0

د زرنوش شهاب په شاعرۍ کښې تلميحاتي رنګونه

انساني ژبه د اظهار د بېلابېلوضرورتونو په توګه پکارولې شي لکه څنګه چې د دنيا هر څيز د يو ارتقائي عمل نه تېريږي هم دغه رنګ د ژبې د اظهار مختلفو اړخونو هم وده کړې ده نوي نوي ميدانونه پکښې پيدا شوي دي چې د خوند رنګ سره سره پکښې د تاثير خوږو هم خپل خوند راپرېښے دے او که مونږ دلته محض په مترنم ډول د انساني احساساتو او جزباتو د اظهار په حواله خبره کوؤ نو په دغه ميدان کښې هم انسان ډېر بره الوت کړے دے د اولسي رنګونو په ريګزار  علمي او سجيده ماڼو ته ختلے دے او د خپل مافي الضمير د غوره او موثره اظهار په لړ کښې ئې د معاني،بيان، او بديع علمي درنګونه راکنستي دي او ځان له ئې د کره او پوره اظهار کولو په حواله معارونه هم ټاکلي دي  او هڅه ئې کړې ده چې د احساساتو، جذباتو،مشاهداتو او تجرباتو اظهار په داسې ترتيب او اهنګ کښې وکړې چې  زړونه پرې راټول شي ـ

د دنيا د هرې ژبې وګړي تر خپله وسه او تر خپله حده د اظهار په دغه موثره ذخيره کښې خپله برخه شامله کړې ده چې پښتانه پکښې که د چا نه مخکښې نۀ دي نو وروسته هم نۀ دي ځکه چې د دغه مترنم اظهار د پاره چې د کومو وسائلو او مسائلو ضرورت وي هغه د پښتنو په خاوره د هر چانه زيات موجود دے  ځکه نو د پښتو د وړومبي نامعلوم شاعر نه واخله ترمعلوم شاعر امير کروړه او د امير کروړ نه واخله  تر ننه پورې پښتون وطن بې سندرو شوے نۀ دے په هر ځائے او هره سيمه قدرت داسې سندربولې پيدا کړي دي چې د پښتنو د احساساتو او جذباتو عکاسي کوي په دغه سپيځلو ښاغلو کښې يو محترم زرنوش شهاب صېب هم دے څوک چې د ملاکنډ ادبي او علمي تاريخ يو معتبر نوم دے چې اوس اوس مې د ګران ملګري شباب راڼېزي په خواهش د هغه کار او زيار تر ډېره حده په يو وخت د نظر نه تېر شو او د ملګري غوښتنه هم دغه وه چې د محترم زرنوش شهاب صېب د شاعرۍ په رڼا کښې د هغه د تشبيهاتو،استعاراتو،او کنعاياتو په حواله خپل نظر وړاندې کړم او په دغه سلسله کښې ئې راله درې کتابونه  په ارمان د ګلو،مات ستوري،او د بنجاري سندرې راکړل چي دوه نور کتابونه د ارمان په سيوري او دا خاموشي به د شپې زر ماته شي هم لري خو چې کله زما د نظر نه دغه وړومبي درې کتابونه تېرشو نو د متعلقه برخې علم بيان سره سره مې د بديع او معاني په حواله هم ډېر څه تېر شو او په دې نتيجه ورسيدم چې دغه دريواړه ميدانونه  د سندي تحقيق متقاضي دي ځکه نو ځان ژغورم چې د محترم زرنوش شهاب په شان کښې رانه د کوتاهۍ ګوستاخي ونۀ شي ځکه نو ځان صرف د علم بديع د يو اړخ  تلميح پورې  محدود ساتم او هڅه کوؤم چې څه نه څه د محترم د شاعرۍ په حواله مجموعي تاثر هم وړاندې کړم  ـ

محترم زرنوش شهاب صېب  يو لوستے شاعر دے  د خپلې طبعې زادې شاعرۍ سره سره ئې د نورو لوړو لکوالو غوره کلامونه  هم د شاعرۍ په ژبه ژباړلې دي په مختلفو صنفونو ئې لاس بر دے د سنجيده او مخصوصو صنفونو سره سره ئې په عوامي رنګ کښې رنګه شاعري کړې ده چې د پښتنې کلتور او کليوال ژوند بشپړه عکاسي پکښې کشيد شوې ده د ژوند د پريوتې طبقې په غم  ئې په هر قدم ساندې وئيلې دي او د يوې لمحې د پاره ترې غافله شوے نۀ دے د ترقي پسندۍ سره سره ئې په قامي حواله هم خپل درد او کرب شريک کړے دے د غم جانان او غم دوران نه ډک په غم لړلي خپل احساسات او جزبات ئې په ډېره هنر مندۍ او استاذۍ په خپل فن کښې ځائے کړي دي په حېث د يو استاذ ئې  پښتنو بچو ته د مستقبل لارې سمې کړې دي او په ادبي حواله ئې ډېر زلمي روزولي هم دي

لکه څنګه چې وړاندې د تلميح په حواله ذکر وشو چې زه هم په دې ليک کښې د محترم زرنوش شهاب صېب په فن کښې هم په دغه حواله مختصر ليک کووم نو بايد اول د تلميح په حواله خبره ووشي تلميح ته په انګريزۍ کښې Allusion  وائي چې د علم بديع د ميدان يو صنعت دے هغه مشهوره خبره واقعه يا حادثه هغه که مزهبي وي که تاريخي وي او که سياسي خو چې په څه نه څه شکل کښې ورسره خلق اشنا وي دغه شان يو شخصيت يو څيز يا يوه حواله راوړل په شعر کښې هم په تلميح کښې راځي په نورو لفظونو کښې مونږ وئيلے شو چې د يوې واقعې ،حادثې او قابل ذکر خبرې ته په شعر کښې اشاره کول تلميح وي د هرې واقعې يا حادثې په واقعه کېدو کښې که يو خوا کردارونه وي نو بل خوا دغه واقعه يا قيصه چرته په يو ځائے کښې هم کېږي ځک نو داسې ډېر ځايونه،کردارونه او څيزونه شته چې د نوم اخيستو سره ئې يوه قيصه يا واقعه رامخې ته کېږي ځکه نو که هر څو دغه واقعه يا قيصه په تاريخي حواله محفوظ وي خو په ادبي حواله او په خصوصي ډول په منظوم شکل کښې ډېر په خوند رنګ او مختصر ډول په بشپړه توګه وړاندې کېږي زما په خيال داسې شاعر به نۀ وي چې په کلام کښې به ئې د تلميح استعمال نۀ وي کرے ـ

محترم زرنوش شهاب يو لوستے او استاذ شاعر دے ځکه نو که يوخوا ئې تاريخي شعور شته نو بل خوا د تاريخ په اهميت هم پوهه دے ځکه نو په کلام کښې ئې په شعوري او غېر شعوري توګه تلميحات او تلميحاتي رنګونه په نظر راځي  چې پکښې مذهبي،تاريخي،روماني  او سياسي واقعات او قيصې د سړي ذهن ته رامخې ته کوي د مثال په توګه دا څو مذهبي، تاريخي،روماني او سياسي واقعې کله د کردارونو او کله د ځايونو په حواله رامخې ته کوي که هر څو ډېر ځله دغه کردارونه د تشبيهـ په توګه پکاروي او مقصد ئې هر ګز هغه واقعې رامخې ته کولو ته نۀ وي خو بيا هم تلميحاتي رنګ ضرور لري

چې هر فرعون د زمانې شي رسوا
دلته به هله په عزت کښې شي ژوند

چې د جانان د حسن نور ورېږي
خود به جلوې په کوه طور ورېږي

د يوسفي حسن جلوؤ ته تور نقاب اچوي
نادان د حسن په بازار باندي قدغن لګوي

لاس په نامه دي ښاپېري او پېريان
حسين په تخت د سليمان ناست دي

لکه شمر د ګوټ اوبو په طمع
د رود په غاړه ماشومان مۀ سېزه

اوس داسې ده لکه په دشت د کربلا کښې ئې ناست
يزيد شمر درله مات کړے دے کنډول ملنګه

“حسېن د امن ترجمان دے”

مونږ شهاب خېل يو مغل خېل خو نۀ يو
چې په بابر او همايون پسې ځو

ستا تاج محل دې عجوبه وي همېش
زما د ستر بابا نشان مۀ سېزه

که شاه جهان اوس شاه جهان نۀ دے
خو د اګرې تاج محل وران نۀ دے

زمونږه کلي ته پخپله راځي
 نۀ په ليلیٰ نه په مجنون پسې ځو

د وخت مجنون چې ئې ليلیٰ د کوڅې سپي ښکول
زمونږ د دور سپوږمۍ دومره ترېدلې نۀ ده

اخر باچا ؤ چې فرهاد ته ئې يو شرط ايښے ؤ
زمونږ غريبه شرين ددومره نازولې نۀ ده

ماته راياد شي جاپاني ماشومان
 څوک چې نامه د ايټم بم اخلي

ډاکټر سمندر يوسفزے

پښتو څانګه ملاکند پوهنتون

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ