what are the reasons that-the-world-call-dance-an-art 0

نړۍ ګډا په کومو لاملونو فن ګرځوي؟

لکه شاعري موسيقي، خطاطي ارکيټکچر او انځورګري د انسان د تخليقي اظهار لپاره لارې او مېدانونه دي همدغه رنګ نړۍ ګډا هم د فن يو پراخه مېدان ګرځوي. د دې په وساطت د جسم د حرکاتو سکناتو او د اعضاو د تاثراتو سره د دې فنکار د تخليقيت، بيانيه او قيصۍ اغېزمن اظهار کوي. دې سفر کښې د دۀ ذاتي جمالياتي تسکين سره سره د نورو وګړو ونډه هم شريکه وي. دا اظهار هم لکه د نورو ښکلا د هنرونو په شان لازمي فکري او فني اړخونه لري. او هم د دې د رسوخ او اغېز په اساس د دې فن او فنکار تعيين قدر ټاکلى کيږي. د نورو فنونِ لطيفه د جواز، ضرورت او ارزښت لپاره چې د کومې سرچينې نه استدلال کيږي د ګډا لپاره هم نړۍ دغه منبع پکاروي. انساني جبلت کښې يو خصلت دا دى چې دې اشياوو، مظاهرو، حرکاتو سکناتو او نظرياتو کښې د يو خاص قسم پېټرن جستجو لري. دې جستجو ته ساينسدنانو د پېروډوليا/pareidolia نوم ورکړى دى. د نوې څېړنو تر مخه دا جستجو او د دې مېکنزم يا حرکيات په انساني دماغو کښې خپل مخصوص مقام لري. او د دې حرکيات د همدغه مقام د فعاليت نه څرګنديږي. ګويا دا د پېرودوليا نيورولوجيک ګواهي ده. د همدې جستجو د فعاليت نه اسطورې ارتقا بياموندې ده. ورسره قيصۍ پېل شوې ده. او همدې يون کښې ګډا هم د يو منظم پېټرن په اساس خپل فني بنياد ترلاسه کړى دى.
لکه څنګه چې د تهذيبي يون تحفظ پېژنګلو او ملکيت کښې فولکلور او شفوي/شفاهي ډسپلن يا شفوي تاريح/Oral History يو مقام لري. همدا رنګ ګډا په بېلابېلو تهذيبونو کښې د Non verbal historical record وسيله پاتې شوې ده. د شاعرۍ په اساس چې به څنګه فنون ياد پاتې کېدو لره منظومه کېدل يا به پرې د پروپګنډې مثبت او منفي جيلب مخ په وړاندې بوتللې کېدو همدا رنګ د ګډا په توسط به قدرونه، رسمونه، منخښتې او نور کارونه ترسره کېدل. په نظري او عملي دواړو حوالو دا پېټرن لوبول ډېر ظالم څيز دى. د دې تازه مثال د يوګا محصولات دي. د يوګا د لاس ته راوړنو يو زورور عمل د سا د پېټرن حرکياتو سره تعامل دى. دې ته ساينسي سند او ارزښت يا کوټلي بنيادونه ورستو ترلاسه شوي دي او د دې تاريخواله بيخي زړه ده.
د هندي تهذيب اثارياتي ذخيره کښې د ګډا نخښې نيخښانې تر دېرش زره کلونو د قدامت ګواهي ورکوي. دې مد کښې د امبادېو او بهمبټکا د غاريز انځورګرۍ نه تر د ايلورا او اجنتا تاريخ ډېر څۀ په ګوته کوي. دا عمل دې خطه کښې اوس هم د مذهب اساسي تربيتي او عباداتي برخه منلې کيږي. سمېري تهذيب چې دورانيه ئې عموما د نولس سوه نه تر د څلورنيم زره کلن قبل مسيح پورې ټاکلې کيږي او اکادي تهذيب چې دورانيه ئې د يويشنيم سوه نه تر د ديرويشت سوه او څلور دېرش قبل مسيح پورې ټاکلې کيږي. دې کښې ګډا د عبادت اسطورې او شاهي تشريفاتو لازمي برخه وه. د اېننا او ايشتر متعلقات د دې ګواهي کوي. د دوي د برياوو لمانځنې سره سره د ماتم کولو سرګرميو کښې هم ګډاګانې شاملې وې. نه صرف شاملې وې بلکه ورته سپېڅلتيا هم ترلاسه وه. ګويا دا عمل يو محض د تفريح ذريعه نۀ وه. د انسان او ماورائي نړۍ ترمنځه د يو پل کردار لره دا کارېدله. دغه تسلسل تر د بابليانو او ورستو د يهوديانو د عبراني ذخيرې پورې او بيا تر دې دمه څۀ نا څۀ صورت کښې قاېم دى. لکه يهودو کښې اسرائيلي فولکلوري ګډا په سينيګاګ او سماجي غونډو کښې نن هم دوام لري. بله The mitzvah tantz هغه ګډا ده چې دوي ئې د وادۀ په موقع د زلمي او ناوې سره کوي. دا رنګ پورېم/Purim د دوي يوه بله ګډا ده چې نن دا د رېپ ډانس بېلابېل صورتونه هم لري. مسيحي روايت کښې يوه ګډا د پرېز ډانس/Praise Dance په نوم دوام لري. او د دې پالنه کښې هم مذهبي اساس کارفرما دى. مسيحيت کښې يوه بله ګډا د ټېمبورين ډانس/Tambourine Dance په نوم ياديږي. معاصره ګډا کښې يو جديد قسم د عبراني فولکلوري ګډا د مسيحي پرېز موسيقۍ سره کيږي. دا ګډاګانې داسې نۀ دي چې دوي ټول ئې ټول په ټوله هر ځائى مني او عملي کوي. څوک ئې رد کوي، څوک ئې مشروط مني او څوک ئې عملي کوي نه خو مني ئې ضرور. د دې تهذيبي تاريخوالې نه علاوه يو بل زورور اضافي شهادت د ګډا د ارزښتمن وجود دا ورکولې کيږي چې کۀ يو د يونيم کال يا دوه کالو ماشوم چې لا ئې خبرې هم نۀ وي زده کړې او هغۀ ته موسيقي ولګوې نو هغه ورسره بې اختياره او په اختيارمنه توګه داسې حرکات سکنات کوي چې هغه د ګډا وي. دا رنګ همدې مهال باندې د دې ماشوم د مخ، سترګو او شونډو تاثرات د خوشګوارۍ ګواهي کوي. د يو ناپوهه ماشوم دا ردعمل د دۀ د کلي جبلت پېژنګلو کښې مهم کردار لري.
معاصره نړۍ کښې ګډا بطور د يو اکېډمک ډسپلن
١. په کال نولس او دېرشم کښې lamentation 1930 martha graham د نوحه/Lamentation په نوم مارتها يوه ګډا سټېج کړه. دا اداکاري د کوريوګرافي يوه غوره نمونه وبلل شوه. کوريوګرافي د ګډا د کمپوزيشن لپاره هغه ساينس دى چې د تخييل او نوښت نه کار اخلي. دا ګډا د بورقې په شان يو لباس کښې شوې ده. او د دې حرکاتو سکناتو تعبيرونو کښې تنقيدي روايت د دغه فنکارۍ متنوع تعبيرونه سپړدلي دي. د زنانه د ژوند سره تړلي پړاوونو او جبرونو ته دا يو ناوياته اظهار وګرځولې شو.
٢. څنګه چې ارټ د انساني تهذيب روزنه کښې لاس کوي دا رنګ د سوان لېک/Swan Lake په نوم د ګډا يوه ننداره وړاندې شوه. دا په اتلس سوه او اووۀ اويايم کښې په ماسکو کښې وړاندې شوې وه دې کښې د ګډا په ژبه روسي او الماني فولکلوري قيصۍ ته د حرکاتو جامه اغوستې شوې ده. دا يوه المياتي رومانوي قيصۍ ده چې د ژبې او ټکو برعکس د حرکاتو په توسط ثبت شوې ده. دې اداکارۍ ته ترلاسه شوې په کلونو کلونو بېلابېل قسمه تسلسل تنقيدي روايت خوندي کړى دى.
٣. يوه المانۍ کوريوګرافره Pina Bausch ده. دې په تاثراتي ګډا کښې ډېره ورکړه کړې ده. دې په نولس سوه او اتۀ اويايم کښې د Caffe Muller په نوم يوه ننداره وړاندې کړې وه. دې کښې د ګډا شپږ فنکاران دي. درې سړي او درې ښځې. دا ننداره د ګډا په ژبه انساني ژوند کښې د انحصار، ښکېلاک او باور په ضرورت او ارزښت بلها جمالياتې ورکړه رابرڅېروي.
٤. هندي کلاسيکي ګډا کښې Bharatanatyam يوه داسې ګډا ده چې د تاثراتي ژبې اظهار او مذهبي قيصئ پکښې په ګډا کښې ترسره کيږي. سوېلي هند کښې د دې تاريخواله درې سوه کاله قبل مسيح پورې ده. دا خپله تومنه د هندي روحانياتو او جېن ازم/ جين مت نه اخلي. نيزدو تاريخ کښې بالا سرسوتي او رکميني دېوي د دې ساحې سترې هستۍ منلې کيږي.
٥. ميخائيل برېشنکوف/Mikhail Nikolayevich Baryshnikov يو روسي کوريوګرافر دى. دۀ د اداکار په توګه هم ډېره ورکړه کړې ده. خو د دۀ ورکړه د انساني حرکاتو د موسيقۍ سره د تړون په اساس ډېره ستائلې کيږي. د انساني حرکاتو هغه پېټرنز چې د وائلن موسيقي او د دې اغېز نور سېوا کوي دۀ دې مد کښې خورا زيار وباسلې دى او د دۀ هدايات پېمانه ګڼلې کيږي.
٦. ګډا يو کلتوري ارزښت لري. دا د کلتور ذخيره سمبالوي او د پېژنګلو لوازماتو کښې فطري غوښتنې پوره کوي. دې مد کښې د امريکا د ځائي خلقو ګډا چې په powwow dance ياديږي د غور وړ ده. د افريقائي قبايلو ګډا هم دې مد کښې د يادولو ده. ټولنيزو غونډو کښې د سالسه/Salsa او ټانګو/Tango ګډا په مقامي قامي او سيمييز شناختونو کښې غټه ونډه لري
٧. څنګه چې نور فنون لطيفه د ارتقا نه تېريږي دا رنګ د ګډا فکر و فن هم د ارتقا نه تېريږي. دا فن هم په سياسي او سماجي او سوشيوپوليټيکل مېدانونو کښې ورکړه کوي. دا د فعاليت، ازادۍ او مزاحمت زمينه جوړوي. لکه تاريخ کښې د Strange Fruit نومې نظم قيصه او ننداره يوه کېس سټډي کېدى شي. دې د شهري حقونو غورځنګ او د يوې ټولنې د پېژنګلو رد کولو خلاف يو غېرمعمولي کردار لوبولى دى. د انساني شناخت بحث کښې څنګه فلم ډرامه شاعري او انځورګرۍ کردار لوبولې دى دا رنګ د انساني حرکتونو، ګډا او تاثراتو په زور د کوريوګرافي نندارو هم ونډه لرلې ده. د جنګ د مخنيوي لپاره دې فن ورکړه کړې ده. لکه دې مد کښې د بلها مثالونو په ځائې به د يوې نندارې په مثال اکتفا وکړو. د شلمې پېړۍ په درېمه لسيزه کښې Kurt Jooss د “ګرين ټېبل” په نوم د جنګ مخالف کوريوګرافي يوه ننداره د مرګ ګډا په اتۀ منظرونو کښې وړاندې کړه. د دې اغېز او نتيجې تنقيدي روايت خوندي کړي دي.
٨. د ګډا او بربنډتوب تړون يوه مهه موضوع ده. دا متنازعه بحث دى. ځينې ګډا د مطلق بربنډتوب پېلامه بلي نو رد کوي ئې. ځينې ئې مشروط اجازه ورکوي. لکه داسې چې سياق سباق، انساني رضا او پېغام د مادي جسماني ښودنې نه څو چنده بالا وي نو سمه ده ګني نۀ ده. دې مد کښې سمېري اکادي يوناني او هندي تهذيبونه هم د وجود د مکمل يا نيمګړې ښکاره کولو سره مذهبي او ټولنيزې سرګرمۍ ترسره کولو بېلابېل صورتونه مطرح کوي. يوه بله نکته دلته د فحش او عريان ترمنځه د فرق هم ده. فحش هغه وي چې د جنسي تلذذ لوازمات لري او عريان هغه وي چې بربنډتوب لري خو تلذذ نۀ لري. لکه بيخي تازه زيږيدلى ماشوم يا فلم کښې په چا د ظلم منظره کښې لغړتوب. د دې موخر الذکر فرق په اساس دغه لغړتوب د ازادۍ، سفاک سپين ريشتياو او د زېږون او بيرته زېږون پړاوونو له د استعارې په توګه ګډا کښې پکارولې شوې دى. نيم لغړ وجود باندې ګډا هندي مندرونو کښې، قديم يوناني اولمپياډ کښې د بريا يا عباداتو په توګه يا د قبائلي رسمونو په لوازماتو لکه د افريقائي قبائلي ګډاګانو صورت کښې دا د لغړتيا هغه صورت نۀ ګڼلې کيږي کوم ته چې فحاشي وائي. دا رنګ لغړتوب د مزاحمت لپاره کارول هم د معاصرې نړۍ وسيله ده. د فېمنسټ غورځنګ فعاليتونه جلسې جلوسونه او نعرې د دې عنصر يو بل رخ په ګوته کوي. په ګډا کښې د نيم يا پوره لغړتوب ګنجائش دې جواز سره چې دا عريانيت دى او دې کښې د جنسي تلذذ عنصر نيشته، سره نور هم لازمي څۀ شرطونه دي لکه نيت اراده او اقدام به د استحصال نۀ وي د معنويت د بريا به وي. په اداکار به جبر نۀ وي د دۀ رضا به اخري او حتمي حېثيت لري. دا به د کلتوري احترام حدونه نۀ ماتوي. کۀ ماتوي نو متروک کولې به شي. دا به مخصوص کتونکيو لره وړاندې کيږي.
٩. د اقوام متحده ادارې يونيسکو ګډا د کلتوري ذخيرې د يو توکې په توګه منلى دى. د چين chines lion dance د سپېن Flamenco Dance او د ارجنټينا Tango ګډا د کلتوري ارزښت وړ منلي شوي دي.
١٠. نيزدو موده کښې يو برطانوي بنګله دېشي کوريوګرافر اکرم خان يوه ننداره وړاندې کړې وه. دا د ډيجټل نړۍ ذخيره کښې د “Akram Khan’s Xenos” په نوم خوندي ده. دې کښې معاصر انساني حرکتونه د کتهک ډانس سره ګډ شوي دي. دې لپاره چې د اولني نړيوال لام ټراما پکښې خوندي کړي.

معاصره نړۍ کښې د ګډا نړيوالې ادارې
١. په لندن کښې The Royal Ballet School چې عمر ئې يو کم سل کاله شو. په نولس سوه او شپږويشتم کښې د دې رده اېښودې شوې وه.
٢. په پېرس کښې Paris opera ballet school دى چې د دې بنياد په اوولس سوه او ديارلسم ز کال کښې اېښودې شوې وۀ او تر دې دمه د ګډا او د دې متعلقاتو باندې يو نړيوال شهرت او اعتراف لري.
٣. د روس په سېنټ پيټرزبرګ ښار کښې په کال اولس سوه او اتۀ دېرشم کښې د Vaganova ballet academy په نوم يوه اداره جوړه شوه چې تر دې دمه دغه مد کښې ورکړې کوي.
٤. نولس سوه او پينځم ز کال نه په نيويارک کښې يو سکول د The Julliard School په نوم اباد شو. دوي د ګرېجوېټ پوسټ ګرېجوېټ او ډاکټرېټ پوره باضابطه او رسمي زده کړې ورکوي. غېر رسمي زده کړې ئې د دې نه علاوه ترتيبات لري.
٥. د کېنډا په ټورنټو ښار کښې د National ballet school of canada په نوم سکول چې په کال نولس سوه او نهۀ پنځوسم کښې جوړ شوې وۀ او تر دې دمه دغه مد کښې خدمات ورکوي.
٦. په کال نولس سوه او څلور پنځوسم کښې د چين په بيجنګ کښې د Beijing Dance Academy جوړه شوې چې تر دې دمه کار زيار کوي.
٧. د هند په چنائى کښې د kalakshetra dance school په نوم اداره چې په کال نولس سوه او شپږدېرشم کښې پېل شوې وه او تر دې دمه دوام لري.
٨. په نېدرلېنډ کښې نولس شوه او دېرشم نه پېل شوې پوهنتون Codarts university for the arts په نوم اداره
٩. په کال نولس سوه او اتۀ پنځوسم کښې پېل شوې the Alvin Ailey American Dance Theater چې تر دې دمه جريان لري.
١٠. کال نولس سوه او اووۀ شپېتم نه نيو زيلېنډ کښې مشهور د The New Zealand School of Dance دوام لري.
١١. د مصر قاهره ښار کښې د کال نولس سوه او نهۀ پنځوسم نه تر دې قايمه اداره Eygyptian acadmy of arts کښې د شرقي ګډا تخصصات ډېر شهرت لري.
١٢. د اسرائيل تل ابېب کښې د کال نولس سوه نهۀ اتيائم نه قائمه اداره د Suzanne dellal centre for dance and theatre په نوم کار کوي.
د دې باضابطه ادارو نه علاوه په شلګونو نورې ادارې هم شته چې د دې فن په باب له زده کړې ورکوي. دا فن ئې يو باقاعده او باضابطه اکېډمک ډسپلن ګرځولى دى. بيا د دې ډسپلن ئې د نورو علمي مېدانونو سره په تړون ګډ کار کړى دى. لکه د ګډا او يوګا تړون، د ګډا او فيزيالوجي تړون، د ګډا او نفسياتو تړون، د ګډا او تنومندۍ يا athleticism تړون او داسې نور ډېر بين العلومي پېوستونونه. زمونږ په سيمه کښې د دغې اظهار ارتقا د مذهبي قدرونو او سماجي جوړښتونو له وجې بل رخ موندلې دى. د صوفي رقص نه علاوه يو قسمه ګډا ته هم اعتراف نۀ دي ملاو شوې. دا اعتراف هم ډېر محدود دى. دې نه علاوه اتڼ ته سماجي اعتراف ملاو دى خو دا هم محدود دى. عبدالکريم بريالي “په مونږ کښې زنديق نيشته” نومې کتاب کښې د اتڼ او ګډ اتڼ برګ اتڼ ګډه امۍ په تاريخ او سماجي ارزښت بشپړه رڼا اچولې ده. د اتڼ غاړو په حواله لږ کار شوى دى. د دې نه پرته د دې کلتوري اظهار وده او ارتقا کښې چې نورو ټولنو څنګه تعامل کړى دى پښتنو داسې نۀ بلکه د دې برعکس تعامل ښکاره کړى دى. وجوهات ئې بدامني تشدد او دې سيمه کښې سياسي انجنرئنګ دي. ظاهره ده چې کله داسې صورتحال وي او د نورو وګړيو بدل حال وي بيا د سوشل ميډيا او د انفارمېشن بهرمار وي. د هر چا ورته رسد وي خو د کنټرول کولو واک ئې د يو مخصوص نظام لاندې وي نو د انسان د جبلت دغه د اظهار ذريعه به نامناسب صورتونه هم خپلوي. دا اظهار لازمه نۀ ده چې هم دې صورت کښې دې ارتقا وکړي بلکه د خپل سماج او ټولنې قدرونو سره سم دې د جسماني قواو د ايګزرشن لپاره مقامونه وي نو نامناسب صورتحال به قابو وي. خو بدبختانۀ د لوبو مېدانونه هم د يوې مودې نه نشته. نور سهولتونه هم مفقود دي. او د تشدد د رواج لپاره انجنئرنګ هم په عروج دى نو صورتحال به ئې څنګه وي دا هر څوک متصور کولې شي.

(نوره څېړنه او شننه…. جاري)

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ