0

موسيقي

په زړه يونانۍ ميتهالوجي کښې د نرو خدايانو او ښځو خدايګڼو دواړو تصور موجود وو– د فن او هنر يعنې ساز شاعرۍ او رقص خدايګڼې نوم ماوسايک Mousike وو- دغه خدايګڼه د ماوسا mousa په نوم هم ياديده چې بيا يواځې د ساز او ترنم خالقه وګڼلی شوه – نو دغسې د ساز او ترنم د پاره دغه يوناني نوم ماوسايک رواج شو چې په زړه لاطينۍ ژبه کښې موسيکا musica شو-لاطينۍ نه فرنچ ته هم د musica موزيکا په شکل راغلو- او په انګريزۍ کښې ميوزيک music شو چې اردو او نورو مشرقي ژبو ترې موسيقي جوړ کړو– تر دې چې په عربۍ او فارسۍ کښې هم وکارولی شو– هسې د عربۍ خپل نوم الغنا دی چې د فارسۍ نغمه او غناييت هم له دغې الغنا نه جوړ شوی دی– پښتو کښې ورته خپل نوم سندارا هم کارولی شي چې جرړه يې سندره ده– سندره کښې پخپله د غږونو دغه غناييت نغمګي او رواني موجوده ده– پښتو کښې ټنګ ټکور اصطلاح هم شته خو دا ترکيب دی د ټنګ او ټکور چې ټنګ پکښې اواز د پاره دی او ټکور داسې اواز د پاره چې زړه پرې ټکور شي يعنې درديدلي زړونو ته ملهم شي-
په اسانو ټکو کښې موسيقي د اوازونو د توازن ترتيب او اعتدال نوم دی چې هغه د الاتو اوازونه هم کيدی شي او انساني يا د مارغانو او قدرتي مخلوقاتو هم — دغه توازن د يو دروند او يو سپک غږ د رايوځاې کولو نه زيږي چې اوچت او ټيټ يا سپک او دروند غږ يا زير و بم هم ورته وييلي شي– د سپک او دروند غږ دغه توازن ترتيب او اعتدال که نه وي نو بيا اوازونه شور وي خو موسقي نه وي-
اوس چې دا جوته شوه چې موسيقي يواځې د اوازونو د ترتيب او توازن سره اړه لري نو بايد دا نظر کښې وساتو چې دغه موسيقۍ سره که کومه فحش او بيهوده شاعري وييلی شي نو دا د شاعرۍ خرابي ده د موسيقۍ نه– دغسې دغه موسيقۍ سره که کوم بيهوده رقص او ډانس کولی شي نو دا د رقص خرابي ده د موسيقۍ نه– دغه خرابۍ د ساز او اواز نه بغير هم خرابۍ دي– پوچ بيان بغير له سازه هم پوچ وي- ځکه دغه نورې خرابۍ موسيقۍ پورې تړل درست کار نه دی– که چرې يواځې ساز او اواز هم داسې شي چې د ټولنې د خرابۍ انتشار او اړي ګړي سبب شي نو دا به د موسيقۍ قصور وي خو يواځې يو مترم غږ او منظم ساز به ټولنه څنګه له دغو خرابيو سره مخ کړي– د ټولنې د خرابولو نور عوامل په نظر کښې ساتل ضروري ډي- هر ناوړه عمل په موسيق ورتپل هم مناسبه رويه نه ده- د موسيقۍ ديني او شرعي حيثيت څه دی- دې نه مخکښې دا پيژندل ضروري دي چې موسيقي په بنيادي توګه دی څه شی او کوم قسمه موسيقي-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ