69

د عطاءالله جان صېب خوندور غزل

زۀ لکه درد په خپل پرهر کښې ځائېدمه هم نۀ
خو لکه درد د خپل پرهره بيليدمه هم نۀ

لګه ګلاب په هره څانګه غوړېدمه هم نۀ
نۀ نۀ زۀ داسې لۀ هر چا نه ځارېدمه هم نۀ

زما د حسن انتخاب دومره ساده هم نۀ وۀ
لکه بورا په هر يو ګل به بڼېدمه هم نۀ

پردي اتڼ کښې په يوه پښه تاوېدمه هم نۀ
لاس په نامه د بل سرود ته ودرېدمه هم نۀ

ستا د سرو شونډو په ټکور ټکورېدمه هم نۀ
او د خپل زړۀ د درد په څړيکو پوهېدمه هم نۀ

ستا بې رخۍ او ستا غرور خوابدے کړے ومه
خو مجبوري دا وه چې ستا نۀ صبريدمه هم نۀ

يو اذيت وۀ,اضطراب وۀ,زړۀ چاودون وۀ ژوندون
خو بس قصه دا وه چې زۀ ترې تښتېدمه هم نۀ

ماته د خپل اولس غلبيل غلبيل سينې يادې وې
باداره ځکه ستا تمغو ته ټېټېدمه هم نۀ

څۀ عجيبه کېفيتونه راخواره وو په ما
چې مې خندل هم نۀ په چغو ژړېدمه هم نۀ

داسې کافر جادو دې کړے وۀ کافرو سترګو
چې زۀ د خپل زړۀ د درزا نه خبرېدمه هم نۀ

د يوې داسې حادثې نه راتېر شوے ومه
چې نړېدمه هم نۀ بيرته رغېدمه هم نۀ

څۀ ستا د ياد د بڼ هوا په هوا کړے ومه
څۀ زۀ خوشبو وم په يو ځاے ايسارېدمه هم نۀ

جانه حالاتو کۀ هر څو راورول اورونه
خو زۀ د زلفو په يخ سيوري پټېدمه هم نۀ

د خپلې رائے اظهار وکړئ