کیتهارسز بنیادي توګه یوه طبي اصطلاح ده ـ دا د یونانۍ ژبې لفظ دے چې مفهوم ئې دے، “د جسم نه بې کاره، فاسد مادې ویستل”
(Cleansing, Purification)
او کله چې دغه فاسد مادې ووځې نو د وجود د صحت مند کېدو سبب جوړ شي ـ
په وړومبي ځل د ادبي مقصد د پاره د دې استعمال ارسطو (Aristotle) کړے دے ـ ارسطو په علمي نړۍ کښې د یو فلسفي په توګه پېژندلے شي خو د هغه نورې ځانګړنې هم وې، چې په کښې طب پوهنه/حکمت شامل وه ـ هغه د فاسد مادو د وجود نه د وتلو په ښۀ تاثیر پوهه ؤـ ځکه ئې په خپل شاهکار تصنیف بوطیقا (Poetics) کښې د دې استعمال د المیه (Tragedy) ډرامې د توضیح/تاثیر په مد کښې کړے دے او په نفسیاتي حواله صحت بخش ګڼلے ـ
هغه دور د تهیټر ؤ، ځکه ارسطو ووئیل چې کله یو کتونکے په سټېج مختلف المیاتي واقعات وینې نو په دۀ کښې دوه قسمه جذبات (د ویرې، ترس) په شدت سره راولاړیږي ـ دې سره ئې تزکیه نفس (کیتهارسز) کیږي، عبرت حاصلوي او په راتلونکي کښې ئې د لیدلې کتلې، محسوس کړې واقعات د اخلاقي روزنې سبب جوړیږي (نور بحث پرې هم کېدې شي)ـ
بیا هم کیتهارسز هغه عمل دے چې یو انسان د خپل پټ/ دباو کړې شوې احساسات جذباتو اظهار په څۀ نه څۀ شکل/انداز کښې وکړي ـ او دې سره دۀ ته سکون او تازګي مېلاو شي ـ کۀ هغه دغه شدید احساسات جذبات را باهر نۀ کړي، ذهن کښې ئې ساتې نو دا د غصې صورت اختیار کړي او کۀ دا غصه هم ؤ نۀ ووځې نو انسان د ذهني ناروغیو سره مخ کوي ـ
په ساده لفظونو کښې د جذباتو د تسکین عمل ته کیتهارسز وایې ـ هغه پټ/دفن احساسات جذبات چې انسان ئې په څۀ نۀ څۀ شکل کښې اظهار وکړي او سکون ورته مېلاو شي، کیتهارسز دے ـ
لکه مونږ ته کومه مسله وي ـ هغه مونږ نۀ بیانوو هیڅ اظهار ئې نۀ کوو، مازغو کښې ئې ګرځوو، نو دا به زمونږ د ذهني اذیت سبب جوړیږي ـ خو کۀ د دغې په څۀ نه څۀ شکل کښې اظهار وکړو نو ذهن به مو سپک شي ـ
کیتهارسز بیا په مختلفو طریقو کیږي ـ څوک سندرې/ټپې وایې، څوک شعر ولیکې، څوک فلم ډرامه وګوري، څوک افسانه ولیکي، څوک پېنټګ وکړي یا مجسمه جوړه کړي، څوک چا سره خبرې/مشورې وکړي، کتاب ولولې، څوک بل په کوم خپل شوق او ذوق واله کار کښې اموخته شي، چې هغه ته پرې تسکین مېلاو شي او داسې د کیتهارسز عمل وشي ـ
د کیتهارسز لارې انسان په شعوري توګه هم لټوي خو کله کله دا په غېرشعوري توګه هم د چا په لیدلو، کوم منظر په کتلو یا څۀ په اورېدلو وغېره سره وشي ـ او سړے پوهه شي چې دا څیز ما سره اړه لرې ـ هغه انسانان ذهني او بدني توګه صحت مند وي چې کیتهارسز ئې کېږي ـ
/
عدنان خیالي
۲۸ مئ ۲۰۲۴
ـ
نور بحث پرې ممکن دے ـ ما په ساده انداز کښې د واضح کولو کوشش کړے ـ قبول ئې کړئ ـ مننه