What does art mean 0

هنر– فن يا ارټ– يعنې څه

شاعري مصوري اداکاري موسيقي او ځنې نور- دغه ټول ښکلي هنرونه يا فنون لطيفه ګڼلی شي خو ولې او څنګه-
فنونه په دوه قسمه دي. يو ته لطيف فنونه وئيلے شي او دوېم ته صناعي يا مصنوعي. په مصنوعي فنونو کښې د کار کسب د هنر عنصر شامل وي او زيات ماديت سره تعلق لري. لطيف فنونه د روحانيت او يا بيا داخليت سره تعلق لري چې د انسان په خيال، فکر، جذبه او احساس ولاړ وي په دې طريقه انسان چې په کومو ذريعو د خپل خيال، فکر، جذبې او احساس اظهار کوي هغې ته لطيف فنونه يا فنونِ لطيفه وئيلے شي. يا په نورو ټکيو کښې مونږ دا هم وئيلے شو چې د کومو څيزونو بنياد چې په تعقل ولاړ دے، هغه د علم او سائنس سره تعلق لري او د کومو څيزونو بنياد چې په تصور او تخيل ولاړ دے. هغه د فن سره تعلق لري او د فن د تعريف په لړ کښې نقادان په دې خبره متفق دي چې د خپلو داخلي جذباتو او احساساتو د څرګندونې نوم فن يا آرټ دے-
هر کله چې د اردو فن او د پښتو هنر د پاره په انګرېزۍ کښې د آرټ تورے مستعمل دے نو راځئ چې د دغه آرټ Art وضاحت هم وکړو. د دغه آرټ د وضاحت د پاره ضروري ده چې د آرټ سره تړلي د انګرېزۍ ځينې نور اصطلاحات هم واضح کړو او دغسې د آرټ مفهوم ته ځان ورسوو.
١. Artifice : دا يوه اصطلاح ده چې په لغتونو کښې ئې مفهوم داسې څرګند دے. په تېزۍ سره، په هوښيارۍ سره او په عقل مندۍ سره منصوبه جوړول. لاره ويستل.
٢.Artificer : دا اسم دے، نوم دے يا د انګرېزۍ Noun دے چې مطلب ئې دے منصوبه جوړونکے، هوښيار، عقل مند، ماهر، کاريګر او جوړوونکے.
٣. Artificial : د انګرېزۍ د دغه توري لغوي معنىٰ ده جوړ شوے، مصنوعي، د انسان کمال سره جوړ شوے. داسې جوړ شوے چې په قدرتي توګه په خپله نۀ وي جوړ بلکې د انساني پوهې، عقل صلاحيت او منصوبې سره جوړ وي.
٤. Artisan: د دې توري مطلب دے هنر مند، ماهر، په لاسونو د څيزونو جوړوونکے، دستکار.
٥. Artist : د آرټسټ مطلب دے د اوچتې درجې هنر مند، فنکار، په کومه خاص څانګه يا مېدان کښې ماهر.
٦. Articulater : د انګرېزۍ د دغه توري مطلب دے په هنر سره خبرې کوونکے، ښکلے وياند، صفا صفا وېنا کوونکے، واضح، فصيح او بليغ، خبره رسووونکے، په څرګند ډول د خلقو پوهوونکے.
٧. Artistry: د دغه توري مطلب دے هنري صلاحيت، پوهه، فنکارانه خوبۍ لرل يا د فن او هنر فطري ملکه لرل.
دغه څومره توري او اصطلاحات چې د خپلو خپلو معنو سره راوړلے شول، په دغو ټولو کښې بنيادي ريښه د آرټ Art ده او بيا په هم دغه تناظر کښې آرټ Art په خپله يوه ځانګړې او مکمله اصطلاح هم ده چې د دغو ټولو تورو يا اصطلاحاتو نه بيل خپل ځانګړے تعريف هم لري خو په بنياد او ريښه کښې به ئې دغه ټولې معنې هم شاملې وي. په دې بنياد چې مونږ د آرټ لنډ تعريف کوو نو وئيلے شو چې:
“د کوم خاص مقصد او ښکلي هدف پوره کولو يا تر لاسه کولو د پاره موجوده څيزونه يا مواد په استعمال کښې راوړل او د يو نوي څيز تخليق کول چې ښکلا او زړۀ راښکون هم ولري او د هنرمند يا فنکار د قدرتي صلاحيت، پوهې، شعور، داخلي کمال، مهارت او خدائي ورکړې قابليت نخښې په کښې ښکاره شي او ورسره د حسن او جمال تصور رامخې ته شي-
د فن هنر يا آرټ دغه لغوي تعريف نه اوس مونږ په آسانه دې نتيجې ته رارسېدے شو چې هنرونه Arts په دوه قسمه دي چې يو ته ساده هنرونه Simple Arts وئيلے شي چې په عمومي ډول د مادي څيزونو سره تعلق لري نو ځکه ورته مادي هنرونه Meterial Arts هم وئيلے شو او دوېمه برخه ئې د ښکلو هنرونو، زېبا هنرونو، فنونِ لطيفه يا (Fine Arts) ده چې په عمومي توګه مادي نۀ دي بلکې د يو خيال، فکر، تخليقي سوچ او داخلي صلاحيت پېداوار ګڼلے شي.البته د معنويت د اظهار نه پس يې ځنې شکلونه مادي هم کيدی شي لکه خطاطي يا مصوري او سنګتراشي-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ