104

نرے باران

نرے_باران

زۀ ئې خوا ته ناست ووم او هغه ډوبې اودي رنګې چشمې ئې لکه د نورو ورځو نن هم پۀ سترګو وې ـ ماته ئې وې چې هغه بله ورځ تا یوه غوښتنه کړې وه ـ ما وې زما نه خو هېره ده ـ هغې وې زما نه نۀ ده هېره ـ خو هاغه ځائې برابر نۀ وۀ ـ ما وې هیڅ خبره نۀ ده – ستاسو سره ناسته هم زما د پاره لویه سرمایه ده ـ هغې مرۍ تازه کړه – زۀ ورته غوږ غوږ شوم ـ او ناڅاپه مې پۀ غوږونو کښې د يو اورېدلي اواز شیریني خوره شوه –

“نرے باران دے پاس په لوړو ئې وروینه، ژورے کورمې ته نصیب راوړې یمه ـ جانانه لاس راکړه چې دواړه سره ځونه” هغه ګويا وه او زۀ ورته ساه نيولے ناست ووم – هله مې خيال شۀ چې هغې ناڅاپه اووې – ” دغه دوه کرښې مې ستا له خاطره اووې ” – ما ورله شکريه ادا کړه – دا هغه سندره وه ـ کومه چې ما په رېډیو بلها ځله اورېدلی وه ـ او نن مې د ګلنار بیګم نه نېغ‌ پۀ نېغه واورېده –

پۀ اپرېل کال ۱۹۹۴ کښې ما د لېډی ریډنګ هسپتال په مېډیکل سی وارډ کښې هاوس جاب کوۀ ـ د سحر راونډ به اکثر ډاکټر مصنف شاه کوۀ ـ ټول میډیکل افیسرز، هاوس افیسرز او پیرا مېډک سټاف به ورسره وۀ ـ په دغه سحر زمونږ سینئر رجسټرار ډاکټر مسعود شاه صیب راونډ کوۀ ـ او مونږ ټول ورسره وو ـ په نمبر نمبر به ئې د یو یو داخل مریض تفصیلات مونږ ته وړاندې کول ـ

بیا یو کټ ته ودرېدۀ ـ دغه مریض بېګا د پرايوېټ کلینک نه داخل شوے وۀ ـ مونږ ټولو ته ئې اووې ـ دا زنانه پېژنئ ـ زۀ شاته ولاړ ووم ـ ما د نور سټاف په ترخونو کښې چوند اوکړو ـ او سترګې مې پکښې ځائې کړې ـ خو بیا شاته شوم ـ ټولو سرونه اوږو طرف ته وڅنډول ـ هغه اووې چې دا زمونږ د پښتو لویه سندرغاړې ګلنار بېګم ده ـ د نوم اورېدو سره ما هغه نور سټاف په اوږو اخوا دېخوا ټېل وهو ـ اؤ ځان مې ځائې کړۀ –

هغه وې افسوس چې دا نن په جنرل وارډ کښې پرته ده ـ سبا له چې نۀ وی ـ نو خلک به پرې کتابونه لیکی ـ مقبرې به ورله جوړوی ـ خو په ژوند ئې دا حال دے ـ چونکه دغه بېډ ماته حواله وۀ ـ د راونډ نه پس زۀ راغلم هسټری مې ترې واخسته او چارټ مې ورله برابر کړۀ ـ دوه لوڼه او خاوند‌ ئې هم ورسره وۀ – ګلنار بیګم ماته وې یو خواست درته کووم چې اخبار، رېډیو یا ټی وی واله خبر نۀ کړې ـ زۀ نۀ غواړم چې څوک خبر شی ـ

ګلنار بېګم ته د اینې مرض وۀ ـ او د هغې له پاره به ورته په هره دریمه میاشت یو خاص قسم ډرپ لګېدو ـ چې د هغې قیمت ډېر سیوا وۀ ـ ما ته ئې وې ـ ” پروسکال راله صدر لغاری په اسلام اباد کښې اېوارډ او څۀ پیسې راکړې وې ـ خو دا علاج دومره ګران دے ـ چې هغه پیسې هم ختمې شوې ـ اوس مو بیا څۀ درک نۀ لګی” ـ خدائے شته دغې بې وسۍ ئې ډېر خفه کړم –

د هسپتال اېم اېس ته مې یو درخواست ولیکۀ – د هسپتال پۀ بولټن بلاک کښې پراېوېټ کمرې وې او یوه کمره به پۀ دوه سوه روپۍ ورځ الاټ کېده ـ خو د وي آئي پي خلکو د پاره به فري وه ـ ما چې درخواست یوړو ـ نو ماته هغې کلرک وې ـ چې زر روپۍ اېډوانس داخلې کړه ـ ما کلرک ته اووې چې دا خو هم وی آی پی ده ـ هغه وې حکومت زمونږ نه د دې پېسې غواړی ـ اېم اېس له پۀ خپله ورشه ـ هغه دې پرې فري ولیکی ـ مونږ به ئې تاته الاټ کړو ـ

د دوه ګنټو انتظار نه پس زۀ نا زړۀ غوندې پۀ اېم اېس پسې ننوتم ـ هغه ته مې خبره اوکړه ـ خو د هغه مرۍ کښې ځانله لويه سريه لګېدلې وه – ما پۀ زړۀ کښې وې سحر به د بينک نه پېسې راواخلم او دوي له به ئې راوړم – ماسخوتن بیا وارډ ته لاړم ـ ګلنار بیګم ته مې وې ـ ” سبا به انشاءالله تاسو پرايوېټ کمرې ته شفټ شئ ” ـ هغې وې ـ ” تا چاته اووې ـ ما نۀ غوښتل چې خلک خبر شی” ـ ما وې ” ما هیڅوک هم نۀ دی خبر کړی” ـ

سحر د راونډ نه پس چې د اېم اېس آفس ته روان شوم ـ د آفس مخې ته مې په افضل خان لالا نظر شۀ ـ افضل خان لالا په دغه وخت د بېنظیر پۀ حکومت کښې د کشمیر کمېټۍ وزیر وۀ ـ زۀ ور مخکښې شوم ـ سلام مې ورته اوکړو ـ او بیا مې ورته خبره اوکړه ـ هغه پرې هلته په ولاړې ولاړې اېم اېس ته ولیکل ـ چې دا فری کړه ـ مائې شکریه ادا کړه ـ زۀ ئې په ملا وټپولم ـ چې ځه د دې نه بله وی آئي پي نشته ـ

پرائوېټ کمره بغېر له اېډوانسه میلاو شوه ـ هغو ورته ماسپښین شفټ شو ـ او درې ورځې پکښې وو ـ زه به زیات وخت ورسره ووم – د خپل فني سفر ډېرې نا اورېدلی قيصې ئې زما سره شريکې کړې ـ هغه زر روپۍ مې په جیب کښې وې ـ ما وې دا کېږدئ ستاسو د لارې کرایه به شی ـ خو د هغې خوددارۍ دا برداشت نه کړه چې هغې ته لاس کړي – دغه اخري ورځ وه چې د رخصتۍ نه مخکښې ئې ماته دغه دوه کرښې زمزمه کړې ـ

#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ