0

ترقي پسندي او ترقي پسند ادب څۀ شے دے؟

ترقي پسندي د يو سوچ، فکر تصور او نظريې نوم دے – بيا د هم دغه سوچ، فکر او نظريې په بنياد چې کوم شعوري او اجتماعي کوششونه شوي دي نو ورته د ترقي پسند تحريک نوم ورکړے شوے دے او بيا د هم دغه سوچ، فکر او نظريې سره سره د ترقي پسند تحريک د لا زيات منظم کولو د پاره د ترقي پسند تنظيم بنياد هم اېښودے شوے دے چې د “انجمن ترقي پسند مصنفين” په نوم ياد شوے دے. د دې هر څۀ تر شا چې کوم نظرياتي بنياد کار کړے دے هغه په اصل کښې ترقي پسندي ده چې ما خپله د پي اېچ ډي مقاله کښې پرې داسې خبره کړې ده:
“ترقي پسندي ډېره پراخه اصطلاح ده. د اصطلاح تر مخه خو ترقي پسند (Progressive) تورے د ادب د کوم رجحان تحريک يا تنظيم د پاره کال ١٩٣٣ء پېداوار دے خو د دې تُوري يا اصطلاح چې کوم مفهوم او مقصد ترقي پسندو دانشورو بيان کړے دے، د هغې تر مخه ترقي پسندي په هر دور کښې د يو داسې رجحان احاطه کوي کوم چې په خيال او فکر کښې روښانتيا او پراختيا راولي. د ټولنې تعليمي، سياسي، اقتصادي، مذهبي او تهذيبي وقار ته وده ورکوي. په ټولنه کښې د انسان دوستۍ، امن، ورورولۍ، روادارۍ، همدردۍ او سوکالۍ فضا خوروي. د زور، ظلم، نفرت، تعصب او دشمنۍ هغه رويې غندي کومې چې د انساني وقار د تذليل سبب جوړېږي. د سرمايې او وسائلو د داسې استعمال غندنه کوي چې صرف پرې مخصوصې طبقې ته ګټه ورسي او غريبه طبقه د ژوند په سفر کښې د لا زياتو ستونزو او مايوسۍ سره مخ کوي. ترقي پسندي په ټولنه کښې د يو داسې نظام غوښتنه کوي په کوم کښې چې هر انسان ته خپل حقوق ورکړے شي. يو کس د بل د محنت او صلاحيت نه ذاتي او بې ځايه فائده نۀ اخلي. د غريب او مفلس د خوارۍ او محنت استحصال په کښې نۀ وي او په مجموعي لحاظ انسان په ټولنه کښې د يو خوشحاله او پُرسکون ژوند غوښتنه کوي. د ترقي پسندۍ دغه انداز او رويه په مذهب کښې هم ځائے لرلے شي، په سياست او اقتصاد کښې هم او د انساني ژوند نورو اړخونو کښې هم.
په ادب کښې د ترقي پسندۍ د دغه انداز ترجماني په هر دور کښې شوې ده. د هر دور د ترقي پسندۍ غوښتنې هم يو رنګ نۀ وي او د هرې معاشرې د حالاتو په نظر کښې ساتلو سره د ترقي پسندۍ مفهوم او منشاء هم همېشه يو قسم نۀ وي څنګه چې معاشرتي اقدار او حالات بدلېږي دغسې ورسره د ترقي پسندۍ په مفهوم او مقصد کښې هم فرق راځي. په هر دور کښې چې انسان د خپل حالت او سماجي معيار د پورته کولو هڅې کړې دي، دغه هڅې په خپل دور کښې ترقي پسندي ده او د دغو هڅو ترجماني د ترقي پسند ادب بنيادي موضوع او اصل مقصد پاتې شوے دے”.
د دغه وضاحت نه پس دا نکتې مخې ته راځي-
۱— ترقي پسندي د يو سوچ فکر نظريې او تصور نوم دے
۲— دغه تصور او فکر په ځاې ولاړ نه وي بلکې د وخت او حالاتو سره بدليږي ځکه د ترقي پسندۍ اصولي تعريف خو هم هغه وي يعنې ټولنيزه ترقي او ارتقا- خو په نوعيت او حالت کښې يې د وخت د بدلون او ارتقا سره فرق راځي-
۳— کله چې دغه فکرو نظر او تصور د پاره شعوري او اجتماعي هڅې وشوې نو ترقي پسند تحريک سر ښکاره کړو-
۴—- کله چې دغه تحريک ته نور هم منظم حرکت ورکول مقصود شول نو انجمن ترقي پسند مصنفين تنظيم مخې ته راغلو-
۵— اوس که دغه منظم انجمن ترقي پسند مصنفين کامل وجود نه هم لري خو تحريک بيا هم شتون لري-
۶—- کله که تحريک هم خاموش شي نو سوچ او نظريه به بيا هم شتون لري-
۷— کله که سوچ او نظريه هم خاموش شي نو د ترقي پسند تصور تاريخ او تناظر به بيا هم شتون لري-
۸— نه يواځې تاريخ او تناظر بلکې د ترقي پسند فکر و نظر اثرات به هم وجود لري-
۹— د نړۍ په ادب کښې ترقي پسند تصور تر دې دمه تر هر تحريک او تصور زيات اغيزناک کردار ادا کړے دے-
۱۰— پښتو کښې د ترقي پسند تصور او ادب څه صورت حال دے- دا په بله موقع-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ