93

د خواري کښو ورځ

څه وخت وړاندې په سيمه کښی ېوه جرګه کښې ناست ووم د کروړونو روپو لانجه وه چې کله مو د لانجه مارو خبره واورېده نو د دوه لانجه مارو په لانجه کښی د غريب خواري کښو مزدوري هم زوړنده وه ما هغه دواړه لانجه مارو ته وائل جرګه کښې مو هله کېنم چې ړومبی په شريکه د خواري کښو مزدوري ورکئ بېا به وړه پړه روستو ګورو.

ډېر خلک داسې شته چې مزدور ورسره مزدوري اوکي د کروړونو ودانی به جوړې کړي خو بېا مزدوري ورکولو په ځائې غريب دومره اوکړوي چې زړه ئې شين کړي.
پېغمبر عليه السلام وائي
أعطوا الأجير أجره قبل أن يجف عرقه : ژباړه .
مزدور ته د هغه د خولې اوچېدو مخکې خپل اجرت ورکړه ؟
بل ځآی پېغمبر عليه السلام وائي زه به د درې کسانو وکالت کوم ېو پکښی هغه مزدور چې کار ئې پوره کړې وي خو مزدوری نه ورکول شي.
د بني اسرائيلو د ېو دری کسانو په پېښه کښې امام بخاري ېوه پېښه ذکر کوي چې درې کسان په ېو تړ کښی ګېر شوي وو د خلاصي لپاره ئې خپل ېو غوره عمل خدائې ته وسيله کولو د ېو تن نيکي دا وه چې مزدور تې خپه تلې وو څو کاله ورک وو ده د هغه مزدور په مزدوری د هغه سړي لپاره ګډې بزې اخيستې وې بېا ډېرې شوې څو کاله پس چې هغه مزدور د خپلې مزدوری اخيستو لپاره رالې سړي ورته غټه رمه ګډې اوښودې هغه سړې حېران شو وائل مزدوري هم نه راکوی او ټوقې هم راپسې کوې هغه سړي ورته اووئل ټوقې نه کوم دا هم ستا مال دی ډېر شوې دا ټول واخله!!
کارل مارکس وائي د دهقانانو نه خواري کښ ډېر خودار وي دهقانان کله هم شعور نه قبلوي خپله ټوله شتمني او کائنات ئې پينځه دړې پټې وي خو صنعتي انقلاب کښی خواري کښ انقلابي فکر لري ځکه په مارکسيسټ انقلاب کښی د انقلاب ټوله اډانه د بورژوازي ډلې په مقابل کښی په پرولتاريا طبقه وي.

مولانا خانزېب..

د خپلې رائے اظهار وکړئ