کوم قامونه چې د تاریخ نه زده کړه ؤ نۀ کړي د هغوي راتلونکے هم برباد وي ـ اوس زمانه د ففتهـ جنریشن وار ده، باید پښتانۀ د نوې دنیا غوښتنې وپېژني ګنې حال به ئې د شته نه هم بدتر وي ـ دې د پاره د تاریخ پاڼي اړول غواړي، ځان خبرول غواړي ـ چې په دې خاوره ما سره کومې لوبې شوې دي ؟
د فرسټ، سیکنډ جنریشن وار په دورو کښې پښتنو خپل صلاحیتونه په کار راوستلې دي ـ د مټو په زور ئې په جهان ځان منلے ؤ ـ دریمه دوره کښې ئې کافي مزاحمتونه کړې دي ـ څۀ قدرې ګوزاره روانه وه ـ خو کله چې څلورم لهر راغلو دا دغه درې واړو نه بدل ؤ ـ پښتانۀ په هغه زوړ شاباسي مست وو ـ ورسره د جنتونو، دوزخونو په قصو نور محکم کړې شوـ دا ځل د وچ زور نه زیات د ترکیب او تدبیر ضرورت ؤـ خو دا ځل وړاندې کېدونکي بیانیې په داسې رنګ کښې رنګولې شوې وې، چې دوي ته لۀ دغې اخوا نور هیڅ نۀ ښکارېدل او داسې په دغه بې پایانه سمندر ورګډ شول ـ
هر څو کۀ د هغه دور پوهه، دور اندېش خلقو د نوې لګېدلې مرض د علاج هڅې وکړې ـ د خپل وس مطابق ئې دې قام ته د راغلې بلا په مستقبل کښې متوقع زیان ته اشارې وکړې ـ ورته ئې ښکاره ووئیل چې دا باهرنۍ لومې دي، کۀ پۀ کښې ښکېل شو، د خلاصېدو په ول به پوهه نۀ شئ او د زیان نه علاوه به هیڅ په لاس در نۀ شي ـ دا د عالمي قوتونو رسه کشي ده او پښتنۀ خاوره به ئې محض مېدان وي ـ خو پښتنو دغه د لوړ بصیرت خواخوږي د خپل دین دنیا دښمنان ګڼل او د هغوی د خبرو پرې هیڅ اثر ؤ نۀ شو ځکه هم دغه لاعمل ؤ چې پښتنې جونه په دې مجبوره شوې ؤ ئې وئیل:
هندوستانے مېړه به وکړم..
په پښتنۀ خاوره دوه ځله کونډه شومه..
لالیه څۀ ګټه دې وکړه؟
د لښکر مخکښې مخکښې تلې کونډه دې کړمه..
دا جنګونه د خپلو مفادو د پاره د لوړ ذهنونو لۀ خوا پلېنډ شوې ووـ مخامخ یو څۀ خو په شا نور څۀ ووـ دغه وجه وه چې د زرګونو کالو نه په دې خاوره اباد قامونو د امن، ورورولۍ، غېرت او عزت جنازې ئې ؤ ویستلې ـ په دې کښې د پښتنو خپل خلق هم د نورو اله کار شو ـ فائده پردیو ته لاړه او دوي د خپلو کورونو په ورانولو کښې د نورو د لښکریانو کردار ولوبووـ
مورې پښتون له مې ور نۀ کړې..
پردي جنګونه په سر اخلې مړ به شي..
د مغلو، ایرانیانو، سیکهانو، او انګرېزانو نه پس پښتون وجود نۀ ښکارېدونکي بلاګانو د خپلو مفاداتو د پاره استعمال کړوـ انګلو افغان وارز، بېلابېلو خودساخته معاهدو، ګرېټ ګېم، د سویت یونین د قیام نه پس د سوشلزم او کیپټلزم رسه کشۍ (د روس، امریکې کولډ وار)، د ثور انقلاب نه پس د سویت یونین حملې بیا د دغه حملو د زائل کولو د پاره اپرېشنز، د سویت یونین د ماتېدو نه پس د اله کارو متعلق د کمپنی نوې بیانې، منلے شوے عوام دوست حکومت نړېدل، لۀ هغې څو کالونه پس ۹/۱۱ او د خودساخته بدل د پاره بیا د دې اړخونو استعمالولو دې خاورې سره څۀ وکړل؟ د ټولو تفصیل د تاریخ برخې دي ـ کۀ پرې پوهه نۀ شو نو راتلونکي چالونه به هم حس نۀ کړوـ
* د پښتنو شاعرانو د هڅو څو مثالونه
د فکر و نظر هغه خاوندان شاعران، لیکوالان چې په دې لوبو ئې سر خلاص وو، په ازاد مټ ئې قام ته د دې راغلې بلا نه د ځان ژغورلو ذکر په سنجیدګۍ او حقیقت پسندانه طرز کړے دےـ د هغه وخت دور اندېش او پوهه سیاست مدارو هم د دې حالاتو په لانګ ټرم ایفیکټس د قام د پوهه کولو کوششونه کړې وو، چې لۀ کبله ئې د سختو زیانونو سره مخ شوې ووـ په دې موضوع د لوړو زده کړو، لویې څېړنې (Phd) شوې دي ـ ګڼ شمېر غېرسندي کار پرې شوے ـ ډېرو شاعرانو ئې تذکرې کړې خو څو مثالونه دلته د نمونې په توګه وړاندې کؤم، چې په کوم خاص ترتیب نۀ دي، محض څو بېلګې ئې وګڼئ ـ
په افغانستان کښې چې د شلمې صدۍ په اخره لسیزه کښې حالات د عام وګړیو د پاره ډېر زیات خراب شو، نو د هغه ځاے لیکوالانو ئې ډېرې ښې عکاسیانې وکړې ـ سلیمان لائق صاحب په هغه وخت کښې یو ډېر د لوړ معیار نظم (قصیده) غني خان ته لیکلې وه ـ هغۀ ئې په کښې مخاطب کړے ؤـ نوم ئې د “وینو واټ” ؤـ دلته ترې څۀ برخه شریکؤم ـ
دا زموږ د سترګو وړاندې “غني” ګوره څه تیریږي
یو باتور ملت غرقیږي ، یو مظبوط وطن نړیږي
یوه دنیا د برم او بذل ، یوه نړۍ د میړنیو
د غروب په لوري درومي ، د تاریخ له پاڼو لویږي
پاس د ستورو راڼه څاڅکي ، راته ښکاري اوښکې اوښکې
د آسمان په شنو غومبورو ، لارې لارې را بهیږي
سر چې ږدمه په سر ویږدي ، هیبتناک غږونه اورم
ته وا ځمکه په منځ دوه شوه ، افغاني وطن ډوبیږي
یا آسمان زموږ په ویر کې ، ښکته پریووته په ځمکه
یا قیامت په ځمکه جوړ شو ، ولاړ غرونه هواریږي
“ایمل” ریږدي په لحد کې ، له غصې د زړه په تبه
چې مغل په خیبر وخوت ، افریدی لا نه پوهیږي
د شنيلي پر ځای له دښتو ، تېرې تورې زرغونیږي
د اوبو پر ځای له غرونو ، نګه وینې را بهیږي
د باران پر ځای له وریځو ، تندرونه را کوزیږي
د رحمت پر ځای له هسکه ، غضبونه نازلیږي
“ثمر” ښکته پورته دانګي ، سترګې رډې توره کښلې
نه یې سترګې له چا سوځي ، نه یې شرم له چا کیږي
“زینب” چیغې کړې چې ربه ، ته لا څه ته ورته ګورې
د “حسین” په زخمی زړه کې ، د یزید خنجر ځلیږي
څه بې پته شوو جنګونه ، څه بې هوډه شوو ننګونه
تو لعنت په دې شملو شه ، لا دي جګې نه شرميږي
دا د چرګ لکۍ ته ورته شملې واچوئ په ځمکه
دا د شرم او ماتې نښې ، پښتنو ته نه ښاييږي
شمله هغلته شمله وي ، چې په نر باندې وي لکه
اوس په هر کدو جګيږي ، اوس په هر “اجړا” خوريږي
خدايه دا دې څه را وکړہ چې يو نر دې را پرې نښود
هر کمر ته چې تکيه شو ، لکه شګه را شړيږي
يو “ميرويس” په موږ کې نشته ، چې ګرګين لارې ته سم کړي
يو “شير شاه” را پورته نه شو چې “مغل” ته ودریږي …
د پښتونخوا ګڼو شاعرانو د دې ناورین/راتپلي جنګونو په اړه نظرونه شریک کړې دي ـ سائل صاحب وایې:
په خپل وطن کښې ، جنګ را په سر دے
هلته هم زۀ مرم ، دلته هم زۀ مرم
پردے غوبل دے، پردے اشر دے..
هلته هم زۀ مرم ، دلته هم زۀ مرم
داسې یو بل پوهه او زیرک لیکوال صاحب شاه صابر صاحب نظر په دغه حواله نور تېز ؤ، د خپلو شعرونو په زریعه قام نیغې لارې ته راوستلو کښې ئې تر خپله وسه کردار لوبولے دے وایې:
په چمن کښې کۀ ګلونه کۀ ازغي مري
خو زما د کور ښائست زما سپرلي مري
دا مې لویه بدبختی نۀ ده نو څۀ ده ؟
په پردی جنګ کښې زما د بڼ زمري مري
د دنیا روزګار په صلح په صلاح شي
کوم قامونه چې د جنګ په لورې ځي مري
د دې پردي پال جنګونو مورچه پښتون وطن ؤ، لۀ دې ځایه تاختونه کول، ځان له ګټې او د دې ځاے وګړیو له تاوانونه راوړل ـ صابر صاحب دغه تذکره داسې کړې:
جنګ به زمونږ نۀ وي خو مرو به په کښې مونږ لېوني
څوک چې ختن اخلې مورچه به په خېبر جوړوي
د جنګونو او ګټو ورکولو نه پس پښتنو ته صرف کونډې، یتیمان پاتې کېږي ـ د دوي مبارزه د وطن د ازادۍ، خودمختارۍ په لړ کښې نۀ یادولے کیږي ـ صاحب شاه صابر دغه هم وئیلې:
څۀ د جلوس څۀ د جلسې څۀ د غزا شهیدان
مونږ بې هنرو پښتنو سره بلها شهیدان
په مېدان ما جنګوي ما له شاباسے راکوي
خو د مېدان په جنګ کښې نۀ مني زما شهیدان
د دې خبرو عملي انځور تاسو د دې ملک په نصاب او تاریخ کښې د پښتنو د مبارزو نۀ یادولو په صورت کښې لیدلے شئ ـ ګنې وګورئ د ۱۸۴۶ نه تر ۱۹۴۷ء زمانې د پښتنو هڅې چې د کوم کتاب/نصاب برخې دي؟
د ففتهـ جنریشن وار په دې تند و تېز زمانه کښې هم لا پښتانۀ د هغه روایتي خول څخه په مکمله توګه نۀ دي وتلې، ځکه د ځوان کول روزنه کؤنکي نورو شاعرانو هم دا موضوع د خپل کلام برخې ګرځولې ـ څو مثالونه ترې وړاندې کؤم ـ فضل رحیم لوهار صاحب وایې:
د پردي جنګ د شهیدانو کونډو خپلو کښې وېل
اختر کۀ راشي هم نو مونږ به سنګار چا ته وکړو
عطاءالله جان ایډوکیټ ورته داسې اشاره کوي:
ډېر در په در شوم خو تر اوسه لا ځان نۀ پېژنم
څومره ناپوهه یمه ننګ د افغان نۀ پېژنم
کله په جنګ کښې مرمه کله په نامه د امن
ساده پښتون یم خپله ګټه تاوان نۀ پېژنم
ډاکټر سمندر یوسفزے صاحب د پښتو ژبې او ادب غرقه مطالعه لرې، د دې ناورین له بد اغېزه خبر دے ـ ځکه وایې:
ګټه د بل وي خو غزا زمونږ په کور کښې کیږي
ډېره موده وشوه ژړا زمونږ په کور کیږي
د هغه سر نه د دنیا سوداګر دلته راځي
سر چې خرڅیږي نو سودا زمونږ په کور کښې کیږي
نور ګڼ شمېر زړو نویو شاعرانو په دې اړه شعرونه لیکلي ـ د نمونې په توګه مې څو مثالونه د دې لیک برخه کړه ـ
د دومره اوږد بحث مطلب مې دا دے، چې پښتانۀ کۀ د نوې دنیا سره ځان سیاله کول غواړي نو ځان سره شوې لوبې به نظر کښې ساتې ـ د دې راتپلي جنګونو د محرکاتو نه به ځان خبروي ـ په لویه لوبه (Great Game)، سوړ جنګ (Cold War) او وار آف ټېرر په واقعاتو، نقصاناتو، مفاداتو به ژور نظر لرې ـ د بېلابېلو خلقو د کردارونو، رویو نه به ځان خبروي ـ داسې به ځان د راتلونکي کښې د دې قسمه چیلنجز مقابلو ته چمتو کوي ـ دا ټول په علم، هنر، پوهې،تدبر/ مازغو د استعمال پورې تړلې څیزونه دي ـ زما یو شعر دے:
مشران راکړه خو چې زور ئې د مازغو سېوا وي..
د مټو زور خو یم ویستلے لۀ سیالۍ خدایه (ع.خ)
او امجد شهزاد صاحب ئې ډېر په اسانه درته واضح کوي:
راځئ چې ټول اولس یو داسې جنګ ته ملا وتړو..
چې بې باروده، بې لښکره، بې ټوپکه کیږي..
د اباسین یوسفزي صاحب په دغه شعر دا لیکل ختمؤم
د خداے د پاره پښتنو ځانونه وپېژنئ
ستاسو د پاره خو به ځان له پېغمبر نۀ راځي
/
عدنان خیالي
۳ نومبر ۲۰۲۴