0

د “تنقید عقل محض ” پیژندګلو (څلورمه برخه)

Introduction
څلورمه برخه
۔ فلسفے ته د یو داسې علم ضرورت دے چې د ټول بدیهی معلوماتو امکان, اصول او حدود وټاکې
مخکښې چې کومې خبرې وشوې د هغې نه زیاته لازمی خبره دا ده چې ځنې معلومات زمونږ د امکانې تجربې نه پرته وې او داسې د تصوراتو په ذریعه سره د کوم چې څه معروض په مقابله کښې موجود نه وې په ظاهره سره زمونږ د ججمنټ دایره د تجربی د حدودو نه ډیر پراخه کوی
د علم په دغه سرحد کښې چرته چې تجربه مونږ ته لاره نه رڼا کوی هلته زمونږ عقل په دې مسٸلو کوم چې ډیر اهم دې غور کوی
دا مسٸلې په کوم چې عقل د پاره غور کول لازمی دې هغه خداۓ, ازادی او د روح بقا ده او هغه علم کوم چې پخپله ذمه وارۍ دا مسٸلې حل کوی هغې ته مابعدالطعیات وایی دلته که مونږ د کانټ د نظر نه د عقل او مابعدالطبعیات د رشتې تر مینځه خبره وکړو نو بیا به راته ددغه علم د ضروت پیژندنه نوره هم اسانه شې
کانټ ته ددې خبرې افسوس دے چی د نورو انسانی علمونو په شان لکه ریاضی او طبعی علوم چی په سمو لارو تلې دې ددې په مقابله کښی مابعدالطبیعات چی د زرګونو کلونو علم دے تر اوسه پورې یی رو ګودر معلوم نه دے او بدقسمتی ددې علم دا ده چی ما بعدالطبیعات لکه د نورو طبعی علمونو په سمه لار نه دے تلے
څنګه چی مابعدالطبعیات په سمه لاره نه دے تلے هم دغه شان په دې پسې انسان عقل سم نه دے روان شوے د کانټ په نظر کښی ددې ستونزې لامل دا دے چی کله هم انسانی عقل د خپل فطرت نه مجبوره شوے دے او د مابعدالطبیعات په میدان کښی یی قدم کیښودے نو ددی نه هر ځل دا غلطی شوی ده چی په مابعدالطبیعات پسې یی د تګ نه مخکښې خپل ځان ته نه دې کتلې چی زما فطرت څه دے نه عقل د خپل تنقید او صلاحیت نه ځان خبر ساتلے دے او د عقل دا اهمه غلطی ده ځکه خو عقل هر وخت د مابعدالطبیعات په میدان کښې تیندکونه خورې کانټ د مابعدالطبیعات اعترافی صورت مخی ته ږدی او لاس پری راپوری کوی نو د ټولو نه اول خو په تیرو فلسفیانو تنقید کوی لکه د افلاطون په ” اعیان ” چی تنقید کوی نو وایی چی ” افلاطون د احساساتو نړۍ پریښوده او ذهن یی په یوه تنګه دایره کښی ګیر کړو او پخپله افلاطون چی د اعیان په وزرونو الوتو نو د عقل محض ماورا خلا ته ورسیدو خو افلاطون غور نه وو کړے چی د ټولی ستړې باوجود زه یو قدم هم مخکښې نه یم تلے د انسانی عقل همیشه داسی حشر کیږی چی دوی دلته یو عمارت ډیر زر ودروی خو دا تحقیق وروسته کوی چی ددی عمارت بنیاد مضبوط دے او که نه ؟ بیا ډیر ناکامه تاویلونه کتلے کیږی چی د عمارت د استحکام څه دلاسه ځان له ورکړی او یا چی اوبه د ورخه تیرې شی نو دا تحقیقونه هم اکثر نه کیږې
کانټ د مابعدالطبیعات په میدان کښی د فلسفیانو یا د انسانی عقل پرمختګ د نه کولو بنیادی وجه دا ښایې چی فلسفیانو هر ځل دا غلطی کړی ده چی د شیانو په اړه کوم بدیهی او ترکیبی صداقتونه وی کوم چی زمونږ ذهن کښی په بدیهی توګه موجود وې د شیانو تقسیم وکړی او بیا یی تحلیلی تشریح کوی او دغه شان دا پخپله تیندکونه خوری او ددی وجه دا ده چی عقل په خپل ګریوان کښی نه دې کتلې او نه یی ددی فطری خواهشونو د تکمیل د پاره په خپلو صلاحیتونو نظر اچولے دے کانټ د عقل دا اهم خواهش یا فطرت مخی ته کیښودے وو او خپله اهمه فلسفه یی د ډیر غور او فکر نه پس دنیا ته وړاندی کړه له دی وجی د کانټ فلسفے ته تنقیدی فلسفه هم وٸیلے کیږې
او ارتهر شوپنهار هم “د عقل مابعدالطبعیاتی نظام” د کانټ ددې ځانګړې نظر د پاره کاروی
کانټ وایې چې کله انسان د تجربې د دنیا نه اخوا لاړ شې نو دا ځان مطمین محسوسوی چې تجربه تردید نشې کولے او انسان ته د خپل علم د توسیع خیال دومره د کشش نه ډک دے چې په لاره کښې ورته لوۓ خنډ نه وې راغلے نو دا مسلسل مخکښې روان وې لکه ریاضی زمونږ مخې ته یو مثال دے چې مونږ د تجربې نه ازاد یو او په بدیهی علم کښې اضافه کوو په اصل کښې ریاضی د معروضاتو او معلوماتو سره دومره تعلق لری څومره پورې چې دا په مشاهده کښې راځې خو خلک دا خبره نظر انداز کوی ځکه چې مشاهده پخپله بدیهی کیدلے شې او په دې او پیور ریزن کښې فرق ونکړے شې او د عقل د قوت دا ثبوت چې وینې نو د علم د پراختیا ارزو یی نور هم زور واخلی
لکه څنګه چې پورته مونږ د افلاطون خبره وکړه او دلته بیا د عمارت مثال راخلو چې ددغه عمارت په ظاهری استحکام چې زمونږ زړه خوږیږی نو دا کار زمونږ د عقل یوه لویه حصه کوی چې دهغه تصوراتو په تحلیل مشتمله وې کوم چې مونږ د معروضاتو متعلق لرو دغه شان مونږ ته ډیر معلومات حاصل شې په کوم کښې چې صرف ددغه مفهوم وضاحت کیږی خو دا زمونږ په تصوراتو کښې د مخکښې نه موجود وې خو دا معلومات زمونږ په تصوراتو کښې په معنوی حیثیت سره ددې تحلیل کوی او د نوو معلوماتو برابر ګڼلے کیږی ددې عمل په ذریعه سره بدیهی علم حاصلیږی نو عقل یی د محسوس کولو نه بغیر د بدیهی علم په نوم د نورو ججمنټس سره راوړاندې کړې په کوم کښې چې د شته تصور سره نوے تصور بغیر د تجربی د مدد نه تړلے کیږی او مونږ ته دا معلوم نه وې چې دا تصور ددې سره د کوم ځاۓ نه راغلے بلکی زمونږ په ذهن کښې د سر نه دا سوال هم نه پیدا کیږی له دې وجې نه کانټ وایې چې زه د پیژندګلو د اول سر نه د علم ددې دواړو قسمونو په فرق خبره کوم
جاری ۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ