143

سرۀ_کاپر

ما د خوراک سامان راواخستۀ او د فرېشکو کاونټر ته را ورسېدم ـ  زما څلور کلنه لور په نېنځکه پورې نخښتې وہ  ـ  هغې له مې نېنځکه هم راخستې وہ  ـ  سامان سکېن شۀ ـ په کاونټر ولاړې زنانه وې ـ ۳۵ ډالرې او څۀ پیسې شوې ـ ما خپل جیبونه ولټول خو د ۲۰ ډالرو نه مې زیاتې پېسې پیدا نۀ کړې ـ زۀ څو ورځې مخکښې کنېډا ته راغلے ووم نو کرېډټ کارډ راسرہ  هم نۀ وۀ  او ګاډے او د ګاډی لائسنس مې هم نۀ لرۀ ـ  بس یوہ ګاډۍ مې موندلې وہ ـ پۀ هغې کښې به مې د خوراک سامان راوړۀ ـ
ما خپلې لور ته اووې ـ” دا نېنځکه به بیا واخلو ـ اوس چې د نور سامان پېسې پورہ شي” ـ هغې په ځان پورې هغه نېنځکه ښۀ جوخته کړہ او زما نه ئې مخ واړولو ـ د نېنځکې قیمت څۀ د پاسه لس ډالرہ وۀ ـ ما هغې کاونټر واله ته اووې ـ ” داسې کار اوکړہ چې د دې نېنځکې سرہ د شلو ډالرو چې څومرہ د خوراک سامان کيږی ـ هغه به یوسم او نور پاتې کړہ” ـ لائن راپسے لګېدلے وۀ خو هغې دغه سامان بیا سکېن کړۀ – ما سامان ګاډۍ ته واچوۀ او کور ته را روان شوم ـ
له دغې سټور نه بهر یو څو قدمه تلے ووم ـ چې یو اواز مې تر غوږو شو ” ایکس کیوز می سر” ما وې څوک به وی ـ او چاته به وائي ـ ما پرې څۀ غرض ونۀ لرلو ـ چې مې بیا دغه اواز تر غوږو شو نو اودرېدم ـ چې په شا مې وکتل نو یوہ انګرېزہ سرہ د خپلې ماشومې لور مې خوا له راغله ـ پۀ لاس کښې ئې یوہ تېلۍ وہ ـ چې پکښې هاغه سبزی او نور د خوراک سامان وۀ ـ کوم چې ما پۀ کاونټر پاتې کړے وۀ ـ ماته ئې وې ” دا واخله ” ـ
شونډې ئې مسکۍ خو سترګې ئې ډکې وې ـ ماته او زما لور ته ئې د تشکر په انداز وکتل ـ ما به لا څۀ وې چې هغه ماشومه لور ئې را مخکښې شوہ او دوہ نورې نېنځکې ئې زما لور له ورکړې ـ زۀ ساکت شومه لفظونه راسرہ قات وو ـ ایله پۀ زور مې د شکرئې دوہ ټکی اوموندل ـ هغو لاسونه وسنډول او روانې شوې ـ په ټوله لارہ مې دا فکر کوۀ ـ چې دې کافرې خو له ما نه دا تپوس هم قدرې ونۀ کړۀ ـ چې زۀ کاپر کۀ مسلمان یم ـ خو بس انسان ووم دومرہ قدرې تعارف ورله پورہ وۀ –

د خپلې رائے اظهار وکړئ