An analytical study of Professor Mohammad Islam Armani's poem The Merchant of Death 0

د پروفېسر محمد اسلام ارماني “د مرګ سوداګر” نظم يوه تجزياتي مطالعه

ژوندون د غلو په شان ،پټ په تور څادر کښې ګرځي
راته ښکارېږي جوړ د مرګ ځنې پناه غواړي
ويرې اخستې دے په زغل زغل کښې په شا ګوري
لکه چې ويره راخوره وي په ټول ښار د وطن
باغ و بهار د وطن
په ټول ګلزار د وطن
وائي د مرګ سوداګر ګرځي انسانان وژني
د خداے بنديان وژني
ښائسته ځوانان وژني
د پېغلو جونو عصمتونه هم لوټ کېږي دلته
وينې توئېږي دلته
هر ظلم کېږي دلته
دلته خوارۀ دي د بارودو لوګي
اوښکي بهېږي له هر چا د سترګو
هم د ادې د سترګو
هم د بابا د سترګو
دلته اورونه بل دي
دلته کورونه سوزي
دلته يو ورور لګي بل ورور وژني
خدايه د چا په لمسون
دا قتل عام جوړ دے
بر سرعام جوړ دے
دا په سړکونو چې پراتۀ دي
دا ځوانان څوک دي
دا په سرو وينو لمبېدلي
شهزادګان څوک دي
يوه پښتنه کووم
ماله ځواب راکړئ
چې په سړکونو د انسان وينې توئېږي ولې
دا ښکلے ښار مې په سرو وينوکښې لمبېږي ولې
ماله ځواب راکړئ
دا حالات چا پيدا کړل
واقعات چا پيدا کړل
دا هوس د اقتدار دے
کۀ لمسون د غليمانو
چې ژوندون په بيعه اخلي
هم زما ژوند او هم ستا ژوند
سوداګر د مرګ ولاړ دے
په دې لارو او کوڅو کښې
خدايه دا به څۀ چل کېږي
د ګلونو شان  وطن مې
بهارونو شان وطن مې
په لمبو د اور کښې سوزي
لوګے کېږي ايرې کېږي
خدايه دا به څۀ چل کېږي
اوس ددې څۀ حل پکار دے
اوس ددې څۀ چل پکار دے
ګنې بل لاس مو پرے کېږي
کراچۍ رانه بېلېږي
راقم د داقسمه نظمونو نه ډېر خوند اخلي ځکه چې دا قسمه نظمونه پخپل ځان کښې کثير الجهته امکانات لري او هم دغه امکانات د انسان توجه راکش کوي. ددې فن پارې په حقله خپله موضوعي او تر څۀ  حده معروضي او تاثراتي نقطۀ نظر په څو اجزاؤ کښې بيانول به مناسب وي.
ژوندون د غلو په شان ،پټ په تور څادر کښې ګرځي
راته ښکارېږي جوړ د مرګ ځنې پناه غواړي
ويرې اخستې دے په زغل زغل کښې په شا ګوري
لکه چې ويره راخوره وي په ټول ښار د وطن
باغ و بهار د وطن
په ټول ګلزار د وطن
وائي د مرګ سوداګر ګرځي انسانان وژني
د خداے بنديان وژني
ښائسته ځوانان وژني
داختتام نه وړاندې ددې تخليقي فنپارې وړومبے بند چې ما ولوستو نو ماته پرې د نطشے ګمان وشو.نطشے وئيلي ؤ چې نعوذ بالله خداے وفات شوے او اوس دلته هيڅ خداے نشته نعوذ بالله منها يعنې يو مذهبي خداے ؤ خو وژلے شوے دے. نعوذوبالله.ددې نه ماته د شوپنهار ” خداے د يوې ړندې ارادې په توګه ” راياد شو.وروستو دا يو شان او متلازم خيالات د برګسان Elan Vital  مهمېز کړل. څنګه؟
مذکوره خيالات چې په تر تيب کړې شې نو:
(١) د ارتهر شوپنهار (١٧٨٨-١٨٦٠) خداے يوه ړنده اراده Blind Will دے، کوم چې ځان په دريو مختلفو صورتونو کښې ظاهروي. په طبعي يعنې  physical صورت کښې ځان په کشش ثقل،برقي هېجاناتو او کېمياوي توانايانو  کښې  څرګندوي.په حېواني مظاهرو کښې  خپله اراده په جبلي تحريکاتو  instinctive impulsesکښې ښائي او په انساني صورت کښې  د ارادې د بعضې نورو قوتونو سره د شعوري خواهش په صورت کښې ظاهروي خو چې څنګه په دې ارادي قوت کښې شعور رابيدارېږي نو هم په هغه وخت احساس غم و الم او احساس اذيت پيدا کېږي.د شوپنهار تر مخه چې څومره د شعور او طباعي سطح اوچته وي هغه هومره انسان د دنني عذاب او کرب ښکار وي.
(٢)  د فرېډ رک نطشے (١٨٤٤-١٩٠٠) دا عقيده وه چې نعوذو بالله خداے مړ شوے دے او  اوس بل خداے نشته نعوذو بالله. نو د خداے په غېر موجودګۍ کښې (نعوذو بالله د ټولو اقدارو او رواياتو جاج او څېړنه  د سره کول بيا پکار دي او هم دغه سلسله په وړاندې د بوتلو سره سم نطشے اخلاق د طاقتورو او حاکمو طبقو اخلاق او د کمزورو او محکومو طبقو اخلاقو کښې اوويشل. او دغسې هغه پخپل نزد د خداے د نشتوالي (نعوذوبالله) نه پيدا شوي خلا  د معنويت نه د ډکولو هڅه کوي.
(٣) هنري برګسان (١٨٥٩-١٩٤٠) دا ګڼي چې ژوند يو داسې خودکار تفاعل Function  دے چې ددې د فزکس او کميسټرۍ په ځاے خپل قوانين دي او هم په دغه قوانينو په وړاندې سفر کوي ځي.حقيقت څۀ ساکت او جامد شے نۀ وي بلکې دا خو د ګزران مسلسل World of Continuity  يو داسې دائمي عالم دے کوم چې هره لمحه په حالت تکوين  state of becoming کښې وي.د نوي نه نوي خواصو او کېفياتو نه په تېرېدو په خپل تخليقي سفر کښې د اعلي نه اعلي تر امکانات پيدا کوي.د کوم چې د ټولو نه اهم تشکيلي وصف جوش حيات Elan Vital  دے.د څۀ ادراک چې مونږ د ژوند او شعور په صورت کوو.حقيقتونه په رياضياتي يا منطقي ولقو کښې نۀ شي راګېرېدے.د مستقبل د دنيا سمه او ټيک ارتقائي هر اړخيزه تعين کول يا د هغې په اړه پېشن ګوئي کول ناممکنه دي خو ولې بيا هم  په بعيد ترين ماضي کښې د Elan Vital  قوت د عالمي ارتقاء مخه داسې متعين کړي چې جبلت (instinct) نه تر تعقله (Reasoning)    سفر ، جبلت او تعقل دواړو مرحلو نه د وجدان  (intuition)پورې  مزل پخپله سر ته ورسېدو او عېن ممکنه ده چې دا د انسان د لا فانيت (immortality)  مرحلې ته داخل شي. برګسان دنيا د خدايانو د جوړولو مشين ګڼي.ځکه چې د جوش حيات دپاره څۀ ته هم غاړه ايښودل ناممکنه نۀ دي.دا د هر امکان  د اظهار او واقعيت مجسم کولو عمل دے. بل دا چې ارماني صېب کومه نقشه راښکلي نو دعصمتونو د لوټ مار خبره هم کوي او بيا د ظلم او جبر او وحشت د تجسيمولو هڅه هم.
د پېغلو جونو عصمتونه هم لوټ کېږي دلته
وينې توئېږي دلته
هر ظلم کېږي دلته
دلته خوارۀ دي د بارودو لوګي
اوښکي بهېږي له هر چا د سترګو
هم د ادې د سترګو
هم د بابا د سترګو
دغسې د عصمت لوټ کېدل د وحشت استعاره ده. د وحشت لغوي معنې د ځنګلي ځناورو شان نا مانوسيت دے چې هغه انسان وېني نو منډا کوي تختي.دغه استعاره او بيا د دې نه پس د کراچۍ د بېلېدو د مصرعې مرجع ده. اوس دا اندازه لګول ممکنه ده چې د دغسې کېفيت سره د نطشے ذهن ته د خداے د نشت والي نعوذوبالله لفظونه څنګه او ولې راغلل؟
نطشے د يوې جينۍ سالومي پسې د هغې په محبت کښې په ټول يورپ کښې سر وهلې بر وهلې ګرځېدلې ؤ،خو ارمان ارمان ،هغه هم داسې په اخري عمر کښې لېونے شو او هم په دغه حال کښې ددې فاني دنيا نه ارماني رخصت شو،زما په خيال دلته د معنويت او اقدارو د تفتيش د مسئلې سره مشت و ګريوان ،نطشے دپاره هغه يوه جينۍ په خوښ کتاب کښې د کېښودي ګل حېثيت لرلو،خو چې د هغې د نشت والي او مافوق الفطرت انسان (superman) د في الوقت غېر موجودګۍ حادثې هغه د لېونتوب بلېک هول ته وروغورځوو،او څۀ کم وبېش د هم دغسې حالاتو او معنويت د ارمان سره شوپنهار هم مخ ؤ،خو د تجرَد باوجود،د عمر په اخري برخه کښې چې ورته کومه صله ،اکرام او شهرت په لاس وراغلو نو شايد هغې ورله د لېونتوب طنابونه پرے کړل او د بلېک هول اړخ ته د تګ په ځاے ژوند ته راغے.
دلته اورونه بل دي
دلته کورونه سوزي
دلته يو ورور لګي بل ورور وژني
خدايه د چا په لمسون
دا قتل عام جوړ دے
بر سرعام جوړ دے
دا په سړکونو چې پراتۀ دي
دا ځوانان څوک دي
دا په سرو وينو لمبېدلي
شهزادګان څوک دي
ددې فن پارې په حدودو کښې د ورکړې شوي کارونو (ظلم او جبر) د فهرست نه  څنګه د ارماني صېب شخصيت د ذهن په پرده جوړېږي؟
هغه کارونه چې د کومو د اولس سره نېغ په نېغه هيڅ کار نشته،هغه کارونه چې په وړومبۍ مصرعه کښې موجود وحشت طرف ته راجع دي،کوم چې د معنويت ابوالهول (Sphinx)  شاته کړي ،او په امروزه سطحي مصروفياتوکښې د  ډوب اولس نه د ځان خبرولو دپاره د يو بې رنګه او معمولي کړکۍ نه د کتلو مترادف دي او د مړو د شمېرلو غېر انساني شغل هم  دغسې چې په لفظ ورور غور وکړې شي نو انسان د هر يو څيز يا مظهر د تسلسل نه تنګېږي او زړۀ ترې موړ شي د زړۀ ددغې مړېدو حالت ته د وجوديت د فلسفې تر مخه الټۍ (Nausea)  وئيلې شي.د يو ملګري سره په دې فن پارې بحث نه دا نتيجه اخذ کېږي،”په ظاهري توګه کۀ مونږ ګورو نو داسې لګي چې ددې فن پارې مرکزي کردار اخبار لولي يا يو داسې کتاب چې نيمګړے دے،نيمه پيالۍ چائے ئې هم څښلے دے او نيم ورته پروت دے او د نظم ليکلو هڅه هم کوي.داسې لګي چې په تحت الشعور کښې ئې بل نظم هم دے خو تر دغه دمه ئې نۀ دے ليکلے.خو ماته چې څومره اندازه وشوه نو هغه دا چې تور څادر  د وچې د اشرافيه متعلق نوآبادياتي علامت دے.لکه څنګه چې د اورحان پاموک په ناول سرخ ميرا نام کښې کافي د مذهبي ازاد خيالۍ ،وسيع المشربۍ او سکون علامت ګرځېدلے دے.مونږ ټولو ته پته ده چې په مسلمانانو کښې د مغرب نه راغلي خيالات او مصنوعات کفر او په مشرقي تهذيب حمله ګڼلے شوه.  د يو کار د بيا شروع کېدو نخښه ده.سوداګر، د ارمان د تکميل د خواهش علامت دے. اوښکې او بارود د تشويش او ساه ډوبۍ دواړو دپاره مستعمل دے.دغسې د معنويت د جستجو دغې ساه ډوبۍ نه پيدا شوي تشويش  تور څادر ګڼلے شوے.ددې نه وروستو بيا مرکزي کردار خپل مخاطب ته دا وائي چې زۀ  د محبت په رڼا منوره زندګي تېرول غواړم اوبيا وائي يا شايد په وېزارۍ.ګويا هغه د محبت  ارزښت تسليموي هم او محبت او انسانيت له  په خپلو ضروري کارونو کښې ځاے هم ورکوي خو بيا هم د مايوسۍ او ساه ډوبۍ ښکار کېږي.د مرکزي کردار د داسې رويې نه نور څۀ څاڅي؟  د وطن تازه صورت حال نه خبرېدل او په سړکونو پراتۀ لاشونه
د جدلياتو (Dialectics)  د افاقي جنګ  د سابقې او لاحقې په مېنځ کښې ګېر شوي اولس  سره تړلي،بې حده لوڅ لغړ حقيقت لرونکي مصرعه کومه چې په واهياتو او غېر انساني تجريدي روزمره کښې د انسان په وجودي صورت حال کښې د معنويت په تجسيم او تحليل افاقي طنز دے.او دغه صورت حال د ډډ او معنويت په عدم موجودګۍ کښې د پوره کولو د اوزار شکل اختياروي.
اوس ددې څۀ حل پکار دے
يعنې وېزارۍ نه ساه ډوبي ،او د حالاتو د اختيار نه د وتلو ويره او بيا د بنګال د جدائۍ د درد زهرژنه پونه ،هر خوا زړۀ ستړے بې معنويت…
په دې مصرعه کښې بين السطور هم هغه د ١٩٧١ء د درد او کرب په تناظر کښې ددې فن پارې مرکزي کردار د يوې بلې ناشونې له ويرې په ولقه کښې ښکاري ،او ددې موجوده حالاتو د بدلون په خاطر په تادۍ ښکاري. هم دغه کېفيت د معنويت په غېر موجودګۍ کښې ناقابل برداشت صورت حال پيدا کړي.يا دا چې د چا ذمه دارې هستۍ په عدم موجودګۍ کښې د يو نظام منتشر کېدل،وحشت،او بد نظمي Chaos د پيدا کېدو غالب امکان دے ځکه چې يو ذمه وار مالک سره د خپل مخلوق يا ملکيت دپاره خامخه څۀ پلان وي.،نعوذو بالله کۀ چرې د الله ذات نۀ وي نو څۀ مطلق حقيقت هم نشته ،او مطلق حقيقت چې نۀ وي نو بيا پلان هم نۀ وي. او د پلان د نشت والي د ويرې به دا دنيا د کشش ثقل نه ازاده شي او په يو نزدے بلېک هول کښې به پرېوځي.،ولې به لوېږي يا څنګه به لوېږي؟ هغه داسې چې د بعضې فلسفيانو تر مخه د نا موجود يا د انسان د درد او غم نه بې فکره مالک نعوذوبالله منها يا ناکارګي  entropy   يعنې د بوډا شپونکي کردار لاسو ته کنټرول لاړ شي.ناکارګي په کائنات کښې د څيزونو او مظاهرو تخريب پله د تلو نوم دے .ساده مثال ئې د کور دے چې مونږ د ډېرې مودې دپاره يو کور بند وساتو نو په هغې کښې د بې ترتيبۍ او شکستګۍ نخښې نښانې ښکاره کېږي. دا ناکافي توانائي د لائف پلان په عدم موجودګۍ کښې د هر قسمه نظم و ضبط د ماتولو سره تخريب پله د تګ نوم دے.
 يا اخري فيصله څۀ چل پکار دے
لاس پرېکېږي
د چا؟ زما ؟ ستا ددۀ کۀ د هغه ؟
ددې نه دا اندازه لګي چې ټول په ټوله نقصان د چا کېږي؟
دا نکته قابل ذکر ده چې حقيقت اولي او حقيقت اشيا څۀ دے؟  دا سوال د علم په مختلفو څانګو کښې مختلف دے.د دې حل په سائنس کښې هم لټولے شي،علميات،نفسيات ،ديومالا،فولکلور،د ادبي متون اسلوبي جهتونه او نظريات او په فلسفېانه توګه دا په څو نظرياتي ماډلز کښې د پوهېدلو هڅه کولے شي.د فلسفې د ميدان نه د ټولو نه ساده مثال د وجوديت د فلسفې معنويت او بې معنويت او وجود او عدم د مرکزي اصطلاحي جوړ په ذريعه حقيقت څۀ دے؟ جواب ته د رسېدلو هڅه ده.د تخريب دپاره د لاس د بېلېدو علامت راوړل،په دې فن پاره کښې د يو بل تخليقي جهت حېثيت لري. کۀ چرې مونږ خپل وطن ته مرکزي کردار اووايو نو په نړۍ کښې عمومي او په ايشيا کښې خصوصي به زندګي کوي د خپلې بقا جنګ به کوي.خو دلته زمونږ دغه مرکزي کردار د خپلې بقا د حرارت او روښانه نظام په ځاے خپل ذات د بې معنويت تيارو پله مائله ښکاري.او دا پوره عمل د ناکارګي  entropy  په سائنسي تصور کښې د ملفوف “جبلت مرګ” (Death Instinct) د بوډا شپونکي په استعاره انجام ته رسولے دے.دغې علامت ته داسې هم کتلے شو چې زمونږ نمر چرته لري بلېک هول جوړېدونکي ستوري نه هم وړوکے دے،او دا د نااميدۍ هغه طاقتور علامت دے چې ددوي په خيال د خداے په  نشت والي کښې د ړندې ارادې Blind will, Elan vital, Dead God, entropy د لاسه زمونږ د معنويت نه خالي زندګۍ دغسې د فنا په بې رحمه پنجو کښې ورتلې شي.لکه څنګه چې زمونږ نه زيات پوهان خاوري شو،ايرې شو او پاک شو.دغسې د يو لا ادري موهوم اميد تر مخه،کۀ زمونږ وجود معنويت حاصل کړي نو شايد د جوش حيات په لاسو کښې زمونږ معنويت د ارتقا په وړاندې راتلونکي پړاؤ کښې په کار راشي او دوام ومومي.يا د نطشے تر مخه د “ما فوق الانسان Super Man   د تشکيل دپاره د خام موادو يا يوې پړوۍ کار وکړي. ددې تجزيې لب لباب دا دے چې ددې فن پارې کردار د ګڼي نه لرې د درون بين  introvert شخصيت مالک دے،کوم چې لا ادري دے، چاته چې تر اوسه د حقيقت تعريف معين او مقرر نۀ دے د څۀ په وجه چې د هغه سره د کولو څو داسې کارونه دي د کومې ارزښت چې په سماجي حواله کم دے او د يوې بامعنې زندګۍ نه ډېر لري ،د ويزارۍ او تشويش ښکار،د خپل يقيني اختتام په حقله فکر او سوچ کوي.په کومه کښې چې يو خوا خو  ددغه کارونو نه د وېزارۍ Boredom  د کمولو هڅه کوي او بل خوا د زمکې طنابونه د شلولو يا د زندګۍ د دورانيې د ختمېدو تشويش دے.
مزيد:د وړومبۍ مصرعې دپاره وئيلې شو چې مايوسي کفر دے.خو مايوسي او وحشت؟ وېزاري د يوبل نه بيخي جدا کېفيات دي.زمونږ معروضي او موضوعي حالات زمونږ د ټولو د مخې دي،او دغې حالاتو ته چې ګورو نو هر تخليق کار د نفسياتي هيجان پرستۍ ښکار دے. ددغې نفسياتي بوج د دغې کېفيت نه د وتلو په خاطر ماته د مارک ټوين مشهور زمانه وينا راياده شوه چې زۀ د مرګ نه نۀ ويرېږم ځکه چې د پيدا کېدو نه وړاندې هم زۀ مړ ووم.دلته ” د پيدا کېدو نه وړاندې ” نه د مارک ټوين  مراد د مذهبي اغاز  لامتناهيت دے.
لنډه دا چې د ارماني صېب د فکر ارمانيت مونږ هم د خپل کېف د سرور سره اشنا کوي او د مايوسۍ په ډګر ولاړ نو د نوي رڼا په لور اقتدا ته هڅوي.

زرياب يوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ