163

د قبيلو ، خېلونو ، طبقو ، صنفونو يا شخصياتو تمسخر

د قبيلو ، خېلونو ، طبقو ، صنفونو يا شخصياتو تمسخر
د انساني تاريخ په اوږدو کښې که وۀ ګورو نو د تمسخر څه نه څه شکل يا صورت په هر دور کښې په نظر راځي. هر انسان په بل پورې خندلي دي ، ټوقې يې ورپورې کړې دي ، مسخرې يې ورپورې کړې دي . خو زياتره زورور په کمزوري پورې کړي دي ، ښايستوو په بدرنګو پورې کړي دي ، مړو په وږيو پورې کړي دي ، پوهانو په ناپوهو پورې کړي دي او داسې نور نور.
زورور هغه خلق وي چې حاکم وي ، دولت مند وي ، هډ يې مضبوط وي ( د ښځو مقابله کښې سړي ، معنا صنفي مضبوطي) ، پوهه وي يا په اکثريت کښې وي . د مثال په توګه:
* هندوستانيان/پښتانۀ وحشيان دي.
* هندوستانيانو او د سپيو راتګ منع دے.
* که وزير دې ښے لاس شي نو پرې کوه يې.
* بنوڅے که مړ وي اعتبار پری مه کوه .
* بنګ به لرګے نۀ شي خټک به سړے نۀ شي.
* بونيرے چې نېستي ووهي ملا د اشنغر شي.
* غريب خداے کړې ، خو دووس چا کړې.
* توکل نر دے هيله ښځه.
* ښځه د ګڅې پوښتۍ نه پېدا شوې ده.
* پښتانۀ دهشت ګرررد دي.
دغه شان تمسخر يا پچموزي يا ټوقو د پاره پښتو کښې کوم مخصوص نوم نۀ شته. انګرېزۍ کښې ورته Stereotype وايي او سټېروټائپ اردو کښې معنا دقيانوسيت کېږي. يعني روايتي تصورات . مونږ ورته دلته تمسخر ټکے کارولے دے ، ټوقې مو هم ورته وۀ ل يکل . خو ماته احساس دے چې تمسخر يا ټوقې بېځي بل شے دے. ځکه چې دا قسمه جملې چې کله د طاقت په نشو مستو (زورور يا ښايسته يا دولت مند يا سړے (صنفي) ، فرد ، خاندان ، قبيله ، قام) له خوا جوړېږي (Jensen, S. Q. (2011) نو هغې کښې مسخره کمه وي ، مزاح پکښې کم وي ، د خندا عنصر پکښی کم وي ولې د طنز او سپکوي عنصر پکښې زيات وي. نو ځکه دې ته مسخره يا مزاق يا ټوقه نۀ شو وئيلے. انګرېزۍ کښې يوه اصطلاح Other, Othering, Otherness کارول کېږي چې معنا يې د ځان او د بل تر مينځه اختلاف دے. يعني بل شان والے يا پردے والے کېږي ، دې کښې د “مونږ” او “تاسو” تصور راځي. “مونږ” کښې د يو شان والي او يووالي تصورات شامل وي ولې د فرق تصورات بيا په “دوي” ټکي کښې را وۀ نغاړل شي(Bauman, Z., & May, T. (2004). )
يو بل فرد ، خاندان ، قبيله ، قام کښې چې کله څۀ کمے په نظر راشي. يعني چا ته چې وئيل کېږي هغۀ ته کمتر وۀ کتل شي او څوک چې دا جملې وايي ، هغه د برترۍ د احساس سره مخ وي. په نورو ټکيو کښې د بل په کمتر يا کمزور ثابتولو کښې خپله پېژندګلو (Identity) ښودل يا ثابتول وي. د اوکولي (Okolie) په خيال پېژندګلو اصل کښې د ځان احساس کول وي او د پېژندګلو کولو يا ثابتولو بنيادي غرض (نتيجه) د طاقت نابرابرتيا ښودل وي ، ځکه چې دوه بېلابېلې ډلې (يا خاندانونه يا قبيلې يا قامونه) چرته هم خپل ځان او بل (يا نور) په يو شان او رنګ د وړاندې کولو اختيار نۀ لري او نۀ يې لرلے شي. (Okolie, A. (2003). )
تمسخر يا ټوقې يا پچموزي که هر څومره د تاريخ په اوږدو کښې هم موجودې وي ، ولې هر کله چې دارنګې جملې د سياسي مفاداتو د پاره يا د نورو ګټو وټو د پاره وۀ کارولے شوې ، نو دا د نوابادياتي يعني د استعماريت د دورونو سره زياتې رېښې لري.
يادګیرنه: دا زما ريسرچ ارټيکل دے چې مکمل تفصيلات پکښې مندرج دي چې د اېډورډسعيد او هومي بهابا د بل شان والي يا استعماريت د مابعد نوابادياتي تيورۍ يعني کلونيل ډسکورس تيوريټيکل فرېم ورک لاندې وړاندې کړے شوے دے . خو دلته مې تش د ارټيکل پېژندګلو په دې نيت راوړه چې که د سټېروټايپ د پاره کوم ټکے يا اصطلاح چا راته په ګوته کړه يا کوم بحث پرې وۀ شۀ. مننه.

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ