Will the baby be a boy or a girl Sex Determination Facts and Factors 0

“ماشوم به هلک وي که جینۍ؟ د جنس ټاکل: حقیقتونه او عوامل”

په پښتنه ټولنه کې د جینۍ په پیدایښت کې خفګان او ظلم یوه جدي ستونزه ده. خلک په دې باور لري چې یوازې زوی د کورنۍ لپاره مهم دی، د جینۍ په زېږیدو خفه کېږي او د هغې سره ناسم چلند کوي. دغه ستونزه د دودونو، کلتوري باورونو، او تعلیم نشتوالي له امله رامنځته شوې ده. د دې ناپوهۍ او جهالت مخنیوي لپاره، مونږ کولای شو چې د ښځو سره مساوې سلوک وکړو او هغوې ته خپل حقونه ورکړو، تر څو ښځې او نجونې خپل صلاحیتونه راڅرګند کړي او خلکو ته وښایي چې ښځې د یوې ټولنې په پرمختګ کې ډیر بنیادې او مهم کردار لري.
#تعلیم: تعلیم د هر انسان بنیادي حق دی، د دې حق ترلاسه کولو لپاره کوم مخصوص جنس اړین ندی۔ د تعلیم زیاتوالی د ټولنې د سوچ او فکر بدلون کې مرسته کوي. کله چې خلک پوه شي چې ښځې او نجونې د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لري، نو د جینۍ په پیدایښت به خفګان لمنځه لاړ شي. د تعلیم یافته ښځو په ټولنه کې د مثبت کردار اشکاره مثالونه مونږ سره بې شمېره دي.
جنسیت په بنیاد توپیر بندول: زمونږ ټولنه کې چې د زنانو او نارینؤو ترمنځ د جنسیت په بنیاد کوم دیوالونه ودرول شوي دي، باید دغه دیوالونه ړنګ کړل شي. تر څو ښځې د خپلې حصې کردار په ډاګه ادا کړي او وښایي چې د یوې ټولنې په پرمختګ کې کوم ځانګړی جنس مهم نه دی.
یوه ټولنه/معاشره کې د ښځې کردار مهم او مختلف دی. ښځې د کورنۍ د پالنې، ماشومانو د روزنې/تربیت، او کورني کارونو مسوولیت لري. دوی د اقتصادي فعالیتونو، ټولنیزو فعالیتونو، او سیاسي چارو کې هم برخه اخلي. ښځې د تعلیم، کلتور، او ټولنیز پرمختګ لپاره اړینې/ضرورې دي.
⬅ د جنس تعین (sex determination):
مهمه خبره ذهن کې کینول پکار ده ،چې د جنس انتخاب(ماشوم به هلک وي که جینۍ) نه د نارینه په لاس کې وي، نه د زنانه، بلکه د جنس تعین خو سیکس کروموسومز کوي، کوم چې د نارینه په سپرم او د زنانه په انډه کې موجود وي او دا یو طبیعې/قدرتې عمل وي۔
👈نورمل نارینه چې کله بالغان شي نو د دوي په هګیو/خصیو(testis ) کې سپرم جوړیږي۔
👈نورمل زنانه چې کله بالغه شې نو د میاشتې بیمارې یې شروع شي او دغه بیمارۍ دوران کې یوه انډه(Ovum) یا زیاتې ،خاریجیږي د زنانه په تولیدې نظام (Reproductive system )کې۔
#نورمل لفظ: دلته د نورمل لفظ کارولو زما هغه نارینه او زنانه مقصد دي، کوم چې په جینیاتې طور روغ وي، ځکه ډیري داسې جینیاتې حالتونه شته چې نورمل جنس متاثره کوي یعنې یو انسان به په ظاهره نر ښکاري خو هغه به سپرم نشې تولیدولی او نه به بچي پیدا کولی شي۔
⬅کروموسومز (chromosome):
په موضوع باندې د مزید پوهیدلو لپاره، کروموسومز پیژندل ډیر ضرورې دي:
– دا خبره ذهن کې کینوۍ چې جاندار ټول د خلیو نه جوړ دي ځینې جاندار یک خلوې( unicellular )یعنې په یوه خلیه مشتمل وي لکه بیکټریا وغیره ۔۔
او ځینې جاندار په ډیرو یعنې لکهونو او کربونو خلیو مشتمل وي کومو ته چې کثیر خلوي( multicellular) وایي لکه انسانان،مرغۍ،بوټي وغیره۔۔
-کروموسومز د جاندارو په خلیو(cells) کې موجود د ډې این اے او پروټین نه جوړ هغه بنیادې ساختونه دي چې د جینیاتې معلوماتو زخیره کولو او د موروپلار نه بچو ته انتقالولو زمه دارې په سر لري.
– د یو نورمل انسان په خلیو کې د کروموسومز ټوټل تعداد 46 وي، چې پکښې 23 د پلار نه او 23 د مور نه راځي.
– مزید بیا دغه 23 جوړو کې یوه جوړه په سیکس کروموسومز باندې مشتمله وي، او همدغه سیکس کروموسومز کې موجود جینز د انسان د جنس تعین کوي.
– باقې 22 جوړو ته اوټوسومز( Outosomes) وایي، کومې چې د جنس تعین نه، بلکې د انسان نور خصوصیات کنټرولوي. لکه قد،رنګ،د سترګو رنګ وغیره وغیره۔۔۔۔
👈یاد ولرۍ چې په جاندارو کې د کروموسومز تعداد مختلف وي لکه انسانانو انسانانوکې 46 ، مټر کې 14، په سپي کې 78 وغیره وغیره۔۔۔۔
⬅د جنس تعین او سیکس کروموسومز:
سیکس کروموسومز په دوه قسمه دي۔
👈یو (X)کروموسوم چې په نارینه او زنانه دوانړو کښې مشترکه وي ۔
👈بل (Y) کروموسوم چې صرف نارینه کښې وي۔
– د نارینه سیکس کروموسومز X او Y دي (XY)۔
– بل اړخ ته، د زنانه سیکس کروموسومز دوانړه XX دي.
یعنې د نارینه په سپرمز کې X او Y کروموسومز وي، خو د زنانه په انډه کې دوانړه کروموسوم یو شان(XX)وي ۔
– که د فرټیلایزیشن (سپرم او انډې یوځای کیدلو)دوران کې د سړي Y کروموسوم د زنانه د X کروموسوم سره یوځای شي، نو XY به جوړوي، او مونږ دا وپیژندل چې XY کروموسوم د نارینه لپاره وي، یعنې نارینه ماشوم به پیدا کیږي.
– یا که د فرټیلایزیشن دوران کې د نارینه X کروموسوم د زنانه د X کروموسوم سره یوځای شي، نو XX به جوړوي، کوم چې د زنانه لپاره وي، یعنې زنانه ماشوم به پیدا کیږي.
دا واضحه شوه چې د ښځې سیکس کروموسومز خو یو شان دي (XX)، یعنې ښځه به همیشه X کروموسوم ورکوي. خو خبره د سړي په Y کروموسوم کې ده، که Y کروموسوم وي، نو ماشوم به هلک وي، او که نه وي، نو ماشوم به جینۍ وي.
⬅ څنګه Y کروموسوم د نارینه( جنس )تعین کوي؟
د نارینه په Y کروموسومز مخصوص قسم جین دی، کوم ته چې SRY Gene وایي. دا جین testis determining factor (TDF) نامې پروټین کوډ کوي، کوم چې د نر په هګیو جوړولو کې مدد ورکوي. هګۍ سپرم او نرینه هارمونز خارجوي، همدغه هارمونز بیا د نارینه خصوصیات کنټرولوي. نو که د نارینه Y کروموسوم د زنانه د X کروموسوم سره میلاو شي، نو پیدا کیدونکې ماشوم به هلک وي، ځکه Y کروموسوم پکښې شته.
خو که چرته ، د نارینه X کروموسوم د زنانه د X کروموسوم سره یوځای شي، نو نتیجه کې به یې زنانه ماشوم پیدا کیږي. چونکه د زنانه سیکس کروموسومز XX دي، Y پکښې نشته، نو په دې کروموسومز باندې SRY جین نه وي، ځکه هغه صرف په Y کروموسوم موجود وي.
⬅جینیاتې ناروغیانې (genetic disorder):
پورته تفصیل کښې مونږ د نورمل جنس په تعین تفصیلې رڼا واچوله چې د هلک یا جینۍ د جنس انتخاب څنګه کیږي۔
ځینې وختونو کې د کروموسومز تعداد یا جوړښت کې بدلون راتللای شي نتیجه کې یي جینیاتې ناروغیانې رامنځ ته کیږي چې هغه د انسان نورمل جنس متاثره کوي.
١ کلاینیفلټر سنډروم( Klinefelter syndrome ): دا حالت په نارینه کې پیدا کېږي کله چې د نارینه نورمل سیکس کروموسومز XY سره یو X کروموسوم اضافې راشې (XXY ) داسې ناروغان د بچو پیدا کولو قابل نه وي او نورې فزیکې او طبي ستونزې لري ۔
لکه اوګد قد، غټې سینې (Gynecomastia)،د هډوکو مسلې وغیره۔وغیره۔
٢ ټرنر سنډروم(turner syndrome ): دا جینیاتې ناروغې صرف په زنانه کې پیدا کېږي ۔مونږ دا وپیژندل چې د زنانه نورمل سیکس کروموسومز دوانړه( XX)وي.
دې حالت کښې صرف یو X کروموسوم موجود وي (XO).داسې زنانه هم فزیکې جنسې او طبي ستونزې لري۔
لکه لنډ قد، د تولیدي اندامونو نیشتوالی،د زړه ناروغۍ او نوري تولیدي ناروغۍ۔
نتیجه
دا خبره ښکاره شوه چې د جنس تعین سیکس کروموسومز کوي، او هغې کې هم غټ کردار د سړي په سپرمو کې موجود د Y کروموسوم دې یعنې دې کې د زنانه هیڅ کردار نشته ۔
مونږ دا هم وپیژندل چې د یو نورمل انسان پیدا کیدلو لپاره د کروموسومز په صحیح ډل ترتیب ، تعداد او ساخت ډیر مهم دې ۔
الیګزینډر_حسین_ننګیال
که تر پایه مو لوستلی وي نو مخکښې د ملګرو سره یي شریک کړئ دا هم زمونږ یوه ټولنیزه مسله ده باید خلک په دی خبر شي او زنانه بې ځایه نه زوروي۔
#نوټ: ساینس دومره پرمختګ کړی چې وس بغیر د فزیکې جنسې ملاپ نه هم د ماشومانو پیدا کیدل ممکن دی په مختلفو طریقو خو هغه مذهبي او معاشي اړخونه هم لري۔۔۔
راروان مضمون به په دغه اړه وي۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
#awarness
#healthylifestyle
#peace
#information

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ