0

کن فيکون

کن فيکون د قران حکيم اصطلاح ده او زه هم يواځې د قران حکيم په رڼا کښې خبره کوم– د کن فيکون اصطلاح په عمومي ډول د کاينات د پيدايش په ضمن کښې وييلی شي چې کن نو فيکون شو— يعنې خالق ووييل چې اوشه نو اوشو— مطلب کاينات ته يې ووې چې پيدا شه نو پيدا شو–خو که غور وشي نو دغه اصطلاح قران حکيم يواځې د کاينات د پيدايش د پاره نه بلکې په عمومي معنو کښې راوړې ده– کن فيکون د قران حکيم په اتو مقاماتو کښې په خپل خپل تناظر کښې راغلې ده— چې دوه څرګندې زاويې لري— يوه زاويه فيصله کول او دويمه زاويه اراده کول — يعنې يو داچې کله خالق د يو څيز د پيدا کولو فيصله وکړي نو هغه څيز بيا پيدا شي— او دويم دا چې خالق د يو څيز د پيدا کولو اراده وکړي نو هغه څيز بيا پيدا شي— د سوره بقره په ايت ۱۱۷ د سوره مريم ايت ۵۳ او د ال عمران ايت ۳۷ کښې کن فيکون د حضرت عيسی عليه السلام د پيدايش په ضمن کښې راغلی دی– مثلا — اذا قضی امرا فانما يقول له کن فيکون— يعنې کله چې الله فيصله وکړي نو ووايي چې اوشه نو بيا اوشي—- دلته– قضی– نه مراد دی فيصله کول—دغسې په سوره غافر ايت ۳۸ کښې د مرګ او ژوند په ضمن کښې— په سوره نحل ايت ۴۰ او سوره يس ايت ۸۲ کښې د عمومي پيدايش په ضمن کښې راغلی دی– مثلا — اذ اراد شی فيقول له کن فيکون—يعنې کله چې خالق د يو څيز د پيدا کولو اراده وکړي نو ووايي چې اوشه نو اوشي– دلته –اراد — نه مراد دی اراده کول—- نو خبره خو په ټولو ايتونو کښې عمومي ده يواځې د کاينات د پيدايش سره مخصوص خو نه ده— البته که د کاينات پيدايش ته هم راشو نو د –کن فيکون– په اصطلاح کښې استمرار دی يعنې دوام دی— مطلب هر څه مخې سره نه کيږي بلکې د خالق د مقرر فطري قوانينو مطابق تدريج سره کيږي– چې زمونږ د زمکني وخت او قانون تر مخه پرې زرګونه لکونه او کروړونه کلونه لګي—
قران حکيم چې نيغ په نيغه د کاينات د پيدايش په اړه وييلي دي چې — الذی خلق السموات والارض وما بينهما فی ستته ايام—- نو دلته هم په عمومي ډول دا ګڼلی شي چې د خالق له خوا د — کن — وييلو په نتيجه کښې اسمانونه زمکه او تر مينځه يې چې څه دي دا هر څه په شپږو ورځو کښې پيداشو— خو دې ته پام ډير ضروري دی چې عربۍ کښې يوم يو ورځ ته هم وايي او يو دور ته هم— په همدغو ايتونو کښې د يوم وضاحت هم شوی دی چې — فی يوم کان مقداره الف سنه مما تعدون—- يعنې دغه يوم د زر کلونو يا زرګونو کلونو هومره مقدار لري که په شمار يې راشئ—
اوس دې ته هم غور وکړئ چې د کاينات د تخليق په اړه خو د خالق –کن– لا تر اوسه د –فيکون– د مرحلې نه تيريږي ځکه چې کاينات خو لا نن هم مکمل شوی نه دی— خالق پخپله وايي چې زه ورته وسعت يعنې پراختيا ورکوم— والسما بنينها بايد و انا لموسعون– يعنې اسمان مې په خپلو لاسو جوړ کړو او ورته وسعت ورکوم— نو بيا خو د کاينات په ضمن کښې اوس هم د فيکون مرحله روانه ده– چې د قران حکيم دغه ايت يې نور وضاحت کوي چې — کل يوم هو فی شان— يعنې هغه هره ورځ نوي شان کښې وي— ځکه خو زمونږ کاظم خان شيدا هم وييلي دي چې–
هره ورځ ورق ګردان يې
مخترع د نوي شان يې
او د کاينات په اړه علامه اقبال هم وييلي دي چې–
يه کاينات ابهی ناتمام هے شايد
که ارهی هے دمادم صداے کن فيکون
نتيجه دا چې د کن فيکون عمل هم دوام لري او کاينات هم خوريږي او پراختيا مومي–

نوټ—- د خالق له خوا وييل— اسمان په لاسونو جوړول– وغيره د تفهيم د پاره علامتي انداز دی– او ايتونه مې د کيبورډ د مجبورۍ نه بغير اعرابو ليکلي دي چې اصلي متن سره يې کتل پکار دي– د سوره او ايت حوالې مې ورکړې دي–

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ