د تحقيق اصول: د اقتباسونو فرسوده طريقه او متبادل انداز
(يادګېرنه: دا مقاله ما يو ځل يوې مجلې ته استولې وه ، هغوي ځکه چاپ نۀ کړه چې دا د مروجه طريقه کار په خلاف ده . هغه د مقبول عامر خبره چې اس کی سوچ هم سے مختلف هے ، والا خبره وه…. دلته يې په فېس بک خپروم که څه هم په فېس بک په سم شکل کښې نۀ خپرېږي ، ځکه چې د متن په مينځ مينځ کښې ما تصويران لګولي وو او څۀ جملې مې نشان زد underline کړې وې ، خو امېد دے څه نه څه اندازه به ترې نوو سکالرانو ته خامخا وۀ شي. هغه تصويران ورسره ما لاندې لګولي دي چې هلته لوستل کېدے شي.)
تحقيق د مشاهده شوو علمونو ، څيزونو ، پېښو او واقعو يوه داسې منظمه مطالعه ده چې هم يې وضاحتونه کوي ، هم يې پېش ګويانې او امکانات روښانه کوي او هم يې د مخ نيوي لارې ګوردې ښئي ـ د تحقيق دوه قسمونه ډېر پېژندل شوي دي ـ استقرايي چې د عمومي معلوماتو/منظرنامو په اساس ځانګړو پايلو (نتيجو) ته ځان رسوي او دويم استخراجي چې د ځانګړو منظرنامو د عمومي بيان/تذکرې د پشت پناهۍ عمل دے ـ د تحقيق استقرايي طريقه مشاهده کړل شوو علمونو/څيزونو/پېښو/واقعو تجزيه کوي ولې د تحقيق استخراجي طريقه د مشاهده شووعلمونو/څيزونو/پېښو/واقعو پخلے (تصديق) کوي (۱) ـ مونږ استقرايي طريقه د معياري (Qualitative/Inductive) تحقيقي طريقې سره تړو او استخراجي (Quantitative/Deductive) طريقه بيا مقداري ګڼو ـ په ادبي تحقيق کښې مونږ تر ننه پورې استقرايي/معياري تحقيقي طريقه کارووـ
تحقيق ، موجود علم په يو نوي تخليقي انداز کښې داسې کارول دي چې نوي تصورات ، ادراکات او طريقې (Ways)رامخې ته کړي ـ هره نوې تحقيقي منصوبه (Project) کښې د شوي تحقيق پايلو او د تجزيو عمل ته هم ستر اهميت ترلاسه وي ـ دارنګې به نوې تحقيقي منصوبه نورو تخليقي پايلو ته ځان رسوي ـ (۲) مقصد دا چې په تحقيقي منصوبه کښې پايلې د تخليق حېثيت لري او که چرته د وړاندې نه تر سره شوي تحقيقي کار/پس منظري مطالعه (Literature Review) څخه کار و نه خستے شي نو محقق به نوو پايلو ته ونه رسي او امکان دا زيات وي چې هم هغه زړې پايلې تکرار کړي کومې چې وړاندينو محققينو ترلاسه کړې وي ـ
د تحقيق د عمومي بحث نه پس خپلې موضوع ته راځم ـ پښتو او د پاکستان نورو ژبو کښې دا مهال د تحقيقي اصولو چې کومه طريقه رايج ده ، هغه ډېره زړه او مښلې شوې ده ـ د دغه طريقې يا لارې له امله د پښتو د تحقيق معيار ورځ تر بلې راغورزېږي ـ مروجه تحقيقي اصولو کښې هسې خو نورې هم ډېرې ستونځې شته دي چې وخت په وخت پرې به پرې خبره کوو ، خو دا مهال يوې اهمې ستونځې ته زه اشاره کول غواړم ـ
د اقتباساتو نقل در نقل چې دا وخت په پښتو او د پاکستان په نورو ژبو کښې ښه په درز کښې روان دے (د مثال يا حوالې ضرورت يې نه ګڼم ، د پښتو هره دويمه مقاله تاسو د مثال په توګه کتلے شئ) ـ خو په جديد تحقيق کښې دا طريقه ډېره غوره نه شي ګڼله (۳) ـ د دې په ځاے خيالات، افکار او واقعات چې محقق/سکالر په خپلو ټکيو کښې وړاندې کړي نو سمه او غوره ګڼلې شي ـ لاندې يې پوره پوره تفصيل ذکر کېږي ـ
رواج دا دے چې مونږ ته کله يو کتاب/مجلې/ورځپاڼه يا بل متعلقه موادو کښې زمونږ د تحقيقي منصوبې سره سم کوم ليک يا اقتباس (پېراګراف) په نظر راشي ، نو مونږ هغه ليک يا اقتباس ټول په ټوله نقل کوو او د اصل متن نه يې ښکته په بله کرښه کښې د اصل متن نه نيمه نيمه انچه کم او د فانټ په لحاظ هم د اصل متن نه لږ کم انداز کښې درج کوو او د دواړو غاړو نه يې په واوېن کښې بندوو ـ د ډاکټر راج ولي شاه خټک د روهالوجي نه د يوې اقتباسي حوالې مثال چې د قيام الدين خادم د پښتونولي نومې کتاب نه يې رانقل کړے دے ، د تصوير په شکل کښې وړاندې کوم:
(۴)
او د دغه حوالې پوره پوره تفصيل يې شا ته په ماخذاتو کښې درج دے ـ اوس ستونځه داسې راولاړېږي چې د نن دور يو محقق/سکالر د راج ولي شاه خټک په دغه کتاب کښې دغه اقتباس ولوستلو او د خپل تحقيقي منصوبې د علمي کولو يا بشپړ کولو د پاره يې دغه اقتباس راوړل اړين وګڼلوـ نو ډېري داسې محققين/سکالران شته چې هم دغه اقتباس به اوچتوي خو حواله به د راج ولي شاه نه ورکوي (۵) ، بلکې د هغه اصل ماخذ حواله به ورکوي ، د کوم د پاره چې راج ولي شاه په ځان خواري ګاللې ده ـ د دارنګې اقتباس نقل کولو په ترڅ کښې بله ستونځه دا هم مخې ته راځي چې اقتباس پسې اقتباس راوړل کېږي او د محقق/سکالر خپل خيال يا اند پکښې ورک شي يا کله کله داسې هم ليدل کېږي چې يو نيم اقتباس پوره پوره مخ ، يو نيم مخ او کله کله تر دوو مخونو پورې هم ورسي چې يو خو د محقق/سکالر خپل انداز پکښې ګډ وډ شي دويم د لوستونکيو توجو هم کله چرته او کله چرته واوړي ـ بل د مقالې اسلوبياتي انداز هم ګډوډوي ـ د دې ټولو د مخ نيوي د پاره دا زړه او فرسوده طريقه زه سمه نه ګڼم ـ
د اقتباس په ځاے که چرته مونږ د اصل ماخذ لب لباب را اخلو يا هم دغه خبره محقق/سکالر په خپلو ټکيو کښې د حوالو سره راوړي نو دا د اقتباس نقل کولو ستونځه هوارېدے شي ـ دا پورتنے اقتباس چې د راج ولي شاه خټک د کتاب نه مو د تصوير په شکل کښې راخستے دے، د نوي يا مجوزه تحقيق په رڼا کښې داسې درج کېدے شي ، پښتو خو د ژبې نوم دے ، ولې پښتانه چې پښتو يادوي نو مقصد يې زياتره په عهد ، لوظ ، قول او عزم د ټينګښت وي او د دغي ټکي نه د پورته ذکر شوو معنو په اساس صفت جوړوي لکه پښتو نه پښتون او د پښتون نه بيا د زړورتيا ، تکړه توب ، او ميدان ګټلو معناوې اخلي او هم د دغه معنو نه يو بل صفت د توريالي مخې ته راځي ، لکه فارسيوان چې د شمشير نه شمشيرزن جوړوي ، دوي هم د تورې نه تورزن ساز کړي او دغسې د تورې نه توره کول په شکل کښې يو مصدر مخې ته راشي او هم د دغه مصدر نه بيا افعالو ته قيصه لاړه شي (دلته به حواله نمبر ورکړے کېږي) ـ (يادګېرنه: دغي اقتباس نه مې لاندې کرښه صرف په دې غرض راښکله چې ښکاره کړے شي چې دا د راج ولي شاه د پورتني اقتباس روان شکل دے) ـ مونږ وکتل چې هم هغه د قيام الدين خادم خبره وشوه خو په نورو ټکيو کښې او بغېر د واوېنو نه، اوس دلته يو داسې نوي محقق/سکالر ته چې د دغه حوالې اصل ماخذ يې نه وي لوستے ، به ډېر په مشکله د دې حوالې سر او لم معلومېږي ـ نو محقق/سکالر به يا خو مجبوره کېږي چې د راج ولي شاه په حواله دا خبره واخلي او يا بيا اصل ماخذ ته ځان ورسوي او ځان پوهه کړي چې دا خبره اصل ماخذ کښې څنګه راغلې ده ـ خو دلته ياد ساتل پکار دي چې داسې عمل مونږ بايد صرف د هغه اقتباساتو سره وکړو چې موخه مو صرف هغه خبره يا خيال يا واقعه مذکور کول وي او که موخه مو د يو کتاب/مصنف/مفکر متن ښودل وي بيا به اصل متن راوړل اړين وي ـ
بله خبره دا چې نن سبا چې د سندي تحقيق د پاره په پوهنتونونو کښې د کمپېوټري انټي پلېجرزم سافټ وېئر کوم عمل شروع شوے دے ، دې کښې که څه هم تر اوسه پورې د پښتو يا نورو ګاونډيو ژبو فيصدي ډېره کمه ښئي خو دا به په راتلونکي کښې داسې نه وي ـ ځکه چې تر اوسه پورې د پښتو ډېر کم مواد يا خو آن لاين شوي دي او يا د انټي پلېجرزم سافټ وېئر په ذهن کښې خوندي کړل شوي دي ـ راتلونکي کښې چې مواد زيات آن لاين يا دغه سافټ وېئر ته وخېژول شي، بيا به دا د اقتباساتو نېغ په نېغه نقل کولو کښې زمونږ سکالران د پلېجرزم د ستونځې سره مخ کېږي ـ د دې نه د راتلونکيو سکالرانو د ساتلو د پاره هم بايد د اقتباسونو نه ډډه وکړے شي او د نورو پوهانو خبرې/خيالات/افکار پخپلو ټکيو کښې د حوالو سره راوړل شي ـ
دې کښې يوه بله ستونځه هم راولاړېږي ـ پاکستان کښې مونږ د اردو حوالې زياتې کاروو او د تحقيق د اصولو سره سم د بلې ژبې نه راوړل شويو اقتباسونو ژباړل هم په محقق لازم وي خو زياتره سکالرز/محققين د دې په خاطر د اردو د اقتباسونو ژباړه ته اهميت نه ورکوي چې ګني دلته پښتانه لوستونکي د اردو ژبې سره بلد دي ـ د دوي دغه سوچ په خپل ځاے سم هم دے خو داسې کول د تحقيقي اصولو سره سم عمل نه دے ـ بل خوا که دوي د تحقيقي اصولو د خيال ساتلو په غرض د اردو ژبې اقتباسات ژباړي نو يو خو په لوستونکيو اضافي بار غورزېږي ـ دويم د مقالې په ضخامت کښې خامخا زياتوالے راځي ـ دريم د سندي مقالې د ممتحنينو وخت هم خرابېږي ـ د دې د پاره که د نورو ژبو (اردو ، انګرېزي ، فارسي ، عربي او نورې) نه د اقتباس راخستلو په ځاے د مقالې د نور متن سره سم په پېراګراف کښې د هغه اقتباس تش خيال (لب لباب) بيان کړے شي يا ژباړه هم وړاندې کړے شي (ځکه چې مېډيم يې څنګه بدلېږي نو د انټي پلېجرزم سافټ وېئر د خطرې نه خو هسې هم ووځي) ، يو قسم له د سکالر/محقق خپلو ټکيو ته منتقل شي ـ خو د دغه پردي اقتباس د خيال يا ژباړې د ختمېدو سره سم به حواله نمبر ورکول لازم وي ـ د مثال د پاره دا لاندې تصوير چې قلندرمومند پکښې د حالنامې نه اقتباس راوړوے دے ، وګورئ:
(۶)
که دلته د فارسۍ د متن نه پرته هم دا خبره بغېر د واوېنو نه قلندر مومند په پښتو ژبه کښې د خپلو خبرو په انداز کښې نقل کړے وے چې حکيم ترمنځه جنګ شوے وه نو ځکه بايزيد د مغلو دشمن وه ، خو د دې برعکس حالنامه دا وايي چې اکبر بادشاه څنګه صراته التوحيد وليده نو وې وئيل چې شېخ مې په پيرۍ قبول کړه او ماته يې چې هر کوم خدمت پېښ شه ، زه به يې په ځاے راوړم ـ بيا يې د پير دستګير د پاره څه هديه هم راولېږله او خليفه (دولت چې صراته التوحيد يې بادشاه ته وړے وه) ته يې هم خلعت وبخښلو(دلته به حواله مندرج شي) ـ (يادګېرنه: دلته ما د قلندر مومند په ژباړه کښې يو څه کمے بېشے کړے دے او بل مې ورلاندې کرښه ويستې ده ، دا کرښه مې صرف د لوستونکيو ته ښودلو په غرض ويستې ده ـ د دې مطلب به هېڅکله دا نه وي چې ګني زه د داسې قسمه حوالو لاندې د کرښې اچولو تاکيد کوم ـ)
داسې کولو سره يو خو د اقتباس چې نقل ته لاره هواروي ، طريقه هم له مينځه لاړه ، دويم د انټي پلېجرېزم د سافټ وئير نه هم بې غمه شو ، دريم د مقالې حجم باندې هم اثر وغورځېدو ، څلورم د لوستکونکيو او ممتحنينو د وخت بچت هم وشو او پينځم د مقالې اسلوب هم صرف د محقق/سکالر ته پاتې شو ـ
دلته يو بل تصوير د ښاغلي پروېز مهجور د مرتب کړي د ارزاني خويشکي کليات د مقدمې نه را اخلم چې ښاغلي پکښې د اولف کېرو د انګرېزۍ کتاب The Pathan نه متن راوړے دے او بيا يې ژباړه هم ورکړې ده:
(۷)
دغه رنګ که د انګرېزۍ د متن راوړلو نه پرته پروېز مهجور تش دغه خيال/خبره په روان پېراګراف کښې راوړې وے ، د مثال په توګه ، دغه جنګ په اپرېل کال ۹۳۱هـ ۱۵۲۶ء کښې شوے وه ـ قصوري (پټهان) پښتانه څوک چې د لاهور سوېل اړخ ته د ستلج سيند په دواړو غاړو اباد دي ، د محمد زيو د خويشکي څانګې سره تعلق لري ـ دوي يو واضح روايت لري چې دوي د پېښور نه د بابر د فوج سره راغلي وو او دوي ته د دې خدمت په ٌله کښې په مينځني پنجاب کښې جاګيرونه وبخښلے شول (دلته به د حوالې نمبر اندراج وي) ـ (يادګېرنه: دلته ما د پروېز مهجور په ژباړه کښې يو څه ټکے نيم کم يا زيات کړے دے او بل مې ورلاندې کرښه ويستې ده ، دا کرښه مې صرف د لوستونکيو ته ښودلو په غرض ويستې ده ـ د دې مطلب به هېڅکله دا نه وي چې ګني زه د داسې قسمه حوالو لاندې د کرښې اچولو تاکيد کوم ـ)
اوس که دغه خبره يا حواله چا اوچتول غوښتل نو د اصل ماخذ د کتلو نه بغېر يې نه شي اوچتولے او که د اصل ماخذ نه پرته يې څوک اوچتوي نو خامخا به يې د پروېز مهجور په حواله اوچتوي ـ
خو زمونږ پښتانه محققين/سکالران هم د قام د مجموعي محرومۍ په اساس د احساس کمترۍ سره مخ دي ـ دوي هڅه کوي چې د دوي په مقاله کښې دې د انګرېزۍ اقتباسات وي چې علميت يې مسلم يا مستند وګرځي ـ ګني د يو محقق/سکالر د مقالې وزن په اقتباساتو نه درنېږي ، په حوالو درنېږي او حواله خو د اقتباس نه پرته هم په خپل ځاے پرته/درج وي چې د مقالې د استناد او د محقق د خوارۍ غمازي کوي ـ
دلته يوه خبره بايد دا هم وکړو چې که چرته د يو دانشور/مفکر/شاعر يو داسې قول/مصرعه/شعر/بند چې د هغه د تمامې تېورۍ/نظريې/مفکورې بنياد ګرځېدلے وي او يو محقق/سکالر يې نقل غواړي ، نو د هغې د متن نقل کولو نه صرف د جديد تحقيقي اصولو پوهان اجازه ورکوي بلکې غوره طريقه يې هم ګڼي ـ خو ظاهره خبره ده چې داسې نمونې به بېخي مختصر وي ـ لکه خوشحال خټک وايي چې }درې څيزه دي ، خوراک پوشاک اوتاک{(۸) ـ اوس دلته دا قول د معاشياتو په اړه د خوشحال خټک د فکر پوره نظام په مونږ راڅرګندوي نو ځکه مې هغه اصل قول په واووېنو کښې راوړو او د داسې قسمه نمونو راوړل به اړين وي (۹) ـ داسې يوه حواله هم په تصويري شکل کښې د قلندر مومند د ياد اثر نه راخلم:
(۱۰)
دلته د بايزيد او ملک تور تر مينځه شخړه يا واقعه بيان شوې ده ، د هغې مرکزي نقطه هم دغه د ملک تور وړه مکالمه ده کومه چې په واوېن کښې بند ده او ورلاندې د پنسل کرښه اچول شوې ده ـ قلندرمومند په لوے کمال څومره په اختصار سره دغه متن راخستے دے چې هم يې د تمامي واقعې بنسټ ته لوستونکي رسولي دي او هم يې د تحقيق غوره رسميات په ځاے کړي دي ـ
د اقتباس يا متن راوړلو په اړه هم دومره څه وئيل به پوره وي او زما خيال دے چې ما خپل مافي الضمير خپلو لوستونکيو ته ورسولو او د اقتباسونو په ځاے د خيال/فکر/تصور د نقل کولو نوې/مجوزه طريقه د ښودلو کار به تر ډېره اسان شوے وي ـ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حوالې او حاشيې
1. Earal Robert Babbie, What is Research, quastionpro.com, 24/6/2022
2. Definition of Research, westernsydney.edu.au 24/6/2022
3. پروفېسر ډاکټر معين الدين عقيل ، جديد رسميات تحقيق ، لاهور ، القلم انټرپرائزز رحمان مارکيټ ، ۲۰۱۹ء ، ص:۱۵
4. ډاکټر راج ولي شاه خټک ، روهالوجي ، پېښور ، يونيورسټي بک اېجنسي خېبر بازار ، ۲۰۱۳ء،مخ: ۱۵۹
زما مراد د دې خبرې نه هرګز دا نه دے چې ګني د پښتو ټول 5. نوي محققين/سکالران داسې بدديانته دي ـ دلته بيا ډېر داسې ايماندار محققين/سکالران هم شته دي چې د حوالو په اوچتولو کښې چرته هم د بدديانتۍ نه کار نه اخلي ـ
6. قلندرمومند ، د خېرالبيان تنقيدي مطالعه پېښور ، د چاپ ځاے کوهاټ روډ ، ۱۹۸۸ء ، مخ:۴۸
7. پروېز مهجور خوېشکے ، د ارزاني خويشکي کليات ، پېښور ، پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي ، جون ۲۰۰۵ء ، مخ:۵۸
8. دستارنامه، څيړنه او سمونه: عبدالحکيم شاه ، د پي اېچ ډي مقاله ، مملوکه: پښتو اکېډيمي ، پېښور پوهنتون ، پېښور ، سېشن: ۲۰۱۲/۱۳ ، مخ: ۲۲۱
9. جديد رسميات تحقيق ، ص: ۱۵
10. د خېرالبيان تنقيدي مطالعه ، مخ: