په پښتو کښې کسکريزم 0

په پښتو کښې کسکريزم

په ادب کښې وخت په وخت نوي نوي تحريکونه او مکتبونه راپورته شوي دي نوي نوي موضوعات، نوي نوي فکرونه او اسلوبونه منظرعام ته راغلي دي د ژبې او ادب په لمن فراخه کولو کښې ئې د ذکر وړ کار کړے دے ځکه چې دغه تحريکونه او مکتبونه په شعوري ډول د يو مقصد او غرض په توګه راپورته شوي وو خو په نزدو نزدو کښې په غېر شعوري توګه يو اسلوب او د شهرت په لور يو داسې زغل مخې ته راغلو چې د ادب د هئيت او ماهئيت په حواله ډېرې خامۍ او کمۍ لري او هم د دغې خاميو او کميو له وجې ورله سنجيده ليکوالو هيڅ توجو ور نۀ کړه بلکې وخت په وخت ئې د دغه قسمه ادب د ودې او شهرت په حواله د تشويش

اظهار هم کړے دے ولې مخ نيوے ئې ګران ؤ، دغه مکتب يا تحريک په کسکريزم بللے شي ـ
د کسکريزم اصطلاح په هغه وخت کښې مشهوره شوه کله چې د يو ناپوهه ماشوم فرمان کسکر د خلې نه د هغه د قلبي وارداتو بې ساخته اظهار په ټولنه کښې مشهور شو وروسته دغه مشق متواتر جاري وساتلے شو چې نۀ ئې اهنګ لرو او نۀ فرهنګ خو ناپوهه اولس اوږو ته وخېژؤ ـ
دغه اصطلاح کۀ هر څو د يو فرد له وجې مشهوره شوه ولې دغه قسمه خصوصيات ډېر افراد لري بلکې اوس پوره ډله ده ـ هر څو کۀ په دغه مېدان کښې د وړاندې نه هم ډېر ښاغلي په منډه وو او د شهرت حاصلولو په لړ کښې ئې يو در او يو غر پرېښے نۀ دے، ځانونه ئې ورته وړي وخت رسولې دي او په دې خبرو به ئې برېتونه هم تاؤ کړي دي چې څومره څومره ايډيشنونه ئې د کتابونو چاپ شوي دي خو له ښه مرغه دغه معيار د کسکريزم د راتګ سره عوامو ته په ډاګه شو اوس پوهه طبقه په دې خبره ورسېده چې معيار د شهرت او مقبوليت سره څه خاص علاقه نۀ لري ځکه چې ډېره معياري او د خپل عصر ترجمانه شاعري اوس هم د لوستو او اورېدو په انتظار ده که نن نۀ وي دغه شاعري به سبا اولس په غور او په شوق لولي او دغه وقتي او غېر معياري شاعري به دفن کېږي ـ

کسکريزم لکه د پېريانو د ډولۍ را وچته شوې هغه هوا ده چې اوس رو رو په کوزېدو ده کله چې دغه د پېريانو ډولۍ را وچته شوه نو هغه شاعرانو حضراتو ورته هم په ښۀ نظر نه کاتۀ چا ته چې خپله چاړه په اوبو کښې ښکارېده ځکه نو داسې غلي غلي به ئې ورته بد هم وې ځکه چې قام په دغه ائين کښې د دوي مخونه هم ليدل ـ
ډېر خلک په دې خبره د وړومبۍ ورځ نه پوهه وو چې دا د پېريانو ډولۍ به ډېره زر کوزېږي دغه کسکريان به په يړ په خپله زمکې ته راکوزېږي بيا به ئې څوک په سړه لېټۍ کښې نۀ حسابوي ځکه چې نۀ خو د دوئي په شاعرۍ کښې فن شته او نۀ څه فکر او نۀ څۀ نظريه شته ـ مخاطب ئې هغه ځوانان دي څوک چې د شکور د مېنځ نه خوري د دې نه نۀ دې خبر چې دنيا څو ډانګه ده او نۀ په شعر پوهېږي محض د يو کسکري شاعر د خلې نه نيمه وړومبۍ مصرعه له نۀ وي راوتې او دوي چغې وهي دې ته صبر نۀ کوي چې په شعر کښې شاعر څه فرمائي د هغه صبر ته څه ضرورت دے ځکه چې هغه هسې هم په شعر نۀ پوهېږي او نۀ په شعر کښې د پوهېدو څه وي خو محض د حافظې په زور د هم اوازه لفظونو بر مار وي ـ
په کسکريزم کښې څه شاعران کرۀ کسکريان دي څه نيم دي او دا ځينې کسکريان نۀ دي ولې اورېدونکي ئې کسکريان دي يا د کسکريانو په وار پيدا دي هغوي په هغه ځائے کښې خامخا حاضر وي چرته چې د کسکريانو مشاعره وي ـ دغه د کسکريانو په وار پيدا د احساس کمترۍ ښکار وي د هغوي دا خيال دے چې ګنې دا د پېريانو ډولۍ به ټول عمر داسې اوچته وي او که مونږ ښکته پاتي شو نو داسې به پاتي يو ـ
د کسکريزم سره علاقه لرونکي يا خو د خپلې شاعرۍ او ماهرۍ په وجه ښکاره او پېژندے شي او يا د هغوي په غونډو پنډو کښې هغه کۀ سنت وي که واده وي او کۀ خېرات وي شرکت د ځان د پاره سعادت ګڼي ولې دغه سعادت نۀ دے د ادب او ژبې سره چې کوم زياتے کېږي په هغې کښې پوره پوره شريک هم دي ـ ځينې ښاغلي دا نظر لري چې مخ نيوے ئې پکار دے خو زه ورته وايم صبر وکړئ دا چې کومو خلکو اوږو ته خېژولې دي دا به هم هغوئ راکوزوي ځکه چې دوئ دومره د ډېر وخت له پاره په اوږو د ساتلو نۀ دي، البته د کسکريانو په حواله د سنجيده ليکوالو او په پښتو مئينو تشويش او د خفګان څرګندونه په ځائے ده ځکه چې ډېر ښه ښه ليکوال هم په دغه رنګ کښې رنګ شوه د معياري شاعرۍ په ځائے د فن او فکر دواړو جنازه ووته، خو فائده ئې دا وکړه چې په کرۀ او کوټه کښې فرق واضيحه شو ـ د اصلي او سوچه ليکوالو نه ئې د شهرت بيماران جدا کړل ـ اوس لږ ډېرپه اولس کښې شعور پېدا کېږي دغه د پېريانو ډولۍ کوزېدو واله ده د کسکريانو سره چرې ختم دي ـ امېد دے چې پښتانۀ به خپلې معياري شاعرۍ ته رجوع وکړي او دغې غېر معياري شاعرۍ او شاعرانو ته به په مخه ښه اووائي ـ

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ