پښتو ژبې ډير لوړ شاعران پيدا کړي دي– خو رحمان يې ايکي يو پيدا کړی دی– هر شاعر د مقبوليت خپله خپله حلقه لري– د لوستو او دانشورو حلقه– د نالوستو او عام اولس حلقه- د سياستدانانو حلقه– د مذهبيانو حلقه– د قامپالو حلقه– د ترقي پسندانو حلقه– د رومانيانو حلقه– د سندرغاړو موسيقارانو او هنرمندانو حلقه– د ملايانو حلقه– د زاهدانو حلقه– د مستانو حلقه– د ښځو او سړو حلقه او نورې بلها ډيرې حلقې– خو که دغه ټولو حلقو يو رنګ منلی او زړونو کښې کښينولی کوم شاعر دی هغه ايکي يو رحمان بابا دی– که په تصوف وي نو داسې نور هم شته– که په شاعرۍ کښې په سادګۍ او روانۍ وي نو نور هم شته– که په هنر تکنيک او نازکخيالۍ وي نو ګڼ شمير — که په انسان دوستۍ وي نو ښه ډير– خو په ايړ منلی شوی بيا هم يو رحمان بابا– چې دا ولې– يو وجه خو يې دا هم کيدی شوه چې رحمان بابا دغه دعوا کښې رښتونی دی–
چې دا نور شاعران کاندي هغه نه کا
رحمان کړی نوی نوی اجتهاد
خو زه فکر کوم چې شعري اجتهاد يا د يو نوي شعري سبک ايجاد هم نورو شاعرانو کړی دی- نو بيا د رحمان بابا د مقبوليت او ځانګړتيا څه سبب پاتې کيږي- خبره بيا هم د غور ده – که نه سبب يې د رحمان بابا يوه بله دعوا وي چې-
په غزل کښې خو دوه بيته انتخاب وي
د رحمان تمام غزل دی انتخاب
زه بيا فکر کوم چې دغسې د لوړ معيار انتخاب شاعري هم د نورو ډيرو شاعرانو کيدی شي- نو بيا حيرت– چې دا رحمان بابا دومره ځانګړی په څه دی- د حيرت خبره خو دا هم ده چې د رحمان په زمانه کښې د ابلاغ د ستونزو باوجود د رحمان بابا د شعر مقام اشرف خان هجري ته تر دکنه څنګه ورسيدو چې دکن کښې په قيد کښې يې ووييل-
د رحمان په وييل ځاې د لقب نشته
چې يې ما شعر منظور کړو معتبر دی
د لا زيات حيرت خبره خو دا هم ده چې د شيدا غوندې مشکل پسند او په خپل هنر غره شاعر چې پښتنو کښې څوک هم تر ځان بهتر نه ګڼي خو د رحمان غوندې ملنګ اسان او د ساده انشا شاعر بيا داسې مني چې په يوه مصرعه يې زړه باييلي او هغه هم د هند غوندې د لوړ معيار ادبي ماحول کښې چې وايي-
د رحمان په دا مصرعه د شيدا زړه دی
ته پري يې که اهو يې که جادو کړې-
د دومره ساده انشا شاعر رحمان دومره رنګين څنګه شو- بس يوه لار پاتې کيږي او هغه دا چې خالق د رحمان بابا هغه دعا قبوله کړې وي کومه يې چې د سردار دو جهان او د الله د حبيب حضور اکرم صلی الله عليه وسلم په صدقه کښې غوښتې وه چې-
الهي د خپل حبيب له برکته
دا ساده انشا رنکينه د رحمان کړې
