د هر وخت خپلې عصري تقاضې او خپل ضرورتونه وي يوه داسې زمانه وه چې په ډېر کوششونو به چرته په اخبار يا رساله کښې چرته د شاعر نيم ،نوم او کلام وغېره چاپ کېدل دغسې په رېډيو او ټي هم خپل ځان اولس ته وړاندې کول د هغې نه هم ګران وو خو د وخت وخت سره د مېډيا په مختلفو شکلونو کښې فراخي راغله او شاعرانو او اديبانو ته د خپلو احساساتو او جذباتو په وړاندې کولو کښې اساني پېدا شوه خو کله چې سوشل مېډيا يعني ټولنېزې رسنۍ رامېنځ ته شوې نو بيا خو نۀ د ټي وي ،رېډيو هغه اهميت برقرار پاتي شو بلکې د اخبار او رسالې اهميت ئې هم کم کړو دغې ټولنيزو رسنيو کۀ يو خوا په ټولنه بدې اغېزې وکړې ولې څه مثبت اثرات ئې هم رامېدان ته کړل د منفي او مثبت په دغه موضوع بحث ډېر کېدے شي ولې که مونږ د دغې نه راتېر شو نو په دې خبره به مونږ متفق شو چې اوس ئې د استعمال نه انکار نۀ شي کېدے ځکه چې هم د دې ټولنيزو رسنيو په برکت به چې کوم خلک خلکو د کور خواته به خوړ کښې نۀ پېژندل هغوي اوس خلک په ورلډ کښې پېژني،د ټولنيزو رسنيو دانشوران لکه د ګرځنده ګيدړانو په څير د پرتو ازمريانو نه ښۀ شو ځکه چې هغوي په ميدان ولاړ دي په هره موضوع بېسيارنويسي کوي او په دې خبره کښې شک نشته چې شهرت هم لري او د عاموپښتنو دا شک دے بلکې يقين دے چې ګنې هم دوي د پښتو او پښتنو اصلي نمائندګان دي ـ زما په خيال هم دغه خلک نمائيندګان دي ځکه چې په مېدان ولاړ دي او په اصل کښې چې د پښتنو اصلي دانشواران دي هغوي د دې فريبه ډېر دور و دراز دي بايد چې هغوي هم راشي او په ټولنيزو رسنيو کښې خپل کردار د پښتو او پښتنو په حواله ادا کړي ـ
په تېر لږ وخت کښې د پښتنو څو ډيرو لويو لويو شاعرانو اديبانو د دې دنيا نه سفر وکړو او بيا دا بحث پېل شو چې پښتانۀ مرده پرست دي مړي ستائي په ژوند خپل اتلان نۀ قدروي په دغه وخت کښې ښاغلي ډاکټر سجاد ژوندون او ګران ډاکټر همدرد يوسفزي د رحمت شاه سائل څه شاعري وغېره په فيس بک شريکوله او زما له نظره دغه هر څه تېر شو ما ورته وليکل چې ولې نه مونږ سا ئل صيب په يوه منظم ډول په ټولنيزو رسنيو وقدروو، دواړو ملګرو ډاکټرانو زما تجويز ومنو او د هر قسم کومک کولو اراده ئې هم ښکاره کړه ـ شلم جون ۲۰۲۱ء زما په خيال په هغه وخت کښې موزون وه ځکه چې دا د اتوار ورځ وه د دې په شا نۀ خو څه منطق ؤ او نۀ څه سازش وو بلکې يو سپېځلے عقيدت او مينه وه ـ زما نه څو ملګرو دا پوښتنه هم وکړه چې ۲۰ جون د سائل صيب د پېدائش ورځ ده ؟ نو هغوي ته به ما هم دغه جواب ورکړو چې د خلکو په پيدائش کښې د ورځو او مياشتو فرق وي ولې د سائل صيب د پيدائش په تاريخ کښې د کلونو فرق په مختلفو ليکونو کښې راغلے دے بل د نازولو او قدرولو دا فېصله په داسې وخت کښې وه چې محض يوه هفته فاصله پکښې وه ځکه نو يوه مسئله د شلم جون په حواله دا هم راپېښه شوه چې هم دغه ورځ د پلارانو نړيواله ورځ هم ده خو زمونږ فېصله وه، شايد چې دغه فيصله د څو خواصو په ذهنونو درنه هم لګېدلې وي ولې په عوامي کچ دومره وستائيلې شوه چې د لر او بر پښتنو زمونږ نه دغه دورند بوج په خپل سر واخستو او د ټاکلې نېټې نه وړاندې پښتنو سائل صېب دومره وقدرولو چې مونږ ئې په خپله فېصله کولو خوشحاله کړو ـ په پښتنو کښې په دومره لويه پېمانه په ټولنيزو رسنيو سائل صېب ستائل او قدرول او په پښتنې ټولنه کښې قامي ورځ ورکول زما په خيال لويه خبره ده ـ
د سائل صېب د قدرولو په دې عمل څه سوالونه او اعتراضونه هم مخې ته راغله چې په سائل تر اوسه پورې کوم داسې علمي او فرهنګي کار وشو يا شوے دے چې مونږ هغه محض په ټولنيزو رسنيو وستائيو يا ئې انځورونه او نظمونه وغېره پرې شريک شي دغه سوال ډېر مهيم وو او اوس هم دے خو هم دا قسمه نازولو او قدرولو نقادانو او څېړنکارانو ته موقعه ورکړه ځکه نو ډېر علمي ليکونه مخې ته راغلل چې دا دے مونږ ئې په کتابي شکل کښې اوس ستاسو سره شريکوؤ،يو بل اعتراض دا هم مخې ته راغلو چې په سوشل مېډيا يعنې ټولنيزو رسنيو باندې سائل صيب قدرول اسان کار دے ځکه چې پېسه ټکه پرې نۀ لګي خو د دغې معترضينو په خدمت کښې دا عرض دے چې هر څه په پېسو نۀ کېږي کله کله يوه اېډيا يو خيال او فکر د کروړونو روپو کار کوي او ثبوت ئې هم زمونږ په ۲۰ جون د سائل په نوم ورځ ده په سائل صېب تر اوسه پورې لوے لوے پروګرامونه شوې دي خو په يوه ورځ د دنيا په هر ګوت کښې پښتنو د سائل ذکر د خپل وس دست مطابق وکړو هغوي ته يو فلېټ فارم مېلاؤ شو اوس کۀ دا يو پروګرام په عملي توګه چرته په يو ځائے کښې وې نو څومره خلکوبه هغه ستائيلے او قدرولے وو ـ
د دغه خيال او فکر په کاميابۍ کښې زمونږ د څو ملګرو هيڅ عمل دخل نشته ځکه چې په پښتنو رحمت شاه سائل يوځينے شخصيت دے چې پښتانه د هغه په شاعرۍ په يوه خوله دي البته کۀ دغه پروګرام ناکامه شوے وو نو بيا ئې اول زۀ او بيا زما دا نور ملګري ذمه وار وو خو د خداے رحم وو د منظومو پېرزونو سره سره ډېر علمي منثور ليکونه هم مخې ته راغلل ډېرو لويو لويو پوهانو خپل پېغامونه د وېډيوګانو په شکل کښې هم شريک کړل سندرغاړو د سائل د کلام زمزمې وړاندې کړې په ټوېټر، وټسپ، او فېس بک علمي بحثونه ووشو او د دغې ورځ د تېرېدو نه پس د سائل صېب په درناوي کښې په مختلفو ځايونو کښې پروګرامونه هم وشو او دغه سلسله له روانه هم ده ـ
د دغه کامياب کوشش نه پس مونږ دغه ورځ د سائل صېب د قدرولو او نازولو په توګه د نمانځلو هڅه بې رويه بې ريا جاري ساتل غواړو سائل د ټولو پښتنو سائل دے که چرته پښتانۀ دغه ورځ د سائل سره په منطقي حواله برابروي هم نو هغوي ته حق ضرور شته خو ماته لږه ګرانه هم ښکاري خو بيا هم هر څه ممکن وي ـ د سائل صيب په حواله چې په ټولنيزو رسنيو څومره هم منظوم او منثور ليکونه شوي دي هغه د ټولنيزو رسنيو نه لږ ما او زيات ملګري نويد جمال راټول کړي دي او هغې له ئې ترتيب هم ورکړے دے او کۀ چرته د چا ليک زمونږ نه پاتي شوے دے د هغوي نه بخښنه غواړو دا سلسله به کۀ خداے کړے وي روانه وي په دوېم کتاب کښې به ئې ضرور شاملوؤ په اخر کښې زۀ د ټول پښتنو ډېره زياته مننه کوؤم چې هغوي په ژوندوني خپل اتلان قدروي او زۀ طمع هم لرم چې پښتانۀ به د ژوند د هر ډګرخپل ټول اتلان ياد ساتي ـ
په درناوي
ډاکټر سمندريوسفزے
0