Dua Nazam by Dr Amin tanha 0

دُعـــا

په موده پس مې نن تر غوږو شو بيا هغه اواز
تپوس پښتنه جوړ تازه او خېر په خېر چې وشو
ېوې لحظې له خاموشي شوه ښه درنه خاموشي
لکه مودو له ودرېدلي وي د وخت نبضونه
د وخت د دغه خاموشۍ په دغه ګونګه ژبه
ډېرې خوږې ترخې خبرې وې روانې وې خو
دا سلسله دلته کښې ختمه شوه په دې خبره
نن سبا څه کوې حالات دې بدل شوي کنه؟
چا راته وې چې دے لا هغه شان هم هغسې دے
سپوږمۍ ته ناست وي بهر ټوله ټوله شپه تېروي
دا تا د ځان نه څه پاګل جوړ کړے څه دې خېال دے؟
موسم ته نه ګورې چې شپه ده څومره يخ موسم دے
د ځان دښمنه که ناروغه شوې که تبه دې شوه
تا ته خو ډېرې خوشحالۍ پرتې دي ژوند پروت دے
ګورے چې بيا درنه خبر نه شم چې داسې کوې
رښتيا سبق دې چرته ورسېدو څه يې حال دے؟
دلته چا ګران غوندې کې نوم ستا د سبق اخستو
د زړۀ د تله درته ډېرې دعاګانې کؤم
زر مې خبره ورله پرېکړه ما وې څنګه دعا؟
بس یو ساعت له خاموشي شوه ښه درنه خاموشي
په غرېو نیولي ژړغوني مړغېژن اواز کښې
دومره مې واوریدل په دې خبره پوه شومه
چې زړۀ دې صبر شي بیخي زما نه سم صبر شي
ډاکټر_امين_تنها

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ