when-and-how-did-literature-appear-in-human-life 0

ادب د انسان په ژوند کښې کله او څنګه پيدا شوے دے

انسان ټولنه کښې ژوند زرګونه کاله پخوا شروع کړے دے، دا انسان چې اوس څنګه دے، دے هېمشه راسې داسې نۀ وو- دا انسان چې نن څومره په ترقۍ دے يا تهذيبي او تعليمي ارتقاء نه تېر شوے دے ، دا خو ټول عمر داسې نۀ وو، چې ټول عمر نۀ وو نو د دې مطلب دا دے، چې د انسان ژوند د ډېرو پړاونونه راتېر شوے دے- انسان په بنيادي توګه د درېو غټو ادوارو نه راتېر دے يعني يو د دۀ ځنګلي دور، دوېم کاڼېز دور او درېم تهذيبي يا مهذب دور دے. ځنګلي دور کښې خو انسان د دې قابل نۀ وو چې د خپلې مشاهدې اظهار په ادبي ژبه کښې وکړي، کله چې انسان کاڼېز دور ته راغلے دے، کاڼېز دور نه مراد دے، کله چې انسان د ځنګلي دور نه وتے دے په غر کښې ئې پناه اخستې ده او د غر د پناه په وجه دے د قدرتي آفتونو، بارانونو، زلزلو او د داسې مختلفو آفتونو نه محفوظ شوے دے، نو دلته ئې په وړومبي شکل ادب پېدا شوے دے، چې لږ ذهني قرارے او سکون ئې موندے دے نو دۀ قلم ، کتاب او کاغذ پېژندلے دے، د کاغذ نه مراد هغه قديم شکل دے، ظاهره ده چې کله به ئې په چمړه ، په کاڼي ليکل، په کتبو ليکونه، ځکه چې په کاڼېز دور کښې هم په کاڼو ليکل شوي دي خو دې نه پس انسان د تهذيب په لور يو داسې قدم اخستے دے، چې دے اوس تهذيب ته نزدې شوے دے، په دې کاڼېز دور کښې دۀ وېنا شروع کړي ده او په وېنا کښې يې ښکلا هم پېدا شوې ده، انداز هم پېدا شوے دے، هغې ته مونږ يو ادبي ابتداء وئيلے شو- ادبي نښې هم د دۀ په اظهار کښې پېدا شوي دي، خو اصل ادب د انسان په تهذيبي ژوند کښې شروع شوے دے. کله چې دے د کاڼېز دور نه راوتے دے، دے مهذب شوے دے ځکه چې ژوند کښې يو بل پړاو راغلے دے، هغه پړاو ته مونږ وايو مهذب دور يا تهذيبي دور، کله چې دا مهذب دور شروع کېږي نو اوس انسان اديب، ليکوال، شاعر او ډرامه نګار هم دے هغه د ادب بلها اصناف ليکي، هغه خپل اظهار کوي او د اظهار وسيلې، سليقې پېدا شوې. دا ځکه پېدا شوې چې د دۀ په ژوند کښې نور آرام او سکون راغلو، د کاڼېز دور نه هم دے په تهذيبي دور کښې داخل شو، د دۀ تهذيبي دور څنګه شروع شوے دے، چرته چرته چې په دې زمکه اوبۀ ډېرې وې، چرته چې غټ غټ دريابونه وو، د سمندرونو په غاړو ژوند کول نور آسان وو په نسبت د غرئېز دور، چرته چې دريابونه، سمندرونه دي، آب هوا ښۀ ده، په هغه ځائے زراعت کېږي، مال موېشي ساتلے شي، چرته چې کرکېله کېږي نو خوراک تاته د زمکې نه ملاوېږي، چې غوا مېښه ساتې نو پئۍ ماسته ملاوېږي، چې آب هوا دې ښۀ وي نو تاته ذهني سکون حاصلېږي نو په کښې تخليقي صلاحيت پېدا کېږي – د دې سمندرونو او دريابونو په غاړو آباديدو سره انسان مهذب شو او په سکون شو نو دې سره د دۀ تخيلي قوت، او تخليقي قوت زيات شو، او د دۀ په ژوند کښې سکون چې راغلو نو خپل تفکر ته کښېناستو، فکر ئې شروع کړو، دې نه مخکښې خو انسان په دفاعي حالت کښې وو، په خپله دفاع کښې وو، کله د قدرتي آفتونو نه دفاع کول ځان بچ کول وو او کله په کاڼېز دور کښې انساني مقابلې او جنګونه وو، په مهذب دور کښې دۀ ته د سوچ، فکر، تخليق، خيال کولو موقعه ملاؤ شوې ده، د دغه ځائے نه په اصلي معنٰى ادب او ليک د انسان د ژوند برخه جوړه شوې ده، مونږ چې ګورو چې مونږ سره څۀ د ادب مثالونه، نمونې، اظهارونه دي نو دا هم په هغه ځايونو کښې دي، چرته چې د سمندرونو په غاړو انسان آباد دے، سمندرونه، په مصر کښې دي او دې نه مراد مصري تهذيب دے دا يو مرکز دے، او ورسره نور تهذيبونه دي، دغه رنګ اوبۀ زمونږ د ايشياء خصوصاً په وسطي ايشياء کښې دي، لوئے لوئے سمندرونه او دريابونه موجود دي، د دې دريائے سندهـ په غاړه هم انسانان آباد وو او نور چې چرته چرته سمندرونه او دريابونه زيات وو هلته انسان خپلې پخې آبادۍ جوړې کړي دي او د آبادو نه پس ئې خپل سوچ، تفکر پکار راوستو او د ادب باقاعده تخليق په دې تهذيبي دور کښې شروع شو، مونږ ته د هغه ادب ځينې نمونې هم په لاس راځي، او د دغه تهذيبي دور نورې نښې هم – ګويا په دغه وړومبنو تهذيبونو کښې د ادب وړومبۍ نخښې موندی شي- په ځانګړې توګه په سوميري تهذيب کښې چې نزدې نزدې پنځه زره کاله عمر لري-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ