0

اپینډےسائیټس (Appendicitis):

اپینډےسائیټس (Appendicitis):
اپینډکس (Appendix) د یوې وړوکې کولمې نوم دی او اپینډےسائیټس د دې کولمې سوزش یا زخم ته ویل کېږي.
– اپینډکس ته ورمی فارم اپینډکس (Vermiform Appendix) هم ویل کېږي. دا د لاطینې ژبې لفظ دی، چې د چینجي معنا ورکوي.
– اپینډکس د غټې کولمې د سیکم (Cecum) په نامه د برخې نه وتلې یوه وړه شان کولمه ده.
– د اپینډکس د پوزیشن معلومولو خپله طریقه ده د اناټومي له مخې، خو په اسانه ټکو کې ګیډه په څلورو برخو کې تقسیم کړئ. اپینډکس د بدن په ښي اړخ کې د لاندینۍ برخې څلورمه برخه کې موجود وي (Right Lower Quadrant).
– د اپینډےسائیټس درد د نامه غوټۍ خوا و شا نه شروع کېږي، بیا ګیډه کې ګرځي او د بدن ښي اړخ لاندینۍ برخه کې په یو مخصوص ځای کې ودېږي. دا درد د عامې ګیډې له درده سخت او زیات تکلیف ورکونکی وي.
– د درد نه علاوه تبه او اولټۍ یې هم لویې نښې دي.
⬅تشخیص:
د اپینډےسائیټس معلومولو لپاره مختلف ټیسټونه کېږي لکه د وینې ټیسټ (CBC)، د متیازو ټیسټ، الټراساونډ، او سی ټي سکین (CT Scan) وغیره.
– یو قابل او تجربه کار ډاکټر یې د فزیکي معاینې له لارې په اسانه معلومولی شي.
⬅درملنه:
د اپینډےسائیټس یواځینی حل/علاج اپریشن دی.
– اپریشن په دوه قسمه کېږي:
1. Open Surgery
یعنې په مخصوص ځای دوه نه څلور انچه پورې کټ لګول کېږي.
2. Laparoscopic Appendectomy
د کیمری په ذريعه.
– د کولاؤ اپریشن په نسبت، د کیمري په ذريعه کېدونکی اپریشن اسان وي او ناروغ زر صحت یاب کېږي.
– که علاج کې کې تاخیر وشي، نو اپینډےسائیټس چودېدلی شي او جراثیم ټول بدن کې خپرېږي چې نورې ناروغۍ منځ ته راوړي.

👈د اپینډکس د اپریشن په ذریعه لرې کولو ته د اپینډکټومي (Appendectomy) وایي.
👈د اپینډکس لرې کولو سره هېڅ کوم کمی په انسان کې نه راځي.
👈انسانانو کې د اپینډکس کوم خاص کار معلوم نه دی، یعنې دا یو غیر فعاله عضو (Vestigial Organ) دی. ځینې څېړنې ښيي چې اپینډکس د هاضمې او مدافعتي نظام کې مرسته کوي.
#الیګزینډر_حسین_ننګیال

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ