0

جوړې

جوړې

دلته سحر مازيګر د پاښۀ عمر انګرېزان جوړه جوړه قدم وهنې له راوتې وي او ښۀ پۀ ګپ روان وي – د دې خبرې يو ښۀ اړخ دا دے – چې هغه پۀ دې پوهه وي چې پۀ دې عمر کښې مونږ ته د يو بل ضرورت د ټولو نه زيات دے – ځکه خپله رشته لکه د ځوانۍ پۀ ډېره ښۀ توګه پالي – اوس به مجاهد ملت وائي چې دوي خو انګرېزان دي او مادر پدر ازاده ټولنه ده – مونږ خو د خېره مسلمانان يو – تۀ مونږ ته ولې دا خبرې کوې –
هو نو ځکه زمونږ د پاښۀ عمر زياتره سړي اکثر پۀ پوله ، د کلي پۀ لار کښې ، پۀ دوکان يا د‌ دوکان مخې ته پۀ دړه ناست وي – او پۀ لاره تېريدونکي هرې ښځې ، ماشومې او ماشوم له داسې اېکسرے اوباڅي چې جنسي وحشت او مذمومه تشنګي ئې د سترګو نه څاڅي – دا ځکه چې د ښځو نه ئې د دمونو ، درودونو ، وردونو او ختمونو مزارونه جوړ شوي وي – هغو پۀ غم ښادۍ او د بچو پۀ خصمانه کښې دومره بوخت وي – چې خاوند ورته يو ضمني څيز ښکاري –
د دې ناوړي عمل ډېر محرکات دي خو يوه لويه وجه ئې دا ده – چې زمونږ نارينه طبقه اکثر د ځوانۍ پۀ جوش کښې د خپلو ښځو عزت نفس مجروح کوي – هغوي ته سپک او کمتر نظر کوي – چې کله د وخت ګرزنے تاو شي ، بچي ئې لوئے شي نو د ښځو پښه پخه شي او بيا د خاوند نه خپل بدل اخلي – دویم دريم او څلورم وادۀ جائز دے – خو د هر چا د کور مالي او معروضي حالات داسې نۀ وي چې دغه کار وکړے شي – نو قيمت ئې بيا ټوله ټولنه ورکوی –
پړق د يو لاسه نۀ خيژي – پکار ده چې زمونږ خلک پۀ ځوانۍ کښې د خپلو ښځو سره د برابرۍ او د احساس داسې رشته جوړه کړي – چې د وخت د تېرېدو سره د هغې بياستې نورې هم پېوستې شي – او چې ښځې بيا د خاوند د مجبورو او ضرورتونو د احساس نه عاري نۀ وي – ځکه چې کله بچي د خپلو همسفرو سره والوځي نو د وخت ګرزنے بيا تاو شي او د دوي یو بل ته ضرورت د مخکښې نه هم سېوا شي –

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ