دا د جهالت د شپې ځپلي اوښې بار به شي
یو موټے رڼا هم که څوک وکري خروار به شي
ما سره فقط د ” خپل کارین د خونه لښته وه *
ما سره موسی داسې همسا نه وه چې مار به شي
نفس که دي د سر د پاسه کېښودو نو پېټے شي
دا که دې د پښو د لاندې راوستۀ، پېزار به شي
تاخ مې سموو ستا مات بنګړے مې پکښې وموندو
کښې مې ښودو بېرته ما’ل د کار شے دے پکار به شي
نه راځي په پړي د شعور کښې نازولے څټ
لږې ورځې صبر وکړئ خوار به شي هوښیار به شي
دا د زړۀ زخمونه مې څلو جذبو نېولي دي
خداے که پرې سپرلے راوستو ګوره لاله زار به شي
فن د ژوند د حسن روحیه ده بها نه لري
دا هم که چا اخېيست ، خرڅولو نو فن خوار به شي
یه شماله کور به همایون * * هم پټکے اوهي
بله ورځ یې ګوره د جنګونو ټېکدار به شي
رضوان الله شمال
کوز دیر پښتونخوا
* د خوږلن بابا یو شعر ته اشاره
** همایون خان زما ورور چې مدرسې ته مو لېږلے دے د علم د پاره .