Pashto Azad Nazam 0

د پښتو ازاد نظم (عروضي څېړنه)

هر صنف چې پۀ خپل ټاکلي شوي هېئت کښې تخلیق شي نو فقط د کاغذ پۀ مخ د لیکلو نه ئې هم پته لګي چې دا فلانے صنف دے.هغه کۀ ټپه وي، کۀ غزل وي، کۀ هائیکو وي اؤ کۀ بل صنف وي.تر دې پورې چې د نثري نظم د هېئت د اثبات پۀ لړ کښې دغه فارمېټ د یَو قوي دلیل پۀ توګه کار کوي.خو ازاد نظم یواځنې داسې صنف دے چې د دې پته خو لږي چې دا د ازاد نظم فارېټ دے خو چې حقیقي معنو کښې ازاد نظم وي اؤ فني توګه حقیقي ازاد نظم پښتو کښې ډېر کم پۀ نظر راځي.دلته دوه نکتې ډېرې اهمې دي.یوه دا چې د کره ازاد نظم پته لګي خو د مصرعو د لنډوالی اؤ اوږدوالي لۀ امله ئې لګي نو چې دغه مصرعې مصرعې دي او کۀ نۀ جملې دي یا د مصرعو او جملو ټوټې دي؟
دویم دا چې د یؤ صنف د مصرعو د اړولو راړولو سره یؤ صنف بل صنف ته ناوړي خو ازاد نظم کښې داسې ډېرې نمونې شته چې د هغې نمونو پۀ مصرعو کښې یؤ حرف د رد و بدل نۀ کولو باوجود فقط د مصرعو یؤ ځائې کولو پۀ اساس بل صنف وجود مومي.د غزل نه قطعه نۀ جوړېږي.د ټپې نه غزل نۀ جوړېږي اؤ د چاربیتې نه رباعي نۀ جوړېږي خو پښتو کښې داسې ازاد نظمونه شته چې د هغې نه نور اصناف پۀ خانګړي توګه معری نظم اؤ قطعات یا فرد(یؤ شعر) وغیره جوړېږي بلکې داسې ازاد نظمونه هم شته چې هغه سوچه معری نظمونه وي خو د ازاد نظم پۀ توګه کتابونو کښې چاپ دي اؤ دا رقم نظمونه پۀ تعداد کښې یؤ دوه نۀ دي بلکې پۀ ښاخو اوړي.پۀ داسې کښې ازاد نظم د ماهئیت نه وړاندې د هئیت پۀ تله تللو ته اړتیا لري اؤ هم د دغې ضرورت تر مخه اوس ګورو چې کوم کوم نظمونه کره ازاد دي؟کوم کوم کوټه دي؟ ولې کوټه دي؟ اؤ داسې کومه یوه پېمانه کارول پکار دي چې مونږ پرې دغه نظمونه وتلو اؤ د کره ازاد نظم تخلیق ته لار همواره شي؟
پۀ دې لړ کښې ړومبے قسم هغه نظمونه دي چې د ازاد نظم پۀ توګه کتابونو کښې چاپ دي خو دغه نظمونه سوچه معری نظمونه دي .د بېلګې پۀ توګه د ډاکټر شېر زمان سیماب دا نظم چې د “الفت” د سر خط لاندې د هغوي پۀ کتاب “الهام” کښې د ازاد نظم پۀ توګه چاپ دے.

الفت
چې الفت وي محبت وي
دا د زړونو کېفیت وي
چې قرار وي سر خوړلے
او احساس وي بوږنېدلے
تزنېدلے کړیدلے
لولپه وي ګرزېدلے

اؤ یا هم د دغې کتاب نه د “امن راغے” سرخط لاندې دا نظم

امن راغے
دلته د جنګ پۀ ختمېدلو پسې
د امن داسې دعوه ګیر راغلے
چې پۀ ټوپک پسې ئې ټېنک راوستے
دلته پۀ زاغ پسې ګل چین راغلے
زمونږ پۀ ښار دا لګېدلې لمبې
بچیه! دا د سړېدلو نۀ دي
ستا د تختۍ د کتابونو ارمان
بچیه! کورې کۀ پوره شي دلته
ناڅاپه درز شي هر څۀ اوجړقېږي

زۀ کۀ دا دعوه کؤم چې دا نظمونه سوچه معری دي اؤ چاپ د ازاد نظم پۀ نیت دي نو دلته به د قاري ذهن کښې دا سوال پېدا کېږي چې کېدې شي شاعر دا نظمونه د معری نظم پۀ نیت لیکلي وي. نو زما جواب به دا وي چې سوال نۀ پېدا کېږي ـ ځکه چې د دې کتاب “الهام” پۀ مخ پاڼه ئې “ازاد نظمونه” لیکلي نو باید چې دې ټول کتاب کښې یؤ هم معری نظم نۀ وے.داسې خو پکښې بیا پابند نظم غزل اؤ قطعات هم پکار وو خو د دې نه دا جوتېږي چې د دې کتاب خالق اؤ سریزه نګارانو ته دا پته نشته چې ازاد نظم څۀ څیز دے؟ هئیت ئې څۀ دے؟ ځکه چې پاس ذکر دغه دواړه نظمونه بۀ سریزه کښې د دې کتاب نه د ازاد نظم د نمونې پۀ توګه راخستي شوي دي چې سوچه معری دي اؤ دې ته نۀ سریزه نګارانو اشاره کړې ده چې دا د ازاد نظمونو کتاب کښې معری نظمونه دي .اؤ نۀ مصنف پۀ خپله ټول کتاب کښې چرته د معری نظم ذکر کړے دے.دې نه دا جوتېږي چې دوي معری اؤ ازاد نظم ټول یؤ څیز ګڼي .داسې هم نده چې ازاد نظمونه پکښې نشته خو دا زمونږ سره اکثر د ازاد نظم کتابونو کښې ستونزه وي چې ښۀ پۀ فني توګه پۀ تول پوره نظمونه هم لري اؤ نیمګړي هم اؤ هم دا هغه نکته ده چې د ازاد نظم د نۀ پېژندلو پله اشاره کوي ځکه چې کۀ څوک د یؤ صنف د هېئت نه خبر وي نو هغه به ولې نیم سم اؤ نیم ناسم لیکي؟ د دې نه خو دا جوتېږي چې د ډېرو شاعرانو د ازاد نظم لیکلو کوشش د ړوند د لاس غرګے دے..جاری.

امیرزېب عامر

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ