108

د ارزاني خوېشکي په شاعرۍ کښې د جمهوريت ازانګې

د ارزاني خوېشکي په شاعرۍ کښې د جمهوريت ازانګې
محب وزير
پښتو(مجله) ، پښتو اکېډيمي ، جلد ۵۲ ، ګڼه۶۶۶ ،
جولايي/دسمبر ۲۰۲۳
جمهوريت يو ځانګړے (مخصوص) نظام حکومت وي ـ خو دا باقاعده د يوې ټولنې د رويو نوم هم وي ـ ځکه چې د دغه نظام حکومت خصوصيات په ټولنه اغېز کوي او د هغې نه مونږ داسې وايو چې دا ټولنه جمهوري ده يا غېر جمهوري ده ـ جمهوريت د انګرېزۍ د ډېموکرېسي (Democracy) ژباړه ده چې د يوناني ټکي ډېموس (Demos) او کراتوس (Kratos) نه ماخوذ دے ، د ډېموس معنا خلق/اولس/تيمان ده او د کراتوس معنا د طاقت(حکومت) ده ، نو په دغه لحاظ د ډېموکرېسي (جمهوريت) معنا د خلقو طاقت جوړېږي ، د جمهوريت يو تت غوندې انځور هم د پينځه پېړۍ قبل مسيح نه د اېتهنز دښار نه رانيول کېږي (۱)ـد پېژندل شوي امريکني مفکر ابراهام لنکن (Abraham Lincoln) ډېر اورېدل شوي تعريف تر مخه:
“Government of the people, by the people and for the people”.(2)
د خلقو د پاره د خلقو چوڼ کړے حکومت چې د خلقو وي (3) ـ
د جمهوريت د پاره انګرېزۍ د دېموکراسی يا ريپبلک (Democracy or Republic) ټکي کارول کېږي ـ ريپبلک يعني جمهوريه،دا د بادشاهت او امريت ضد ټکے دے، عمومي توګه دهغه هېواد دپاره کارول کېږي چرته چې نظام جمهوري وي (4) حکمراني پکښې د يو بادشاه يا ملکه په لاسونو کښې نه بلکې د منتخبو خلقو سره وي (5) ـ جمهوريه (ريپبلک) د لاطيني ټکي (Republic) نه وتے دے چې د رېز (Res) معنا د امر/کار يا حکم ده او د پبلک معنا د عامو/ټولو ده (6) ، يعني د ټولو حکم، د ټولو امر، د ټولو د شريکې کار ـ خو د دېموکراسي (جمهوريت) لغوي معناوې اولسي حکومت ، د خلقو حکومت يا بيا دهغه نظام نوم، د کوم تر مخه چې چوڼ شوي وکيلان (نمائندګان) واک ته رسي او د يوې ټاکلې مودې پورې حکومت کوي (7) ـ باقاعده سياسي ګوندونه پکښې موجود وي ، ټاکنې پکښې کېږي او په ټاکنو (انتخاباتو) کښې ګوندونه او اشخاص په بشپړه ازادۍ سره برخه اخلي ـ جمهوريت(دېموکراسي) هم د لاطيني ژبې Dēmoskaratiā نه وتے دے چې د demos معنا د خلقو او karatia معنا حکومت کولو ده (😎 ـ مطلب د خلقو حکومت يا د خلقو د حکومت کولو طريقه ـ د دواړو ټکيو يا اصطلاحاتو کښې لږ فرق موجود دے ، وړومبے خو لکه څنګه چې مو بره ولوستل چې جمهوريت د يو نظام نوم دے او جمهوريه د هغه هېواد نوم دے چرته چې د جمهوريت نظام موجوديت يا اطلاق لري ـ دويم دا چې جمهوريت نېغ په نېغه د حکمران انتخاب کوي او جمهوريه کښې د وکيلانو (نمائندګانو) په ذريعه (9) يو حکمران/مشر/صدر/وزيراعظم ټاکل کېږي ـ خو په عام مفهوم کښې دا دواړه اصطلاحات زياتره په يوه معنا کښې کارول کېږي چې مقصد يې دخلقو دحقونو،دخلقو د ستونزو ، د خلقو د سوالونو، د خلقو د خواهشونو، د خلقو د مايوسيو ، د خلقو د محروميو نه يوازې ادراک لرل وي ، بلکې د هغې د بشپړه حل کولو او خلقو ته انصاف ، حقوق او د ژوند نور ضرورتونه په وخت ور پوره کړي ـ جمهوري حکمران د اولس په زور ولاړ وي، جمهوري هېواد د اولس حقيقي ملکيت وي ، جمهوري نظام د اولس د رايو ترجمان وي ـ
جمهوري نظام باقاعده يو کلتور رامنځته کوي چې د مينې ، محبت ، يووالي ، پاسدارۍ ، د يو بل د خيال ساتنې او د يو بل د احترام کلتور وي ـ د قانون او آئين د حکمرانۍ کلتور وي چې هر څه پکښې د جمهور د منشا او مرضي او ګټو د پاره کېږي (10) ـ دغه کلتور ته په وده ورکولو کښې مهم لاس د ازادۍ وي ـ ځکه چې په جمهوري نظام کښې د ليک او وېنا بشپړه ازادي وي ، د حرکت او عمل ازادي وي چې په پايله کښې يې په سوچ او فکر کښې پراخوالے راځي ، بشري شعور پرمختګ کوي ، شعوري پرمختګ سره ټولنه او هېواد هم مخ په بره (ترقۍ) روان وي (11) ـ
جمهوري نظام د هر قسمه عقيدې ، مکالمې ، اشاعت ، مظاهرو ازادي او د بېلابېلو مذهبي او نسلي ګروپونو خپلواکي او د هر چا د پاره د قانون يو شان والے يقيني کوي او دا هر څه چې په يو نظام کښې سره راغونډ شي نو هغه بيا يو افاقي قدر وګرځي (12) ـ جمهوريت په ننني نړۍ کښې يو افاقي قدر ګرځېدلے دے چې د ازادۍ يو علامت ګرځېدلے دے ـ دا نظام اولسونو ته د خپلو حقونو د پاره د مبارزې لار ورکوي او د يو پرامن ماحول په ترڅ کښې د خپل وجود او پېژندګلو يوه وسيله ګڼله شي ـ جمهوري حکومتونه د شخصي او ډکټېټرشپ ضد نظام وي ـ دا د خلقو فېصله وي چې د خلقو د پاره وي ـ
پښتو ادب کښې روښاني غورځنګ د يوې داسې مهمې چينې کردار ترسره کوي چې له دغه ځايه زمونږ د ټول پښتو ادب اوبه خور روان دے ـ د دغه دورې مثال زمونږ د پاره بېخي داسې دے لکه د انګلېسۍ يا د نورو اروپايي هېوادونو د ژبو يا ادبياتو د پاره د يوناني يا لاطيني ژبو دے ـ پښتو ادب کښې چې هره کومه موضوع محققين لټوي ، نو د روښاني دورې روايت يې په پام کښې ضرور ساتلي وي ـ ځکه خو مونږ هم د جمهوريت يا جمهوريه د پاره د روښاني دورې اهميت له پامه غورزولے نه دے ـ ټولو روښاني شاعرانو کښې د جمهوري رويو/کلتور څرکونه ځاے په ځاے ضرور ليدل کېږي چې په خپل وخت به په هغې هم بحث وشي ، خو دا مهال مونږ د ملا ارزاني يا ارزاني خوېشکي په شاعرۍ کښې دغه څرک او درک ګوروـ
ملا ارزاني ( ۱۰۲۸هـ ـــ ۹۲۹هـ ) (13) چې د نوم نه يې ښکاره ده ، په بنيادي توګه يو مذهبي انسان وو او بيا د مذهب په دايره کښې د تصوفي فکر کلک علمبردار پاتې شوے وو ـ د بايزيد انصاري (پير روښان) اول مريد او وروستو بيا خليفه هم شو ـ خو د تصوف سره سره د هغوي په شاعرۍ کښې داسې ګڼ موضوعاتو شتون دے چې د نوي سائنسي دور سره بشپړه سمون خوري ـ
جمهوريت چې د اتلسمې پېړۍ راسې يې په نړۍ کښې په ښکاره ډول سر راپورته کړے دے ، هم د ملا په شاعرۍ کښې داسې نمونې په لاس راتلې شي چې د روښانيانو د تحريک ټول ويژن د سړي په ذهن کښې منقش کېږي ـ
د ملا ارزاني يو مکمل نظم (در بيان بادشاه و رعيت) ټول ټال په دغه موضوع ليکل شوے دے چې دلته يې زياتره برخه نقل کوم:
رعيت بېخ دے بادشـــاه ونـــه درخت سخت له بېخه بنه
رعيــت د بـــــادشــــاه ولـيـې د خپــل بېخ وليــې مه کنه
بادشاه درخت رعيت بېخ دے شاه خېمه رعيت مېخ دے
چـې رعيـــت ازارويــنــه… دين يې نشته شيطان سېخ دے
رعيـــت د شــــاه رمــــه دے دے نيولے په همه دے
د حــشر په ورځ نيــــولــے د رعيت په مظلمه دے
رعيــت د بــادشـاه غيــلـې و هر شه ته يې کړې وسيلې
پـــه قيامـت له هـــره شهــه حق پښتنې وکا بېلې
هر بادشاه چـې په تحت سور کا په رعيت بنا حق زور کا
هم يې زور به يې سور اور شي د ده ځاے به دغه اور کا
(د ارزاني خېشکي کليات: ۶۲۰ــــ۶۲۲)
دغه نظم کښې مونږ د ملا ارزاني د سوچ او فکر هغه انداز محسوسوو چې بادشاهت د پاره يې کوم اصول ټاکل غوښتل ـ دلته ارزاني د بادشاه ټکے صرف په دې معنا راوړے دے چې د هغه په وړاندې د رئيس جمهور يا صدراعظم (وزيراعظم يا صدر) د نومونو کوم مثال نه وه ، ګني نور که وکتے شي چې د رئيس جمهور د پاره يا د يو جمهوري حکمران د پاره نن سبا کوم څه وئيل کېدے شي ، هغه ارزاني خوېشکي څلور سوه کاله د مخه وئيلي دي ـ
اولس مشر/حکمران (بادشاه) د خپل رعيت په اساس مشر شوے دے ، اول ساده خبره خو دا چې که دا رعيت نه وے ، نو بيا د بادشاهت او حکمرانۍ يا مشرۍ به په چا کېدله؟ او دويم دا چې د يوې سيمې/خاورې/هېواد اصل ولي وارث خو اولس دے ـ بادشاهان/حکمرانان خو په تاريخ کښې د يرغلګر/بريدګر په صورت کښې او نن سبا خو زياتره (په وړو او د پرمختګ په لار روان [ترقي پذير] هېوادونو کښې ) په چتريو کښې راکوز کړل شي ـ نو ځکه ملا ارزراني د خاورې/هېواد حکمرانانو ته دا ښيئ چې که تاسو د خپل اولس د رايو ، حقونو ، د معاشي او ټولنيز انصاف غم ونه کړو نو ستاسو جرړې (وليې) به کمزورې شي او ستاسو د شان او شوکت دا غټې غټې ونې (درختې) به راولوېږي ـ دلته که خيال وکړو نو ملا ارزاني رعيت (اولس) يادوي يعني هغه کوم مسلمان يا هندو نه يادوي ، د دې واضح مطلب دا شو چې تش مسلمان (مسلمان رعيت) د بادشاه جرړې نه دي بلکې اولس ، هغه چې د کوم مذهب هم وي ـ دلته د ارزاني خوېشکي سره د جمهوريت اصل تصوير ، څه ته چې مونږ رواداري وئيلے شو ، زمونږ مخې ته راځي ـ ځکه چې د جمهوريت (اولسواکۍ) تر ټولو مهم توکے د ذات ، رنګ ، نسل ، مذهب نه پورته ښهريت (Citizenship) ورکول دي (14) ـ د يو جمهوري هېواد د پاره دا هغه اساسي توکے دے چې د ټولنيز ژوند د پرمختګ عمارت ورباندې ولاړ دے ـ رواداري ، زغم ، برداشت که په يوه ټولنه کښې وو ، نو هغه په ټولنيزو ، سياسي او اقتصادي لارو چارو کښې پرمختګ يقيني کولے شي ـ
پورتني نظم کښې ملا ارزاني د اولس زور او د اولس اهميت د بېلابېلو اړخونو نه د مثالونو په ترڅ کښې راښکاره کوي ـ کله يې د ونې جرړې يادوي ، کله يې د خېمې مېخونه بولي او کله يې رمه او بادشاه د دې رمې شپون ګڼي ـ دا د خېمې او مېخونو مثال يې ډېر حېرت انګېز دے ـ خېمه (بادشاه يا بادشاهت) که ډېره هم غټه او شانداره عاليشانه وي خو چې مېخونه (اولس) يې کمزوري وي ، نو د حالاتو د نري باد او باران او سيلۍ مقابله نشي کولے او که مېخونه يې ټينګ ، مضبوط او غښتلي وي نو هغه د هر قسمه سياسي او جغرفيايي حالاتو مقابلې ته ټينګ ولاړ وي ـ
يو بل ځاے کښې وايي:
ونــه تل له زړي وينــــــه په دا زړي د درخت مينه
چې ميــنه شـــــي له زړي سر راهسک کا له زمينه
(د ارزاني خېشکي کليات: ۴۷۵)
دغه بند کښې د ستر انسان ، لوړ انسان ، کامياب انسان يا مشر يا حکمران د پاره بيا د ونې مثال ورکوي چې ونه هله د زمکې نه خپل سر پورته کوي کله چې د خپل زړي نه وصلت واخلي ، د خپل تخم سره مينه ولري او د خپل اصل سره پېوست شي ـ هغه انسان/حګمران/بادشاه د ترقۍ او عروج بام ته رسېدے شي چې د اولس سره پېوست وي ، د اولس په ستونزو خبر وي او د اولس د خواهشونو ترجمان وي ـ
يو بل ځاے کښې د يو مشر د پاره د ونې مثال په يو بدل انداز کښې وړاندې کوي:
ونـــــه وزېـږي لــه بــــاره له دغ باره شي بارداره
دا چــــې ځي پورته سفر کا د دې خپل تخم د پاره
(د ارزاني خېشکي کليات: ۴۷۸)
دغه بند ته که په ژور نظر وکتے شي نو ابراهام لنکن هم دغه خبره (of the people, by the people and for the people) کړې ده چې د جمهوريت د تعريف په لړ کښې تر ټولو زياته او مضبوطه حواله ګڼله شي کومه چې مونږ هم د دې مقالې په سر کښې راوړې ده ـ جمهوريت د رايې د اظهار ازادي او خپله مدعا په هر صورت بيانولو ته هم يوه لاره پرېږدي ، لاندينۍ بيتونو کښې مونږ دغه خوا ته يوه داسې اشاره په لاس راځي چې ارزاني د يوې داسې ټولنې فرد جوړېدل غواړي چې د خپلې رايې مخې ته راوړلو مکمل علمبرداره وي:
د ارزاني وېنا ده ښکلې له زړګي يې د وکښلې
دا د ګوي مګوي خبرې په کاغذ باندې يې کښلې
(د ارزاني خېشکي کليات::۴۸۲)
د ګوي مګوي خبرې په کاغذ باندې کښل يا د زړه خبرې کول د بيان او رايې په ازادۍ دليل دے ـ په ننني نړۍ کښې هم چې د جمهوري نظام نړۍ بلله کېږي ، د رايې د ازادۍ د پاره ډېري اولسونه ترسېږي او نشي کولے چې د ګوي مګوي خبرې په جار وکړي ـ
يو بل ځاے کښې چې ملا ارزاني کله دا وايي :
په يوۀ درياب کښې غرق دے جنوب شمال که غرب شرق دے
په هر چا کښــــې دے يو اصل په نامه کښې شوے فرق دے
(د ارزاني خېشکي کليات:۹۳۰)
نو ګويا دا پېغام راکوي چې انسانيت د يو اصل نه دے ـ د انسانيت ستونځې ، غوښتنې او خواهشونه اکي يو شان دي ـ ګويا انسان د رنګ ، نسل ، مذهب ، ژبه ، قام ، قبيله او صنف کښې نشي سره بېلېدے ـ دا تش نومونه دي ، نور د انسانيت حقونه او ضرورتونه يه يو رنګ دي ـ جمهوريت هم د ژوند يا د ملک/هېواد داسې نظام دے چې د ټولو وګړيو حقونه يو رنګ مني او تسليموي ـ
بونرا همج په يوه رنګ دي الواته يې په دوه رنګ دي
پر معشوق سره ناساز شو دا دوي تل سره په جنګ دي
د بــونرا حب دے له ګله د همج له ګنده ګله
د هر چا خپله چار خــوښه ځکه تل کا سره کله
(د ارزاني خېشکي کليات: ۶۹۱ــ۶۹۰)
دغو شعرونو ته په کتو سره د ارزاني د جمهوري سوچ نور هم ډېر واضحه کېږي ـ د هر څو بونرا او ګونګټ د يو اصل نه دي ، که هر څو ټول وګړي د يو اصل نه دي ، د يو نسل ، د يو رنګ ، د يو قام ، د يوې قبيلې ، د يو خاندان او د يو کور نه دي ، ولې د هر چا خپله خوښه وي او هر څوک د سوچ او فکر او نظريې پلوي دے ـ دلته د جنګ معنا هېڅکله د تورې او د سنګر جنګ نه ده بلکې د اختلاف په معنا کښې دے او هر کله چې د په دې دعا د خېر وشي چې د هر چا خپله چار خوښه ، نو بيا يې کلے سره کېږي ، بيا يې وخت سره تېرېږي او ټولنه په امنيتي ډول په جمهوري نظام کښې سره چلېدے شي ـ زما په خيال دا ډېر مترقي سوچ دے چې د ارزاني سره موجود دے ـ
د ملا ارزاني په شاعرۍ کښې که څه هم د تصوف نه پرته د نورو موضوعاتو کمے دے ، خو پورته ذکر شوو څو حوالو په ترڅ کښې ولسواکۍ/جمهوريت ته د يو ژمن انسان او د يو ژوندي ، ګړندي ، په سياسي او ټولنيزو معاملاتو کښې د يو با کرداره او فعاله وګړي په توګه خپل ځان راپېژني ـ د يو داسې ادب تخليقار په صف کښې ځان دروي چې شعر کښې د مرګ په ضد د ژوند انګازې اورېدل کېږي ، قلم ، هنر او علم يې د هغو قوتونو په ضد چرې هم نه دے اودرېدلے چې د بشري حقونو مرۍ خپي کوي (15) ـ د تفکر او د ژوند د حقيقتونو رڼا خوروي چې نه يوازې بادشاهانو/حکمرانانو ته پېغور ورکوي بلکې اولس ته هم د ازادۍ جذبه او حرکت او بې قراري او بېداري وربخښي چې نور خوبونه به د مرګ علامت وي (16) ـ د ملا ارزاني د دې حوالو نه د روښاني غورځنګ ټول پس منظر هم د لوستونکي په ذهن ته راځي چې په کوم رنګه صورتحال کښې دا غورځنګ راپاڅېدلے او د څه د پاره چلېدلے دے ـ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حوالې:
1. G. A. I. Nwogu, Democracy: Its Meaning and Dissenting Opinions of the Political Class in Nigeria: A Philosophical Approach, Journal of Education and Practice, Vol:6, Issue:4, 2015, p.131, https://files.eric.ed.gov>
2. Dickson College, Definition of Democracy, (August 1, 1858), Lincoln`s Writings, Acc date:23/07/2023
3. ژباړه د قلندر مومند ده چې د جمهوريت د معنا په ترڅ کښې يې مخې ته راغلې ده ـ ـــــــــ قلندرمومند/فريدصحرائي ، درياب ، پېښور ، پښتونخوا ټېکسټ بک بورډ ، ۱۹۹۴، مخ:۴۵۲
4. هم دغه: ۴۵۲
5. Republic, Definition of Republic, by the Oxford English Dictionary, Retrieved 10/05/2022, Acc date:23/07/2023
6. اريانا دايره المعارف ، دريم ټوک ، د افغانستان ، د علومو اکاډمي د دايره المعارف د مرکز رياست ، ۱۳۸۹ش (۲۰۱۰ع) ، مخ:۱۱۵
7. درياب:۴۵۲
8. http://www.britonnica.com — Britannica.com/topic/democracy, 8/3/2020
9. https://www.britannica.com–topic/democracy or republic searching date: 8/4/2020
10. سليم راز ، يقين ، پاکستان ، انجمن ترقی پسند مصنفين ، ۲۰۱۶ ، ص:۷۰
11. هم دغه ، ص: ۷۷
12. لېری ډائمنډ ، جمهوريت کی روح ، ترجمه:اعزاز باقر ، پاکستان ، اداره فروغ قومی زبان ، ۲۰۱۲، ص:۳۳
13. خوېشکے ، پروېز مهجور ، ډاکټر ، د ارزاني خوېشکي کليات ، پېښور ، پښتو اکېډېمي پېښور يونيورسټي ، ۲۰۰۵ ، :مخونه:۶۳ــ۶۱
14. رضوی ، حسن عسکری ، ډاکټر ، جمهوريت انسانی حقوق اور ترقی ، مشموله: انتها پسندی کے خاتمے کيلئے رواداری،دليل پسندی اور انسانی حقوق کی تعليم کی اهميت ، پاکستان کميشن برائے انسانی حقوق (HRCP) ، اپرېل ۲۰۱۶ ، ص:۲۴۶
15. صديقی ، محمدعلی ، داکټر ، جهات ، کراجی ، ارتقا مطبوعات ، ۲۰۰۴، ص:۳۲
16. جمال نقوي ، ادب سائنس او جمهوريت ، کراچي ، اداره تزئين دانش ، جولائی ۲۰۰۴، ص:۳۹۳

د خپلې رائے اظهار وکړئ