دا به ستا خيال وي خو زما د خياله نۀ ئې خبر
په آل خبر ئې د خپل ځان، له حاله نۀ ئې خبر
تا د پېسو مېسو د ګټې وټې غم ليدلے
خو تۀ د مينې د سور اور جنجاله نۀ ئې خبر
ما ته ئې اووې نوے کال دې مبارک شه ياره
ما ورته وې تۀ د تېر شوي کاله نۀ ئې خبر
تا ته د اور تپ او د خپلو خولو شړپ يادېږي
منګے دي څوک په غېږ کښې وړي کلاله نۀ ئې خبر
مونږ په مودو مودو يو بل نۀ وينو ستا د لاسه
زمونږ تر مېنځ ولاړ سپېره ديواله نۀ ئې خبر
زۀ ستا اقبال سحر ماښام لولم په خپل نصاب کښې
خو تۀ زما د ننګيالي خوشحاله نۀ ئې خبر
ما ورته وې زۀ تر بونېره په دې پښو تلے يم
وې ئې تۀ ځوان ئې لا د دې زواله نۀ ئې خبر
تۀ سمندر ئې يادوې باد شوې زلفې مدام
خو د خورو زلفو د دام او جاله نۀ ئې خبر