د تکبیر دا ټکے د اسمِ تفضیل دے. یعنې دا په فضیلت کښې د زیاتوالي لپاره پکاریږي. زیاتوالے او د زیاتي دا ظهور د ښۀ سره سره کله کله د بدو لپاره هم پکاریږي. دا ټکے د بابِ تفعیل نه دے دلته هم د زیاتي د مطلق اظهار صفت دے. اوس یومِ تکبیر په کبریایۍ/عظمت کښې د زیاتونې ورځ ته وئيلے شو. عظمت او کبریائي څۀ ته وائي؟ زۀ خو ګنم چې کۀ څوک ئې هر رنګه تعریف کوي خو کم از کم د نیوکلییر اسلحو د تقدس/سپېځلتیا دې مد کښې داخلول او دې ته عظمت او کبریائي منسوب کول په یو جواز هم ځاے نۀ نیسي. دا هغه اسلحې دي چې یو نسل یا یو عصر نۀ بلکې نسلونه او عصرونه داسې وژنې چې د زمان مکان هره لحظه او هره ماده د تباهۍ سره مخ کوي. دا هيڅ کله هم د دفاع نومې جواز په اساس خپل شتون نۀ شي روا کولے.
زۀ باچاخان د نیوکلیئر ساینسدانانو نه په زر چنده ستره هستي بولم چې د نن نه اندازاً یوه پېړۍ وړاندې هغۀ د ماس ډسټرکشن/نیوکلییائي اسلحو شتون هم ناروا منلو. بیا د پښتنو د زرګونو کاله قبایلي جوړښت کښې د دې هستۍ دا فکر د نور نور ارزښت حامل ګرځیږي. زۀ ګمان کووم چې د پښتنو په زرګونو کاله تاریخ کښې او د ټولې نړۍ په عمومي تاریخ کښې د ماس ډسټرکشن اسلحو او وسایلو په باب له دا فکر د ګوتو په شمار څو خلقو وړاندې کړے دے. نن چې دې ایجاد او د دې لوازماتو نړۍ د کوم کوم زیان او تاوان سره مخ کړې ده هغه اوس ګام په ګام د هر معتدل انسان په وړاندې دي. د اسلحو د ایجاد او پالنې نړۍ ته په هېڅ رسا او اخلاقي معنا هېڅ فایده نۀ ده رسولے او زیانونه ئې د شماره وتي دي. دا تاوانونه د انساني ژوند، مال، واک او تمامي حقونو د ماتولو وسایل دي.
کۀ څوک د باچاخان د وژن اندازه لګول غواړي نو زۀ ورته یو څو مثالونه وړاندې کول غواړم.
په کال دوه زره پنځلسم کښې د نړۍ هغه مخوریز چې د نیوکلیئر اسلحو شتون ئې د نړۍ لپاره عذاب ګڼلو خپل کوششونه رایوځاے کړل. دې د یو غورځنګ صورت وموندلو. یو سل او شپېتۀ ملکونو په دې خبره اتفاق څرګند کړو چې دا نیوکلیئر اسلحې د نړۍ لپاره عذاب دے او د انسانیت تقاضا/غوښتنه ده چې مونږ نړۍ د دې نه پاکولو لره خپله خپله ونډه شریکه کړو.
د دې ملکونو ترمنځه یو کانفرنس په دغه کال وشو او د Non-Proliferation of Neuclear Weopons/NPT یوه متفقه معاهده جوړولو کوشش وشو. دې غونډه کښې د بحثونو په یو نتیجه نۀ رسېدل د هغه ملکونو لابنګ وۀ کوم د نیوکلیئر اسلحو خاوندان وو. د کال دوه زره لسم او دوه زره پنځلسم ترمنځه درې نړیوال کانفرنسونه په استریا میکسیکو او ناروے کښې هم شوي وو چې د نیوکلیایی اسلحو په نړۍ د اثراتو شماریات او نتایج ئې حرګند کړي وو. خیر لنډه دا چې دې ملکونو او مبارزینو دا شخړه د مللِ متحده تر درشل ورسولې وه. په کال دوه زره شپاړسم کښې په جینیوا کښې په دې باب له د ورکنګ ګروپ ناستې/غونډې پېل شوې. د دې ناستو ایجنډا نړۍ د نیوکلئیر اسلحو نه د پاکولو لپاره حللاره/تګلاره راویستل وو. الجیریا، برازیل، سوېلي افریقا او انډونیشیا دا ند لرلو چې په دې دې مستقل پابندي عاید شي او دا دې د بین الاقوامي قانون برخه شي. هغه هېوادونه چې نیوکلیایی اسلحې ئې لرلې یا د دې په لرونکیو هېوادونو ئې انحصار لرلو د دې اند مخالفت وکړو چې دا یکدم زیات سخت اقدام دے. باید تدریجي توګه باندې دا شخړه حل کړو. په درېمه اوږده ناسته کښې د پابندۍ حامل وګړي په دې کامیاب شول چې د پابندۍ په حق کښې ئې یو متفقه رپورټ د ملل متحده جنرل اسمبلۍ ته وړاندې کړو او په کال دوه زره اوولسم کښې جنرل اسمبلۍ په دې کانفرنس راوبللو. امریکا د ورکنګ ګروپ د کمېشن رپورټ نه بایکاټ وکړو. دې عمل ته ئې غېرحقیقي اوویل. له دې نه علاوه د هغه ټولو نهو هېوادونو چې دا اسلحې لري هم بایکاټ وکړو. دیارلس ملکونو په دې معامله خاموشي اختیار کړه.
“The Conference took place from 27 to 31 March and from 15 June to 7 July in New York.
The Treaty on the Prohibition of Nuclear Weapons (TPNW) includes a comprehensive set of prohibitions on participating in any nuclear weapon activities. These include undertakings not to develop, test, produce, acquire, possess, stockpile, use or threaten to use nuclear weapons. The Treaty also prohibits the deployment of nuclear weapons on national territory and the provision of assistance to any State in the conduct of prohibited activities. States parties will be obliged to prevent and suppress any activity prohibited under the TPNW undertaken by persons or on territory under its jurisdiction or control. The Treaty also obliges States parties to provide adequate assistance to individuals affected by the use or testing of nuclear weapons, as well as to take necessary and appropriate measures of environmental remediation in areas under its jurisdiction or control contaminated as a result of activities related to the testing or use of nuclear weapons.”
د دې معاهدې د نفاذ لپاره یویشتم جون نه تر دریشتم جون کال دوه زره دوویشتم کښې د فریقینو مابین اسټریا ویانا کښې غونډې وشوې. دوېمه تفصیلي غونډه په نیویارک هیډکوارټرر کښې د اوویشتم نومبر نه تر د یکم دسمبر دوه زره دریشتم ترسره شوه. درېمه غونډه به په کال دوه زره پنځیشتم کښې بیا په نیویارک هیډکوارټرز کښې ترسره کیږي. د دې معاهدې متن په متعدد ژبو کښې د ملل متحده په ویب پاڼه پروت دے. په دې کښې شل واړه شقونه د دې تول تفصیلات روښانوي.
د بین الاقوامي قانون د کلي برخې جوړېدو لپاره د دې زیار تدریجی عمل څۀ دپاسه پنځلس کلونه ونیول. دا بیا بیله خبره ده چې بین الاقوامی قانون د ویټو پاورز لپاره بل څۀ وی او د نورو ملکونو لپاره بل څۀ! کوم ملکونه چې د دې نه وړاندې نیوکلیایی اسلحو باندې شتمن وو د هغو صورتحال هم بیل وۀ او لا دے! خو جمهور نړۍ او مهذب مبارزین د دې شخړې په حل کښې خپل ژوندونونه وقف کوي. کۀ دا مهال د مهذب مبارزینو په دې حواله زیار او استدلال ته ګورو نو د باچاخان یوه نړۍ وړاندې اند راته لکه د لمر ځلیږي. چې کۀ د اسیا د دې پښتون مبارز اواز او وکالت په وخت اورېدلې شوې وې او اولسونو ئې ملاتړ کړے وې نو نن به د ټولې نړۍ صورتحال بدل وۀ. بل د ترقۍ په مخ به د رزالت او ذلالت پېغور هم خور نۀ و! سوچ وکړئ چې د نړۍ اجتماعي دانش او ادارې نن کوم کار ته افضل ج ه ا د وایی په دې په کروړونو ډالرې خرچ کوي دا کار او نظر باچاخان یوه پېړۍ وړاندې کولو! د ټولې دنیا خلق نړۍ د کیمایی او نیوکلئیر اسلحو نه د پاکولو کبریایی او عظمت پالي. دې کښې ونډه اچولو باندې ځان د فضیلت ملګري کوي په نورو ټکو د باچا خان د خوب او وژن تعبیر خپلوي نو مونږ لګیا یو “یوم تکبیر” لمانځو! هغه هم د اسلحو او د ماس ډسټرکشن وسایلو باندې! زۀ د زمکني حقیقتونو د پاللو نه منکر هم نۀ یم خو د نړۍ د مهذب پرمختګ په ونډه کښې د خپل بابا فخرافغان په ویاړونو اوس هم غرور لرم. اوس هم د خپل خېل او پرګون/قوم په نظري جوړښت او فکري اصولو خپل قام خبروم چې تاسو په کومه ویاړلې کرښه ولاړ یئ. تاریخ چې د اخلاقیاتو او انسانیت کوم شماریات هم را اخلي کومه ګواهي هم وړاندې کوي نو خدایی خدمتګار به پکښې هڅکه غړۍ ولاړ وي. اګرکۀ خلق به ورته د پارلیماني بېلات پېغورونه ورکوي خو د دوي سر به د ویاړ نه د اسمان لمنې سر کوي.
کومه ورځ چې ټوله نړۍ د کیمیایی او نیوکلییر اسلحو نه پاکه شوه او د ماس ډسټرکشن هره وسیله ناروا وګرځېده هغه ورځ به حقیقي ‘یوم تکبیر’ وی او دا به د باچاخان د خوب تعبیر وي. نۀ پوهېږم دا تعبیر به نړۍ کله ویني؟ خو دومره پوهېږم چې کله هم وي د باچاخان او د هغۀ د خدایی خدمتګارو ارواو ته به سکون رسیږي او د احترامِ ادمیت، انسانیت او ژوندپرستۍ په مقدمه ګتلو کښې به د دوي ونډه په زرینو ټکو یادیږي. په نن ورځ د خپل بابا فخرافغان باچاخان اروا ته دا نظر د تاریخ برخه جوړوم او دومره امید لرم چې بابا ستا پالونکي بچي به تا ؤرکېدو ته ورنکړي.
سمیع الدین ارمان
اریانا پېښور
اتیشتمه مۍ دوه زره څلیریشتم