0

وجدان

شاعران او اديبان د وجدان کليمه په خپلو ليکونو او شعرونو کښې ډيره راوړي خو د دوئ په ليکونو کښې د وجدان معنا او مفهوم ډير نه جوتيږي- دوئ عمومن وجدان د يو نامعلوم داخلي قوت په معنا راوړي خو ډير ورته پخپله هم نه وي معلوم چې دا څه شی دی-
وجدان اصل کښې په نفسياتو فلسفه تصوف او ادب کښې بيلو بيلو معنو کښې استعماليږي- نفسياتو کښې وجدان کوم مهم او لوې صلاحيت نه شي ګڼلی- فرايډ لوې نفسيات دان دی هغه د انساني عقل نه بالاتر کوم قوت او صلاحيت نه مني- بل لوې نفسيات دان ژونګ دی هغه هم وجدان د عقلي صلاحيت وړومبۍ مرحله ګڼي او يو غير شعوري عمل هم ورته وايي چې نتيجو ته رسايي يې غلطه هم کيدلی شي- دغه شان په فلسفه کښې هم عقل نتيجو ته د رسيدلو لوې قوت ګڼلی شي- خو بل خوا صوفيان او شاعران دغه وجدان ته چې کومې معنې ورکوي هغه د عقل نه بالاتر د يو لوې قوت په حيت رامخې ته کيږي- د دغه لوې قوت په حيث په وجدان غور کوو-
وجدان د عربۍ ژبې کليمه ده– بنياد يې وجد دی- عربۍ کښې د وجد ګڼې معنې دي- يوه معنا يې ده موندل– بله معنا يې ده اوچته مرتبه او لوړه درجه- بله معنا يې ده لطيفه جذبه احساس او ادراک او د علم د حصول قوت- په عربۍ کښې يو بل لفظ حدس هم شته چې معنا يې ده اندازه-
په انګريزۍ کښې وجدان د پاره د انټيويشن intuition کليمه راوړل شي چې معنا يې ده نتيجې ته زر او تيز رسيدل يا د پيژندلو تيز صلاحيت-
دغه معنوي پس منظر کښې مونږ د وجدان مفهوم داسې بيانولی شو چې وجدان د علم د حصول صلاحيت او قوت دی خو—
يو علم د تجربې نه ترلاسه کيږي دغه وجدان نه دی- بل علم بغير د تجربې نه په جبلت کښې پروت وي دغه وجدان دی- يو علم په تدريج سره د اوږد عقلي او ذهني رياضت نه ترلاسه کيږي دغه وجدان نه دی – او بل علم زر تيز او مخې سره وجود ولري دغه وجدان دی- يوعلم د څرګندو پنځو حواسو په لاره تر لاسه کيږي دغه وجدان نه دی – او بل علم نيغ په نيغه بغير د حواس خمسه د استعمال نه د ذات برخه وي دغه وجدان دی- يو علم د معمول مطابق نتيجې تر لاسه کولی شي دغه وجدان نه دی او بل علم غير معمولي نتيجې تر لاسه کولی شي دغه وجدان دی- يو علم شعوري او ارادي فيصلې کوي دغه وجدان نه دي او بل علم غير شعوري غير ارادي فيصلې کولي شي تيزې او ناڅاپي فيصلې- دغه وجدان دی– يو علم د دليل او جواز غوښتنه کوي دغه وجدان نه دی او يو علم پخپل ذات کښې دليل او جواز وي دغه وجدان دی– يو علم د خارج نه راځي دغه وجدان نه دی – او بل علم د داخل نه سر پورته کوي دغه وجدان دی- او داسې نورې نکتې هم مخې ته راځي چې د وجداني او غير وجداني قوت وضاحت کوي- ګويا د انسان په داخل کښې يوه بيله وجداني دنيا هم شتون لري – مونږ داسې هم وييلی شو چې د فلسفي او نفسيات دنيا عقلي ده او د صوفي او شاعر دنيا وجداني ده– هر څو که دغه دواړه له يو بل نه مرسته هم اخلي- خو وجداني دنيا بيا هم فطري جبلي او د نبوغ دنيا ده-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ