Pashto poetry Ghazal By Rizwanullah Shamal 0

روحه څۀ ستا اومې څرمنې نه پــه اور کښــــې ولاړ

روحه څۀ ستا اومې څرمنې نه پــه اور کښــــې ولاړ
څۀ  د  احســاس  د  تېرۀ  غنې  نه  په  اور  کښې  ولاړ
والله چې تا راســــره ښـــــۀ وپالــــــۀ راه و رســــــــــم
ســــــپیه خـو زۀ دې د مېــــــرمنــــــې نه په اور کښــــــې ولاړ
د هغه دوؤ ستــــرګو لیــــدو له ستــــرګي ډنډ ګرځــــــؤم
د هغۀ ســــــپینې چغجـۍ زنې نه په اور کښــــــې ولاړ
زمــــــــکې نه ډېــــــر ، زۀ د نېــــــنزکې د کــــشش معــتقد
او هـم د دغــــــه زړۀ راښــــکنې نه پــــه اور کښــــې ولاړ
ما د يوې سپــږې په سر “کــــــــن ” ته اور وانــــۀ چــــوؤ
حالانکــــــې ډېــــــر وومــــه د کنــې نه په اور کښــې ولاړ
قلــــبي ادراک ته مې ذهنــــي واهمـه لارې نیســي
شمـاله! زۀ د دغــــــې بنــــــې نه په اور کښــــــې ولاړ

شمـــــــــال

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ