داسې هم نۀ ده چې ګنې فقط د ازاد نظم کتابونو کښې د معری اؤ ازاد نظم تر مابین د توپیر خیال نۀ دے ساتلے شوے.بلکې د ازاد نظم د اثبات یا د ازاد نظم د هېئت، ماهېئت اؤ یا چرته د نظم ګو شاعر د ازاد نظم د فکري اؤ فني جاج اخستلو پۀ لړ کښې چې کوم مضامین اؤ مقالې چاپ دي هغې کښې ښۀ ښکاره معری نظمونه د ازادو نظمونو پۀ تول کښې ویشتلي شوي دي.اؤ دا نکته پۀ دې خبره دلالت کوي چې اکثریت د ازاد نظم تخلیق کاران اؤ څېړنکاران ټول پۀ دې اړه د یوې کشتۍ مسافر دي.
” قیوم مروت” د کوهاټ دوه نظم کو شاعران” پۀ عنوان چاپ مضمون کښې رقم طراز دے.
“ازاد نظم کښې د پښتو ډېرو شاعرانو خپل ځان ازمائلے دے ولې چې کوم اصول دې صنف ادب د پاره ټاکلي شوي دي،ډېر شاعران دې مېدان کښې د ماتې سره مخامخ شوي دي.خو د صابر هر یؤ ازاد نظم یؤ د بل نه زیات ښکاري اؤ دۀ چې پۀ دې مېدان کښې د قوت متخیله زور جوت کړے دے د هغې نه داسې مترشح کېږي لکه دا نظم هم دې ژبې سره ښائي چې نۀ خو ئې نقل اسان دے اؤ نۀ ترجمه .مثلاً یؤ نظم “اوچت مقصد”تر عنوان لاندې لیکي .
هغه ژبه دې شي ګونګه
کومه ژبه چې کړي مدحه
د خپل وخت د ظالمانو
د بې رحمه امرانو
کومه ژبه ملګرتیا کړه
د اولس د قاتلانو
دا عبارت د ارواح ښاد ایوب صابر د ازاد نظم د ارزښت پۀ اړه د لیکوال نظر دے. د دې عبارت اؤ د دې ازاد نظم پۀ توګه وړاندې شوې نمونې خپلو کښې هیڅ تړون نشته. دا یؤ کره معری نظم دے اؤ دلته نۀ د معری نظم ذکر شته اؤ نۀ څۀ اشاره، بلکې ټوله خبره د ازاد نظم نه تاوېږي اؤ بیا پۀ نمونه کښې معری نظم راوړلو باندې تمامېږي.نو مونږ پۀ کوم دلیل دا خبره ومنو چې دا څېړنکار د ازاد نظم اؤ معری نظم تر مابین توپیر کولے شي؟اؤ پۀ کوم دلیل دا ومنو چې دوي دا نظم دلته د معری نظم پۀ نیت وړاندې کړے دے؟ غرض دا چې د خپل کره تخلیق د اثبات خبره خو بیا هم لرې ده د بل کره معری نظم ته د ازاد نظم نوم ورکول هم د دې صنف سره زیاتے دے اؤ هم د دې صنف د خالق سره .
پۀ دې اړه نور هم ډېر مثالونه شته . مفلس دُراني “پښتو کښې ازاد نظم” تر سر خط لاندې لیکي.
“د ازاد نظم یؤ بل ځلنده ستورے مېجر یونس خلیل دے. د یونس خلیل د نظم خوبي د هغۀ د نظم ډرامائي انداز اؤ ابهام دے.او د دغه کبله د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې قاري یؤ نوے خوند اؤ مزه او لطف محسوسوي.د هغۀهر نظم د ابهام او رزمیت پۀ رنګینو رنګینه او ښائسته وي.او دغه د هغۀ پۀ ارته بېرته ژوره مطالعه باندې ګواهي ورکوي. هغه د موضوع او هئیت پۀ ذریعه پښتو شاعرۍ کښې ګڼې تجربې کړې دي. هغۀ یؤ نظم “پاکستان”کښې څۀ ښکلې منظر نګاري کړې ده.
دا د ورځو شپو پۀ زنه
خال د ننګ او د ناموس دے
دا غازه ده پۀ رخسارو
دا نکریزې پۀ لاسونو
د شهید د وینې رنګ دے
د وفا د توري شړنګ دے
اؤ بیا مخکښې لیکي چې “نن کۀ د پښتو ادب کښې ازاد نظم ځائې موندلے دے نو دغه د ایوب صابر د جدوجهد پۀ ذریعه دے. هغه پۀ رښتیا صابر اؤ د لوئې حوصلې خاوند وۀ.که هغۀ هغه وخت حوصله بائللې وې نو دا به پښتو ادب سره څومره لوئې ظلم شوے وۀ. د هغۀ د ۱۹۶۵ د جنګ شهیدانو ته “د تیراه د سحر باد” پۀ ژبه خپلې پیرزوئنې داسې وړاندې کړې دي.”
د تیراه د سحر باده
د لاهور پۀ هدیرو کښې
د کیهم کرن پۀ مورچو کښې
د اکنهور پۀ سر درو کښې
شهیدان دي کۀ غازیان دي
کۀ اولس دے کۀ سپاهیان دي
د جنت ټهیکداران دی
ما له ټولو نه لوګے کړه
ما له ټولو سپېلنے کړه
د تیراه د سحر باده
مخکښې د یؤ بل نظم ګو شاعر د ازاد نظم پۀ اړه لیکي.
“د ازاد نظم پۀ دغه زلمو شاعرانو کښې یؤ ځلنده نوم اشرف مفتون دے. هغۀ “د شاعر دنیا” کښې بې شمېره ښائسته د رومانیت اؤ موسیقیت نه ډک نظمونه لیکلي دي. هغه د جذبو د رومانیت تخلیقکار دے. د هغۀ پۀ هر نظم کښې د خوب د مستۍ نه ډکه فضا ساه اخلي.د هغۀ د ازاد نظم “خوب” یوه ټکړه خو وګورئ.”
شړنګا شړنګ پانزېب پۀ پښو کښې
رنګا زنګ لباس کښې پټه
دلفرېب حسن لرونکي
دلربا راته ګډېږي
پټ پټونے سره کاندو
کله هلته کله دلته
چې زۀ پټ د بړ پۀ شا شم
دا رامبېلو کښې پټېږي
زۀ د غلو پۀ قدم ورشم
ناګهانه پرې یؤ بؤ کړم
ساه نیولي حق حېرانه
دا پۀ ما راوغورځېږي
هغه زړه خبره ده. ارزښت د شاعرانو د ازاد نظم بیان شوے اؤ پۀ نمونو کښې معری نظمونه وړاندې شوي دي.
بلکې د دې(اخر الذکر) نظم پۀ اړه دلچسپ خبره دا هم ده چې مفلس دراني ورته ازاد نظم وئیلے اؤ پروفېسر نورالامین یوسفزي ورته معری نظم وئیلے.اؤ د دې د پاسه دلچسپ نکته دا ده چې د دې دواړو پوهانو دا موقف پۀ یؤ کتاب (جرس مجله نظم نمبر دویم اشاعت) کښې چاپ دے.نورالامین یوسفزے د “شلمه پېړۍ اؤ د پښتو جدید نظم هراول دسته” د سر خط لاندې د اشرف مفتون پۀ اړه لیکي:
“د دۀ معری نظم یؤ خاص ردهم اؤ موسیقیت لري.د “خوب” دا ټوټه ئې تاسو وګورئ.”
شړنګا شړنګ پانزېب پۀ پښو کښې
رنګا زنګ لباس کښې پټه
دلفرېب حسن لرونکي
دلربا راته ګډېږي
ډاکټر فدا حسېن پاڅون مجله کښې “د ډاکټر شېر زمان سیماب ازاد نظم ته یؤ نظر” سر خط لاندې پۀ یوه تنقیدي جائزه کښې د نمونې پۀ توګه دا نظم وړاندې کوي.
طبقاتی مرګ
اول د ژوند خبرې
اوس خو پۀ مرګ باندې هم
غریب کفن نۀ مومي
شکار د طبقاتو به وي
جنګ د طبقاتو نخښې
مالدار تابوت کښې ښخ شی
سوچه معری نظم دے.ګو چې موضوع د ازاد نظم پۀ اړه ده.
د ازاد نظم کتاب یا یؤ ازاد نظم یا د یؤ ازاد نظم ټکړه، پۀ هر ډګر معری نظم د ازاد نظم پۀ هېئت داسې مسلط کړے شوے لکه څنګه چې د پښتون پۀ وسائلو نور خلک قابض دي.دا رقم سوچه د ازاد نظم پۀ نیت معری نظمونه پۀ کتابونو مجلو اؤ مقالو کښې دومره چاپ دي چې د ازاد نظم کتابونه به پۀ دې غرض لوستل غواړي چې چرته ازاد نظم خو به پکښې نۀ وي؟ ..جاري..
امیر زېب عامر