په وحي کښې فرېښتې مېنځګړۍ وي او په الهام کښې دغه واسطه نۀ وي ، وحي د پېغمبرانو سره مخصوص ده ، بخلاف الهام دغه د پېغمبر د پاره ، د اولياء او اهل ایمان د پاره عام ده .
الهام د رهنمائي د پاره رحماني تنبیه او لارښودنه وي . الهام د جبلي هدایت د پاره هم استعمالېږي . دغسې وسوسه شیطاني عمل دے چې د فاسدو افکارو مرجع وي. دغسې خيال انساني وي او دې ته مباح هم وئیلې شي چې نۀ فضيلت لري او نۀ د معاصیت سره علاقه لري. دا د اظهار د پاره یؤ نارمل پروسیس وي.
دغسې تحديث وي ، هر تحدیث الهام وي مګر هر الهام تحدیث نۀ وي ، د یؤ حديث په رڼا کښې په مخکنیو امتونو کښې محدَّثين وو او په دې امت کښې حضرت عمر رضي الله عنهم محدَّث وو یعنې چې کومه خبره به ئې زړۀ ته راغله ، هغه به رښتیا شوه.
خیام یوسفزے
د خپل کتاب ’’جول’’ نه ماخوذ – چاپ کال دیسمبر/ ۲۰۲۴ز