غزل
دا ستا د زړۀ و خواته در روان دے بل سړے
زه نه يم اوس مالک د دې مکان دے بل سړے
د دغه ښار ځپلي که نازيږي ټول په ما
د دغه ښار پر ښکلو باندې ګران دے بل سړے
زه نه يم، زه خو ستوري هومره لرې يم اشنا
ستا شونډو ته نزدې لکه پېزوان دے بل سړے
پخوا به دې تل زه درګډولم په خپل غم
خو نن دې لوند د اوښکو په باران دے بل سړے
دروېشه په دې کلي کښې دے دا عجب رواج
چې تورې يو سړے وهي او خان دے بل سړے