0

‌انرجي ډرنکس

د انسان وجود او مازغۀ سکون او خوشالي غواړي – او دا دواړه د يو هارمون ډوپامين د اخراج سره حاصليږي – دغه ډوپامين چې پۀ مثبت طريقه خارج شي نو د خوشالۍ او تازګۍ نه علاوه وجود له فائده هم ورکوي – لکه انسان چې ورزش اوکړي د وجود نه خوله اوځي – بيا ولامبي او صحت مند خوراک وکړي نو موډ ئې ښۀ شي – دغه د ډوپامين مثبت اخراج دے –
بله کۀ انسان پۀ خپله دياړۍ مزدورۍ يا افس کښې د رزق له پاره جسماني يا ذهني ورزش وکړي – او هغه ته دا احساس کيږي چې بچو له حلال رزق پېدا کووم نو د دې سره هم دے مطمئن او خوشاله وي – دا هم د ډوپامين مثبت اخراج دے – پۀ دې وجه بې روزګاره خلک اکثر د ذهني اذيت سره مخ وي –
ستونځه دا ده چې عموماً مازغۀ د ډوپامين د اخراج له پاره لنډه او اسانه لار ګوري – او دغه لنډې لارې اکثر منفي وي – لکه غيبت کول ، غلا کول ، فحش مواد کتل ، نشې کول يا د موډ ښۀ کولو او توانائي زياتولو د پاره د انرجي ډرنکس استعمال ټول وجود له وقتي خوشالی ، سکون او تازګي ورکړي خو وروستو د نقصان سبب ګرځي –
هر انرجي ډرنک د نورو اجزاو نه علاوه د توانائي زياتولو او موډ ښۀ کولو د پاره دوه بنيادي اجزا کېفين او شوګر لري – پۀ انرجي ډرنکس د کېفين مقدار د کافي نه هم زيات وي – او دغه حال د شوګر هم وي – د کېفين زيات مقدار د زړۀ رفتار او بلډ پرېشر زياتوي – چيني د وجود د غټ والي سره سره د شوګر د مرض سبب هم جوړيږي –
د نوي ځوانانو پۀ وجود او مزغو د دې دواړو زيات مقدار ډېر بد اثرات لري – چې پۀ هغې کښې موډ بدليدل او روغه خبره شر ته بوتلل يعني عدم برداشت ډېر مهم دي – ډوپامين چې څومره زيات او زر خارج شي نو دومره پۀ تېزۍ سره ښکته هم راځي – چونکه د چینۍ ګلائسيمک انډېکس يا د توانائي ورکولو فېصدي شرح ډېره سېوا ده – نو څومره پۀ تېزۍ چې توانائي ورکوي دومره پۀ تېزۍ انسان ستړيا ، بې چيني او انزائټي ته راکاږي –
د دې پۀ نتېجه کښې انسان دې ته لکه د نشې عادي شي – چې موډ مې ښۀ شوے – خو بيا پۀ هغه مقدار کښې استعمال موډ هغسې نۀ ښۀ کوي نو انسان ورو ورو د دې مقدار زياتوي – تاسو به اکثر ليدلي وي چې يو تن اول سګرېټ څښي ، بيا څۀ موده پس چرسو ته شي او بيا آئس طرف ته لاړ شي – د دې بنيادی وجه هم دغه وي – چې د ډوپامين اخراج بيا پۀ هغه مقدار کښې نۀ کيږي نو انسان د خوشالۍ او سکون له پاره نوې لارې ګوري –
خېر بيا انرجي ډرنکس طرف ته راځو – دغه بيان شوي دوه اجزا خو ئې بنياد دے – د دې نه علاوه پکښې مختلف کېميائي اجزا د رنګ ، خوند ، ټينګوالي ، د توانائي د زر حصول او زيات وخت پاتې کېدو له پاره استعماليږي – لکه سوډیم بېنزووېټ ، ټارېن ، وټامن بي ، جېنسګ ، ګورانا او نور سټېمولنټ وغېره – دا نور اجزائے ترکيبي پۀ نوم او مقدار کښې مختلف او کم زيات کېدے شي –
چونکه مېدان د مقابلې دے نو هر برانډ ځانله نوې نوې لارې هم ګوري – لکه رېډ بل او سټينګ يو جز لري چې پۀ ځوانانو کښې د زړۀ د دورې سبب جوړېدے شي – د دې نه علاوه هر انرجي ډرنک پۀ معده ، اينه او ګردو هم ډېر مضر اثرات لري – لنډه دا چې هر هغه عمل يا خوراک چې تاله سکون او خوشالي ستا د صحت پۀ بدل ورکوي هغه نشه ده – او د نشې نه ځان ساتل مهم دي –
#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ