متل او محاوره دفولکوري ادب/ شفاهي ادب/ اولسي ادب دوه ځان ځانله صنفونه دي۔ د اولسي ادب د نورو صنفونو پۀ شان د متل او محاورې هم زيږونکے/پيدا کونکے نۀ وي معلوم او نۀ ئې د زېږون نېټه او ځاے معلوم وي۔ یعنې د اولس پېداوار وي او سينه پۀ سينه د يو نه بل ته منتقل شوي وي۔ پۀ پښتنه ټولنه کښې مونږ متل او محاورې ته د حجرو پېداورهم وئيلے شو۔ پۀ خبرو اترو کښې د فصاحت, بلاغت او ښکلا پېدا کولو د پاره متل يا محاوره کارولے شي۔ د دواړو تر مينځه ښکاره توپير/فرق دے۔
متل Proverb:
يوه لنډه، خو پوره/مکمله جمله وي چې د ډېرې مودې د تجربو او مشاهدو نتېجه او نچوړ وې۔ يا دا چې متل هغه لنډې وېنا ته وائې چې پوره وي، ساده وي او اسانه هم وي۔ معنا ئې لوړه او مفهوم ئې عام وي۔ د عقل او د بلاغت نخښه وي۔ متل د هر قام د تاريخي، سماجي، معاشي او ټولنيز ژوند عکاسي کوي۔ متل د کاڼي کرښه وي۔ د حقيقت او سبق نه ډکه وېنا وي۔
د پښتو ګڼ شمېر متلونه پۀ منثور شکل کښې دي خو ځينې متلونه پۀ منظوم شکل کښې هم شته۔
د نمونې پۀ توګه يو څو منثور متلونه:
●کۀ غر لوئې دے خو پۀ سر ئې لار ده۔
●اختر پټ مېړۀ نۀ دے۔
●چې اوښان ساتې نو دروازې به دنګې ساتې۔
●چې څنګه ژرنده هغسې ئې دوړه۔
او داسې نور۔۔۔۔۔
د نمونې پۀ توګه يو څو منظوم متلونه:
●پۀ خولۀ خوږ پۀ زړۀ کوږ۔
●پياز دي وي خو پۀ نياز دي وي۔
●اول ځان دے بيا جهان دے۔
او داسې نور۔۔۔۔۔
محاوره Idioms:
محاوره يوه نېمګړې جمله وي چې پوره مطلب ترې نۀ شي اغستے۔ د مصدر پۀ علامت (ل) پائې ته رسي۔ تر څو چې محاوره پۀ جمله کښې نۀ وي کارولے شوي نو پوره معنا ترې نۀ شي اغستے۔ محاوره پۀ مجازي معنو کښې کارولے کيږي۔ محاوره د فصاحت نخښه وي۔
د نمونې پۀ توګه يو څو محاورې:
●زړۀ خوړل۔
●پۀ بوسو کښې اوبۀ بوتلل۔
●خپې اوبو ته کول۔
●درياب پۀ کوزه کښې بندول۔
●د يو بل غوښو ته کېناستل۔
●اوبه خړول
او داسې نورې
حسن زېب حسن
0