـ تریخ خوند او تېز بوي لري ـ په عامه توګه ورته مونږ “ترخه” وایو (دې سره مماثلت لرونکے بل بوټے کرچے دے خو هغه دې نه لږې پاڼې وړې لرې او استعمال ئې هم دې نه جدا دے)ـ ترخه/مستیاره عموماً د للمې په پټو، پولو راخېژي ـ په کلیو بانډو کښې دا اوس هم وچَولے/مېده کولے او بیا استعمالولے شي ـ
خوشحال خټک وایې چې مستیاره مېده/اوړه کړې شي او بیا په ګوړه کښې مېلاو شي ـ په نهاره چې ئې خورې نو هر رنګ ټوخے به دې ښۀ کیږي ـ دې نه علاوه دا د تبې او ملا د درد/برېښ د پاره هم ډېره فائده ورکوي ـ نورې فائدې ئې هم د طب او حکمت پوهان بیانوي ـ
دا وو د خوشحال خټک د بیان کړې طریقه علاج نه د دوو نسخو لنډ وضاحت چې د نن څۀ کم څلور سوه کاله مخکښې ئې بیان کړې دي ـ خو په دې نوې دور کښې ئې هم سړے پوهې، مطالعې، مشاهدې او رسا فکر ته حېرانیږي ـ
/
عدنان خیالي
۱۷ دسمبر ۲۰۲۳
ـ
ان.شاءالله ــــ کوشش به مو وي چې نورې فکري ملغلرې ئې تر ملګریو ورسووـ