پۀ مينګور کښې مې څۀ کار وۀ نو دغه سحر مې هم لکه د نور کله پۀ شان د تلنګ نه پياده د کوټې لار ونيوه ـ د سحر لس بجې وې او خوړ هم تازه راوتے وۀ ـ دا خوړ به د تلنګ نه د کوټې کلی پورې اووه اته ځله د لارې نه تاوېدۀ نو ما به بار بار پېزار ویستل او پۀ پښو کول به مې ـ او کله به پۀ شږلنه خاوره پښې ابله هم روان شوم ـ ګنټه پياده مزل وۀ نو پۀ مزغو کښې څۀ نوي شعرونه هم شاربل – زما نه مخکښې یو سړے روان وۀ ـ د هغه سره د ټوکي یوه تېلۍ وه ـ هغه به چې د اوبو نه واغوښت ـ پۀ هغې تیلۍ به ئې څۀ چوف کړل او بیا به روان شۀ ـ
زۀ تجسس واخستم ـ چې دا سړے څۀ چل کوي ـ لږ چاق شوم ـ زۀ ئې وپېژندم ـ هغه پۀ دې کلي کښې د پرائمرۍ استاد وۀ ــ او د بل کلی په جمات کښې امام هم وۀ ـ ما ورته وې ” پۀ دې تیلۍ کښې څۀ دي او دا په مخه څۀ دم چوف کوې” ـ هغه مسکے شو ـ ماته ئې وې ـ ” هن لاس پرې اووهه ـ ما پرې لاس اوواهه ـ ما وې څۀ پاسته غوندې څيزونه دې راخستی ـ و مې نۀ پېژندل” ـ ما ته ئې وې – ډاکټر صېب دا ماران دی” ـ
د مارانو نوم اورېده وۀ ـ چې پۀ ما غونے زيګ زيګ شۀ ـ پۀ خله کښې مې لاړې وچې شوې ـ او ډېر پۀ نختی اواز کښې مې اووې ـ ” دومره ماران؟ دا کوم ځائې وو؟ دا چرته وړې؟ اؤ پۀ دې څۀ کوې ؟ ” هغه وې – ” دا ماران زۀ نیسم ـ زما سره ئې اجازه ده ـ خو پۀ اوبو له پاسه کار نۀ کوي ـ نو زۀ چې پۀ اوبو تېرېږم ـ بیا پرې دوباره دم اچوم ” ـ زما د استاد صېب نۀ وېره اوشوه ـ او لږ په فاصله ترې روان شوم ـ د ځان سره مې وې چې دے خو نه چیچي خو هسې نۀ چې ما له کار اوګوری ـ
لږ ساعت پس مې استاد صېب ته وې ـ ” دا اجازه به ماته ونه ښائې ؟ ” هغه اووې ـ ” پۀ یو شرط کۀ تۀ ماته د ستنو وهلو چل زده کړې” ـ ما ورته تن کېښودۀ ـ پۀ دې ګپ کښې کوټې ته ورسېدو او مونږ خپله خپله لار ونيوه – استاد صېب به راتلۀ ـ ما به ورته د ستنو چل ښووۀ ـ او هغه ماته دم زده کوۀ ـ هغه دم ماته اوس هم لږ لږ یاد دے ـ هغه څۀ لویه بګتۍ وه ـ خو سر ئې داسې وۀ چې ” پيچي پيچي تېری کتنا ذاته ـ ۱۲۰ ذاته ” او نور بلها ګډ وډ ټکی وو ـ
پۀ څو ورځو کښې مې دم پوخ کړۀ ـ ماران به مې کتل خو ماران زما له نصیبه لکه د انځر د ګل پۀ سترګو نۀ ښکارېدۀ ـ روزی خان چې زمونږ د هسپتال څوکیدار وۀ ـ او زمونږ پۀ ګاونډ کښې ئې کور هم وۀ ـ هغه ته مې خصوصي وېنا اوکړه ـ ما وې کۀ مار دې ولیدۀ ـ نو مړ کوئ بۀ ئې نۀ ـ زۀ به ئې نیسم ـ هغه طنزیه مسکے شۀ ـ ماته ئې وې ټیک ده ـ خبره په کلی کښې خوره شوه ـ چې ډاکټر صېب به مار نیسی ـ
یو سحر زۀ لا هسپتال ته نۀ ووم راوتے ـ چې روزي خان راته غږ اوکړو ـ ما ته ئې وې – ” ډاکټر صېب د هسپتال پۀ هغه غوه ګټه يو مار ناست دے – راځه کۀ نیسي ئې ـ زما خو رنګ څۀ واغوښتو خو هغه ته مې وې ـ ” دراغلم” ـ د دم ګړي د اجازې مطابق مې لږه شږه او ټوکے راوخستۀ او هسپتال ته ورسېدم ـ روزی خان راته وې ـ ” دا چمچه مار دے ګورے او ډېر خطرناک دے ” ـ ما خپله حوصله برابر کړه ـ هغه ته مې وې ” غم ونۀ کړې ـ هر څۀ شے چې دے خو نیسم ئې ” ـ
دغه تور رنګے چمچه مار د بلا بچے هم کۀ څۀ زما پۀ انتظار وۀ ـ چجه ئې کړې وه او پۀ لکۍ نېغ ولاړ وۀ ـ ما چې ورته د لږې فاصلې نه وکاتۀ ـ نو څۀ وېره غوندې راباندې راغله ـ او خیال راله راغے ـ چې پۀ دغه اجازه کښې خو ۱۲۰ قسمه ماران دی ـ کۀ وس پکښې د دې اجازه نۀ وی ـ او وچیچي مې ـ دے خو د شکل نه هم څۀ خطرناک غوندې ښکاری ـ
پۀ مېډيکل جورسپوډنس کښې مې چې د عامو او زهرجنو مارانو کوم قسمونه وئیلی وو ـ هغه مې پۀ مزغو کښې ګډ وډ شو ـ لکه چې زهرجن مارانو رنګ تېز وی ـ سر ئې درې ګوټیزے او شاته پلن وی ـ مرۍ ئې نرۍ وی ـ سترګې ئې برېښی ـ لکۍ ئې اوږده نرۍ وی ـ او چې قار شی نو د خپل ښکار نه سترګې نۀ اړوی ـ دا ټولې نخښې راته پۀ دې مار کښې ښکاره شوې ـ
وېره مې ښۀ سېوا شوه ـ زۀ لا پۀ دغه فکر کښې ورک ووم ـ چې روزي خان پۀ څنګل اووهلم ـ ما ته ئې وې – ډاکټر صېب ورځه پرې ـ د خيالونو سلسله منقطع شوه – ما وې ” هن …. ښا ” ـ دم مې شورو کړۀ خو هغه رانه هم پۀ خله کښې ګډ وډ شۀ او نرۍ خوله راباندې راغله ـ ما وې ” روزي خانه دم مم پۀ تندر وله خو ګټو ته لاس کړه او وله ئې ” ـ
#ډاکټرديداريوسفزے
178