What to Do After a Dog Bite: Medical Advice and Legal Steps”
اولنۍ خبره ذهن کښې کینوۍ چې د سپي چیچل خطرناک او جان لیوا د یو وائرس چې rabies virus نومیږي له وجې وي یعنې کله چې سپے ( لیونے سپے rabid dog ) انسان وچیچي نو د هغه د لاړو، لعاب saliva په ذریعه دغه وائرس د انسان جسم ته انتقالیږي او که بروقت یي علاج(ویکسینیشن) ونشې نو دا وائرس د rabies په نامه یوه خطرناکه ناروغې رامنځ ته کوي چې اخیرې حل یي صرف او صرف مرګ وي
ریبیز وائرس Rabies virus
د دې وائرس هدف او ټارګټ عصابې نظام Nervous system دے یعنې دا چې کله بدن ته داخل شي اوله مرحله کښې زان تقسیموي بیا قلاره قلاره حرکت کوي دویمه مرحله کښې انسان باندې تبه راځي، سر دړد، متاثره حصه کښې ناسازګې محسوسول وغیره دریمه مرحله کښې زان هدف ته رسوي او د خطرناکو علامتونو او ناروغو لړۍ شروع کیږي لکه
جټکې راتلل
عادتونو کې عجیبه تبدیلیانې اشکاره کیدل
خوراک خوړولو(تیرولو) کښې ستونزه Dysphagia
اوبو څښلو کښې ستونزه Hydrophobia ځکه د مرۍ مسلز کې کلک والې پیدا شې
د خولې نه لاړې بهیدل Excessive Salivationځکه چې تیرولې نشي
څلورمه مرحله کښې ورته مکمل فالج او کومه وشې او اخیرۍ مرحله یي مرګ وي
ریبیز وائرس زمونږ عصابې نظام کښې خصوصې طور سنټرل نروس سسټم ناکاره کوي
لږ زان په عصابې نظام پوهه کړۍ چې ښه مو سر خلاص شي۔۔۔
زمونږ عصابې نظام یعنې Nervous system په دوه حصو مشتمل دے
یو ته مرکزې عصابې نظام CNS یعنې central Nervous system وائي چې په مازغو سپائنل کارډ مشتمل دے
او بل ته پیریفرل عصابې نظام PNS یعنې peripheral Nervous system وائي دا په هغه عصابې رګونو یعنې nerves مشتمل دے کوم چې د مازغو او حرام مغز نه راوتلي وي او دا مزید بیا تقسیم شوے هغې ته ضرورت نشته فلحال۔
یعنې CNS کښې مازغه او سپاینل کارډ راغلل۔
او PNS کې د مازغو او حرام مغز نه چې کوم عصابې رګونه راوتلې او د هغې سره تړلي نور عناصر راغلل۔
لیونے سپے Rabid dog
یاد لرۍ چې دا وائرس د لیونې سپې په لعاب\لاړو کښې وي یعنې دا سپے لیونے کیږي هم د دې وایرس له وجې نو وس که دا متاثره سپے انسان وچیچې نو هغه انسان ته به وائرس منتقل شې ۔
د سپې چیچلو روسته به څه کوۍ ؟
غوره دا ده چې بروقت هسپتال ته لاړ شۍ ځکه اکثر انسان ته هډو پته لږې نه چې سپے لیونے وو که روغ یا سپے وتختې یا مثلاََ ماشوم وچیچې نو مونږ ته یې د لیونې او روغ پته نه لګي۔
تاسو به څه به کوۍ؟
د سپې چیچلو بعد متاثره حصه به په پاکو ساده اوبو او صابن تقریباََ د لس پینځلس مینټو لپاره مسلسل اوینځۍ
د زاننه به پرې ټوټکې نه استعمالوۍ وخت به نه ذایع کوۍ البته جراثیم کش کیم یا پایوډن پرې لګولې شۍ
د وینځلو روسته به فوراََ هسپتال ته لاړ شۍ
هسپتال کښې د دې لپاره خپل ویکسین وې هغه به ورته په مخصوصو ورځو ډاکټران لګوي او ورسره به په اوله ورځ rabies immunoglobulin (RIG)هم لګوي متاثره انسان به په هغه
مخصوصو ورځو خامخا ویکسین لګوي۔
دې نه علاوه عموماََ د TT vaccine هم لګول کیږي که ضرورت وي ۔
لیونې سپې به څنګه پیژنۍ؟
غټ علامت یي دا دې چې د خولې نه به یي لاړې روانې وي
د نورمل سپې په نسبت به زیات غصه او بې زاره وي
تللو کښې به یي ستونزه وي وغیره وغیره