92

ټولنه کښې د ځوانانو کردار

ټولنه کښې د ځوانانو کردار


حکمرانه طبقه تل د دوو قوتونو نه زياته يرېږي. يو د لاندې/پرېوتې طبقې د قوت نه او دويم د ځوانانو د قوت نه ، د دې د پاره حکمران تل په دغو قوتونو باندې خپل تمرکز ساتي.
د لاندې طبقې خبره به بيا چرته وکړو ، دا مهال د ځوانانو خبره کوو.
حکمران هڅه کوي چې ځوانان (زلمي او پېغلې) په داسې مسئلو ، لانجو او مصروفیتونو کښې مبتلا وساتي چې د هغې نه ورته د راوتلو کوم روګودر نۀ ورځي او نۀ د راوتلو په قيصه سوچ کوي. دغو کښې څۀ د منفي او څۀ د مثبتو مصروفيتو په نامه ياد کړل شي او د خوند خبره دا وي چې دغه نومونه هم د دغه حکمرانه طبقې له خوا ورکړل کېږي.

منفي مصروفيتو کښې يو اهم څيز نشه ده. نشه په يو ملک کښې باقاعده د حکمرانې طبقې له خوا رواج کېږي ، يو خو د نشه ايزو توکيو د کاروبار په ترڅ کښې بلېک مني (تور دولت) هم دغه طبقه ښه په درز کښې وګټي ، بل يو شمېر ځوانان په دغه مرض اخته او مصروف کړل شي چې بيا ورته په هېڅ څيز کښې نۀ خو سکون ښکاري او نۀ دلچسپي. دارنګې په نشه د عادت شويو ځوانانو نه حکمرانه طبقه بالکل بې غمه شي او کومه خطره ور ځنې نۀ محسوسوي.
بل اړخ يې د سټريټ کرايمز يا جرايمو وي چی هم يې حکمرانه طبقه د خپلو ناوړه ګټو وټو د پاره کاروي او هم يې مصروف وساتي. جرايمو کښې ککړ ځوانان يا خو د جېل خشاک شي او يا د خپلو جرايمو د پټ ساتلو د پاره د حکمرانه طبقې اله کار شي.

مثبتو اړخونو کښې يې بنيادي شے د تعليم په نامه د ښۀ مستقبل د جوړولو په منډه کښې داسې مصروف کړي چې د سر ګرولو موقع ورسره نۀ وي. تعليم ډېر ښۀ مصروفیت دے او ډېر ضروري هم دے خو دومره هم نه چې د حکمرانې طبقې هر کرتوت يا د ځوان نه بېخي پټ کړي او يا د هغې په ضد د کوم ګام او اخستلو ته نۀ اوزګار نۀ وي. تعليم اول په ماشومتوب کښې اؤ بيا په ځوانۍ په نصابي زده کړو کښې دوي داسې مصروف وساتي چې د نصاب نه پرته د تاريخ، سياست او ادب مطالعه غېر ضروري وګڼي او دارنګې د لکير کے فقير په مصداق يو شريف شهري جوړ شي او د کوم متبادل سوچ او فکر هډو ضرورت نۀ محسوسوي. تعليم زياتره د ځوانانو نه کلرکان بابوګان يعني د لاندې کچې سرکاري او غېرسرکاري نوکران جوړوي چې بيا ټول عمر د تنخا په ترځ کښې د حکمرانې طبقې په اشارو ګډېږي. بېخي يو نيم ځوان د خپلو بې پناه صلاحيتونو په بنياد وتوانېږي چې د حکمرانې طبقې اخرني فهرست کښې ځان له ځاے پيدا کړي.
دويم مثبت مصروفيت د لوبو (کھيل) وي چې ځوانان پکښې داسې مصروفیت شي چې يا خو پخپله د ښۀ لوبغاړي جوړېدو په تکل کښې سرګردانه شي او يا د نورو ښو لوبغاړو خوښونکي (فېنز) شي. د لوبو د ميدان يا د ټي وي د سکرين نه په بل لور هډو مخ نۀ اړوي. د نيوز چېنلو او تجزيو تبصرو او لايبرېرو نه يې بېخي مخ واوړي.
د فلم او ډرامو مصروفيت هم که هر څومره مثبت ګڼل کېږي خو د فلم يا ډرامه انډسټري مالکان (د حکمرانه طبقې اله کار) د ګلېمر په زور د اېکشن په زور او د کېمرو د پړقاپړوق په زور ځوانان بېځي په خپله ولقه کښې واخلي او د ژوند هر تريخ حقيقت ورته د فلم او ډرامو سين ښکاري. ژوند ته يې کوم حقيقي اپروچ ډېر کم وي.
د هيرو ازم تصور…. دا پخپله کوم مصروفيت خو نه دے البته د لوبو او اداکارۍ په ترڅ کښې ځوانان د هيرو ازم ښکار کړل شي چې د حکمرانې طبقې پوره پوره منصوبه بندي پکښې شامله وي. د لوبو په ترڅ کښې دوي د کوم لوبغاړي او فلم يا ډرامه په ترڅ کښې د کوم يو اداکار په خوښولو کښې تش د هغۀ په رنګ کښې رنګ شي.
بيا که کله حکمرانه طبقې له ضرورت جوړېږي نو هم د دغه هيروز په ترڅ کښې ځوانان د يو ښۀ او مثبت بدلون په ځاے په يو داسې لاين ولګوي چې په ښکاره خو ځوانانو ته داسې ښکاري چې ګني زمونږ هيرو چې څنګه د لوبې په ميدان يا د فلم په سکرين د خپل مقصد سره مخلص وۀ ، هم هغه رنګه به د ژوند په هر اړخ کښې ايماندار او مخلص وي نو ځکه يې دوي حمايت ته په ګڼ شمېر کښې تيار شي او دغه رنګ يې حکمرانه طبقه د اصل مسئلو نه مخ واړوي.
دا ټولې خبرې مونږ د تحريک انصاف د کېس سټډي په لړ کښې وړاندې کړې. خو دا يوازې د تحريک انصاف قيصه هم نۀ ده. د پاکستان زياته ابادي په ځوانانو اډاڼه ده او په دغو ځوانانو کښې اکثريت د تحريک انصاف سره دے ، اوس که د پاکستان د حکمرانه طبقې د مفاداتو په ضد دا ځوانان واقعي يو موټے شوي وے نو حقيقي انقلاب بېخي يقيني وۀ او د اولسي راج او يو فلاحي رياست قيام کومه لرې خبره نۀ وه. خو دغه ځوانان د خپل ليډر د لوبو د وخت ايمانداري او هيروازم په لړ کښې په يو کس دومره مئين کړل شول چې د حقيقي مسئلو په ځاے دوي ته د خپل ليډر نازول اهم ښکاري.
دلته مونږ داسې وئيلے شو چې د ځوانانو صلاحيتونه ډېر بې ځايه استعماليږي بلکې ضايع کېږي چې په راتلونکي کښې هم ځوانان د مايوسۍ سره مخ کوي.

د خپلې رائے اظهار وکړئ