0

شاعران تعلي ولې کوي

په نفسياتو کښې د نرګسيت اصطلاح ډېره مروج ده چې مطلب ئې خپل ځان ته متوجه کېدل. په خپل ذات کښې ډوبېدل او د خپل ځان نه متاثره کېدل دي. په نورو ټکيو کښې به ورته خود پرستي او انانيت ووايو. د دغه خودپرستۍ، انانيت او ذاتي محرکاتو د اظهار په ذريعو کښې يوه ذريعه شاعري هم ده او دغه قسمه شاعري چې د خپلې انا او نفس مظاهره ده، په نرګسيت کښې راځي. د نرګسيت دغه نفسياتي اصطلاح نه د شاعرانه تعلۍ ادبي اصطلاح زېږېدلې ده او بيا په ادب کښې هم شاعرانه تعلي دوه غټ قسمونه لري. يو د ذات تعلي دوېمه د فن تعلي . د ذات تعلي نفس سره نيغ په نيغه يعنې بالواسطه تړون لري او د فن تعلي بلاواسطه ځکه چې فن هم د ذاتي رجحان او مېلان په نتيجه کښې خپلې لارې وباسي. په دغه وجه د فن تعلي هم د ذات سره تعلق لري خو دلته بايد د نرګسيت، ذاتيت او شاعرانه تعلي فرق لږ نور هم واضح کړے شي. نرګسيت لکه چې ووئيلے شول د خپلې هرې ادا نه متاثره کېدل دي که هغه ښۀ وي او که بده خو په نرګسيت کښې مبتلا انسان ته ښۀ ښکاري. ذاتيت هر هغه کېفيت سره تعلق لري چې د ذات برخه وي. ښۀ څيزونه هم ذات سره تړلي وي او خراب هم او دغه کيفيت کښې انسان ته د ښه او بد د فرق ادراک کيږي- او شاعرانه تعلي محض خپل ځان په شعري قوت يا نورو څيزونو کښې اعلىٰ او اوچت ګڼل دي. د تعلي لفظ د عربۍ د اعلىٰ او د قرآن پاک د عليون او عليين سره نسبت لري چې معنىٰ ئې ده اوچت او اعلٰى ګنل يا خپل ځان اوچت او ارفع ګڼل. په دې خبره غور کول پکار دي چې شاعر تعلي ولې کوي؟ د دې نفسياتي محرک څۀ دے. او نفسياتي پس منظر ئې څۀ دے. د انساني جبلت يا داخل مطالعه که وشي نو معلومه به شي چې خالق د دۀ په خټه کښې د انانيت يا خود پسندۍ زړے اچولے دے او بيا ورته د خپل ځان د پېژندنې ترغيب هم شوے دے. د دغه پس منظر په رڼا کښې د انساني فطرت تقاضه دا ده چې دے به نۀ يواځې ځان ته متوجه کېږي بلکې د ځان ښۀ اړخونه هم ورته واضحه ښکاري او په مختلفو موقعو د دغه ښۀ اړخونو د ښودلو جذبه هم د دۀ د جبلت برخه ده. او بيا په انسانانو کښې فنکار خو له هر چا نه زيات حساس وي. ځکه د دۀ زيات د ځان په لور هم خيال وي. هر کله چې فنکار سره يو فطري صلاحيت او جوهر هم وي نو د دغه جوهر ښکاره کول هم د دۀ فطري تقاضا ده. په دې وجه شاعر چې کله شعر وائي نو د خپل جوهر د ښودنې په وخت کله کله د خپل جوهر اهميت او نورو خلقو سره خپل امتياز هم په ګوته کوي د څۀ په نتيجه کښې چې شاعرانه تعلي په وجود کښې راځي. شاعر چې کله شاعري شروع کړي نو د هغۀ مشاهده او مطالعه محدوده وي. هغۀ ته خپل فن ډېر نادر او اوچت ښکاري او په دغه چرت کښې د شاعرانه تعلۍ لاره خپلوي. کله چې شاعر تر يوۀ حده معيار پېدا کړي. شعر يې د فن او فکر دواړو له مخه يو ښۀ انفراديت يا جدت پېدا کړي نو په داسې حال کښې هغه د وړاندې نظر اچولو په موډ کښې نۀ وي. بلکې شاته نظر واچوي او د خپل ابتدائي وخت د شاعرۍ سره سره ورته له ځانه واړه شاعران زيات په نظر راځي. په داسې وخت کښې د دۀ داخلي محرک دا وي چې دۀ خو ډېر سفر کړے دے او ډېر خلق ئې شاته پرېښي دي. دغه محرکات هم هغۀ ته د شاعرانه تعلي لاره سموي او هر کله چې شاعر د شعري عروج دور ته ورسي نو هغۀ ته د خپلې زمانې ادب ډېر سطحي ښکاري. په داسې حال کښې هغه ضرور د شاعرانه تعلۍ په ذريعه خپله برتري ښودل غواړي. کله کله چې شاعر په خپل چاپيريال يا خپل قام کښې د خپلې اندازې شاعران ويني نو د نورو ژبو او قامونو شاعرانو سره د تقابلي تعلۍ مظاهره کوي. لکه په پښتو کښې چې خوشحال خان خټک، حميد بابا او کاظم خان شېدا کړې ده. داسې وخت هم راځي چې د شاعر زمانه او ماحول د هغۀ د فن قدر نۀ کوي. يا ئې په قدر نۀ پوهېږي په داسې حال کښې شاعر د ډېرې غصې نه انتقامي قسمه تعلي کوي چې په کښې د خپل ځان درناوي سره سره د نورو د سپکاوي عنصر هم شامل وي. د ځينو شاعرانو په وړاندې خپله شانداره ماضي مخې ته وي. د اسلافو کارنامې او وقار ئې په نظر کښې وي. په داسې حال کښې هغه يو خوپه خپله د خپل شاندار ماضي او اسلافو کارنامې په خصوصيت سره ستائي او يا که کوم شاعر ئې په اسلافو يا ماضي کوم تنقيد يا اعتراض کړے وي نو د دۀ جبلي محرک دے مجبوروي چې انتقامي قسمه تعلي په کار راولي.
د شاعرانه تعلي دغه ټول محرکات د انسان د داخلي رجحان نه نۀ شو بيلولے ځکه چې انسان ته که داخلي تحريک ورکړے شي او که خارجي خو د دۀ ذات په کښې شريک وي. دے هر پس منظر په ردِ عمل کښې چې کوم اظهار کوي. هغه د دۀ د ذات اظهار وي. دے هر تحريک د خپل ذات په سمندر کښې ډوبوي او بيا ئې د يو غورځنګ په حېث خارج کوي او ددغه اخراج لارې لطيف فنونه دي چې شاعري ئې له هر څۀ زياته مؤثره او صفا لاره ده هم دغه وجه ده چې تعلي هم په فنونِ لطيفه کښې په خصوصيت سره د شاعرۍ سره تړلې ده. نور فنونه لکه مصوري، رقص، سنګتراشي، موسيقي وغېره د تعلي نه عاجز دي.

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ