پښتو ادب · سياست · تاريخ · فلسفه · صحافت · شاعري
پښتانه شاعران

28مئي 1947 ستر قامي اتل ارواښاد مولنا فضل محمود مخفی‌ورځ

28مئي 1947 ستر قامي اتل ارواښاد مولنا فضل محمود مخفی‌ورځ .
علم د انسان د فوقيت دې ډېر محکم نشان.
دا عمل جهاد سره ډېر لوئي. مناسبت لري.
مولانا مخفي.

ډېر پښتانه د شلمې پېړۍ د ازادۍ د مبارزې د پښتون قاميت د جديد تصور بنسټ ګر، قامي اتل روښان فکره لوستے سیاست مدار ، اديب او د قامي تحريک لار ښود ، مولانا فضل محمود مخفي نن هم نه پېژني ! دوه کاله وړاندې مونږ د مخفي صېب په باجوړ کښی په پلارني کلي ، زګۍ ، کښی سټډي سرکل کړے وو خو ددغه کلي هم ډېر کم مشران د مخفي صېب نه خبر وو اسلام اباد نړۍ وال پوهنتون کښې راته څو ورځې وړاندې ددغه کلي يو لوستي ځوان محب خان اووئيل د سټډي سرکل نه پس اوس د کلي ماشومان هم مخفي صېب په باره کښې ډېر خبر دي او ویاړ پرې کوي .
د شلمې پېړۍ دا ستر اتل د خپل نوم په شان په حقيقت کښې د خپل قام نه د ډېرو نورو اتلانو په شان ډېر په هنر د نصاب او اجتماعي حافظې نه هم، مخفي ، ساتل شوے دے.

يو ورځ مې يو لوستي کس نه په باجوړ کښې پوښتنه اوکړه ما وئيل ، مخفي صېب پېژنې ! وئيل ئې آو مفتي محمود صېب پیژنم ډېر تکړه سړے وو ! پښتانه د پردو د نصاب له برکته د مخفي صېب پشان د اتلانو دهغوي د کار او زيار او قامي مبارزې نه  خبر نه دي ! مخفي صېب د ازادۍ د وخت هغه ستر قامي مبارز وو چې تش د خبرو نه، د مېدان عملي سړے وو۔ د شېخ الهند شاګرد وو په اووه ژبو پوهېدو د حجرې جومات سړے وو د غازي امان الله خان صلاح کار پاتي شوے وو په 1919 کښې په کابل کښې د استقلال په غونډه کښې چې کله د روس سفير ، جي آر ګيرس ، د مخفي صېب فی البديهه وېنا واورېده نو هغه اووئيل کاش چې په دې خاوره يو پينځه مخفيان نور وے نو په نړۍ کښی به غلام او غلامي پاتي نه شي .
مخفي صېب باچا خان په قامي سياست کښې خپل استاذ ګڼي ۔ خپل کتاب دهغه د يو قامي نظم په نوم کوي ، ولي خان ئې صفتونه کوي غني خان ترې متاثره وو ،پيرنګيان ئې پخپل وخت کښی د بالشوېکو ايجنټ يادوي د دير نواب ئې د پيرنګېانو په وېنا د دير او بېا د باجوړ نه شړي ، د مخفي صېب د سیاسي فراست دا لويه نخښه وه چې هغه د شلمې پېړۍ په اول کښې وئيل که پښتانه علم پوهه حاصله نه کړي غلامي ئې چرې نه ختمېږي ځکه باچاخان او مخفي صېب د ټولو نه ړومبې پښتنو له سکولونه جوړ کړل ، مخفي صېب به دا هم وئيل چې د قامي شعور لپاره په ټولنه کښې نېغ په نېغه ډېر کار ته اړتيا ده۔ د مخفي صېب د سیاسي بصیرت نخښه دا هم وه چې خدائي خذمتګارو ته ئې په 1936 کښې وئيل، داسې برېښي چې ويني د پښتنو توئيږي زندانونه د دوئې ډک دي خو ګټې به راباندې دهند خلک اوکړي .
عبد الاکبر خان اکبر وائي دا ستر اتل په 1921, کښې ما په لکړو کښې د ترنګزو باباجي سره په داسې حال اوليدو چې جامې او څپلۍ ئې شليدلې وې په دې حالت کښې لګيا وو په لکړو کښې د پښتنو ماشومانو لپاره سکول جوړولو .
د مخفي صېب په ژوند يو کتاب ځلمي هېواد مل په کابل کښې ليکلے، بل مهم کتاب فضل زمان شلمان ليکلے، دغه کتابونه خامخا واخلئ او د مخفي صېب د ژوند د قامي اړخ نه ځان خبر کړئ ! سبا به ان شاء الله د مخفي صېب په ژوند ويډيو او ليک هم شريک کړم.
ځلمے هېواد مل د مولانا فضل محمود مخفي په اړه ليکي! مخفي صاب به وئيل مونږ به چې کله د خبرو اترو لپاره يو ځائے کېدو نو د باچاخان د کور لارې اړخ ته يوه وړه کوټه وه فخر افغان زمونږ لپاره بېټک کړې وه د کوټې ور به مو د دننه نه بند کړو باچا خان به غني خان په غېږ کښی د کوره راويستو په قالین به ستوني ستغ پروت وو غته ګوته به ئې رودله او مونږ به د قام وير کولو او چې چرته به ما نوے نظم اوروو نو غني به راته شنې سترګې اړولې او خندل به ئې.
مولانا فضل محمود مخفي وائي ! جهالت يوه تياره ده که يو قام هرڅومره ژوندے وي خو که د جهل په تيارو کښې وي دا په مړ حساب دے، که د نړۍ د نورو قامونو پشان پښتانه د عصر هر ډول زده کړو ته ملا اوتړي نو تیارې به په رڼا بدل کړي.

اې جهله ! ورک شې مونږه دې ورک کړو
مونږه ورکېږو آرمان آرمان دے
جهل نشه ده سړے پرې مست وي
زمونږ هر تن مست پخپل ځان دے.
مولانا مخفي.

مولانا خانزېب.

خپله تبصرہ وليکئ

ستاسو اي ميل به نۀ شايع کېږي

error: دا مواد پروټيکټيد دي،