سېنا: ستاسو يوه لنډه شان پېژندګلو؟
قلندر: زما خپل نوم صاحبزاده حبيب الرحمان او قلمى نوم قلندر مومند دے. زۀ د ستمبر په وړومبۍ نېټه کال ١٩٣٠ء کښې د پېښور ضلعې په بازيدخېل نومې کلى کښې پېدا شوې يم، کورنۍ مې د مخکښې نه علمى او ادبى وه، دوه زامن مې دى جالوان او ځلان، دواړه صحافت سره تړون لرى.
سېنا: خپل تعليمى سفر متعلق څۀ ووايئ؟
قلندر: د خپلې علاقې د دستور مطابق ما هم د پرائمرى سکول نه شروع کړې وه، هغه وخت به په ټاټونو ناست وو، کرسۍ به صرف استاذ دپاره وه، په کال ١٩٤٦ء کښې مې مېټرک پاس کړو، بيا مې اسلاميه کالج پېښور کښې داخله واخسته خو د سياسى وجوهاتو په بنا مې تعليم مکمل نۀ کړې شو، وروستو مے د پرائيوېټ تعليم سلسله شروع کړه، په کال ١٩٥٨ء کښې مې د پېښور يونيورسټۍ نه په انګرېزى ادب کښې اېم اے وکړه او بيا په کال ١٩٧٣ء کښې مې د قانون امتحان (LLB) په ښو نمبرو پاس کړو، څۀ وخت دپاره مې وکالت هم کړې وو.
سېنا: تاسو تر اوسه پورې په کومو کومو عهدو پاتې شوى يئ؟
قلندر: د ملازمت شروع مې د زراعت محکمې نه کړې وه، يو څو کاله پس اے جى افس ته لاړم بيا مې انګلس رابرټسن کمپنۍ کښې ملازمت شروع کړو. په کال ١٩٥٨ء کښې د اېم اے نه پس د پبلک سروس کمېشن په وساطت په ګورنمنټ کالج پېښور کښې د انګرېزى ادب لېکچرر مقرر شوم. پېښور نه چې ګورنمنټ کالج اېبټ اباد ته مې بدلى وشوه نو په ما يو بې بنياد الزام ولګولې شو او د ملازمت نه ئې لرې کړم، د اېل اېل بى کولو نه پس مې وکالت شروع کړو. په کال ١٩٨٠ء کښې على خان (خدائې دې وبخښى) چې د ګومل يونيورسټۍ وى سى وو نو زۀ ئې راوغوښتم او هلته ئې د انګرېزۍ لېکچرر مقرر کړم، په کال ١٩٨٢ء کښې په ګومل يونيورسټۍ کښې د لاء کالج (Low College) پرنسپل مقرر کړې شوم او په کال ١٩٨٣ء کښې د پښتو ډکشنرۍ پراجېکټ ډائرېکټر وټاکلے شوم.
سېنا: تاسو پښتو کښې اېم اے نۀ ده کړې خو بيا هم پښتو ادب کښې يو لوړ مقام لرئ، د دې وجه؟
قلندر: پښتو کښې اېم اے خو اوس زمونږ ياداشت کښې شروع شوې ده. پښتو زما مورنۍ ژبه ده او دې کښې کمال څۀ نوې خبره نۀ ده. خوشحال بابا، رحمان بابا او حميد بابا ولې څۀ اېم اے کړې وه چې دومره لوے نومونه يادېږى.
سېنا: تاسو پښتو کښې د اېم اے کولو ضرورت محسوس کړے دے کۀ نه؟
قلندر: ضرورت مې محسوس کړے وو، يو ځل مې داخله هم وکړه، هغه وخت پرېشان خټک د پښتو څانګې چېرمئېن وو، ما ورته ووې چې زۀ پښتو کښې اېم اے کول غواړم، هغۀ راته اول وئيل چې ښه ده زۀ به درله داخله وکړمه خو چې وخت راغے نو وئيل ئې “مۀ کوه” ما ترې تپوس وکړو چې ولې ئې نۀ کوم؟ هغه راته جواب راکړو چې ستا پرچې به مونږ چاته د کتو دپاره استوو؟.
سېنا: پښتو ادب کښې تاسو په کومو کومو صنفونو کار کړے دے؟
قلندر: ما تقريباً په هر صنف کار کړے دے، غزل، نظم، چاربېته، لوبه، سندره، ډرامه، افسانه، قيصې، تخليقى ليکونه او تنقيد. ددې نه علاوه بې شمېره اخبارونو کښې ليکل مې هم کړى دى.
سېنا: د يو نقاد په حېث چې ستاسو کوم مقام دے هغه تراوسه چا نۀ دے موندلے، دا راته ووايئ چې تنقيد مو ولې شروع کړو؟
قلندر: اصل کښې پښتو ادب کښې تنقيد نۀ وو، نۀ نظرياتى تنقيد وو نۀ عملى، صرف دا خبرې به وې چې دا ښۀ شعر دے او دا خراب، دا ښۀ غزل دے او دا خراب څه اصولى تنقيد نۀ وو، مونږ چونکې انګرېزۍ کښې د مضمون په طور لوستى وو نو ما غوښتل چې دا شے په پښتو ادب کښې هم راشى او د يو اصولى تنقيد ډانچه دې جوړه شى.
سېنا: تاسو کوم تنقيدى کار کړے دے؟
قلندر: په تنقيد مې يو څو کتابونه ليکلى دى، د يو نوم دے “تنقيد” چې د هډسن د مشهور کتاب “An Introduction to the Study of Literature” د يو باب تلخيص تنقيه ترجمه ده، د بل نوم دے “نظميات” چې د ارسطو د مشهور کتاب “Poetics” تشريح او تبصره ده، بل کتاب دے “پټه خزانه فى الميزان” چې تنقيد هم دے او تحقيق هم. بل دے “خېرالبيان تنقيدى مطالعه” دغسې نور هم ډېر ليکونه دى.
سېنا: “تنقيد” کوم چې ستاسو کتاب دے ايا دا Original دے او کۀ د بلې ژبې نه ترجمه شوے؟
قلندر: “تنقيد” د ويليم هېزى هډسن د کتاب ترجمه ده خو دې سره سره مې پرې خپل تنقيدى نوټس هم ليکلى دى، دا کتاب د اېم اے په نصاب کښې هم شامل دے.
سېنا: د ارسطو کتاب Poetics کوم چې تاسو پښتو ته راړولے دے، د دې نه مخکښې مولانا اسرائيل صېب د “کتاب الشعر” په نوم ترجمه کړے دے نو بيا تاسو ددې کتاب د تشريح ضرورت ولې وګڼلو؟
قلندر: مولانا اسرائيل صېب صرف ترجمه کړے وه، هغه ته انګرېزى نۀ ورتله نو زما خيال دا دے چې هغۀ به د عربۍ نه پښتو ته ترجمه کړے وى، په هغې کښې چې کوم مثالونه ورکړى دى هغه د وېسټرن لېټريچر نه دى خو زما کتاب “نظميات” کښې هغه مثالونه نشته، په دې مولانا اسرائيل صېب دا تنقيد کړے دے چې “قلندر خو ټول مثالونه د پښتو نه ورکړى دى” خو ما دا ځکه ورکړى دى چې خلق پرې ښۀ پوهه شى.
سېنا: “پټه خزانه” د محمد هوتک لاس ليک نۀ دے، دې دپاره تاسو څۀ دليلونه پېش کړى دى:
قلندر: محمد هوتک هډو ؤ هم نه، يو دليل نه بلکې پوره کتاب دے.
سېنا: محمد هوتک په حق کښې خلق وائى چې تاسو کوم تقويمې تاريخى کېلنډر نه استفاده اخستې ده هغې ته چې وګورئ نو په اسلامى مياشتو کښې چې نن دلته کوم تاريخ دے نو په مختلفو علاقو کښې پرې چې په دې اوسنى دور کښې هم څوک متفق نۀ دى نو د نن نه سوونه کاله مخکښې به څنګه دا تاريخ يو شان راشى؟
قلندر: هغوئ غلط وائى او په تقويمى تاريخ نۀ پوهېږى، دا تقويم تاريخى نۀ صرف پاکستان کښې بلکې په ټوله دنيا کښې يو منلے شوے کتاب دے. دا کېلنډر د ټولو نه مخکښې د جرمنى يو سړى ليکلے دے او نورو مياشتو سره ئې Co-relate کړے دے چې په فلانکى محرم باندې د جنورء کوم تاريخ ؤ او دا ئې باقاعده د رياضۍ فارمولو مطابق کړى دى، دوئ چې خپل کتاب کښې ليکلى دى چې فلانکى تاريخ باندې فلانکۍ ورځ وه نو په هغې ما دا تنقيد کړے دے چې په هغۀ تاريخ دغه ورځ نۀ وه او د هغۀ ورځ نه مې يو دوه نه بلکې پينځه ورځې وروستو ثابت کړو، روايتى فرق خو يو دوه ورځې راځى لکه اختر دلته په يوه ورځ راځى او سعودى عرب کښې په بله ورځ، داسې خو نه شى کېدے چې اختر دې سعودى عرب کښې د اتوار په ورځ وى او دلته د چارشنبې په ورځ، دومره لوے فرق خو نۀ وى، دا دومره لوے فرق چې راغلے دے نو دا ئې دروغ ليکلے دے.
سېنا: د حافظ شريف “څرګنده خزانه” باره کښې مو څۀ خيال دے؟ هغوئ ليکلى دى چې په افغانستان کښې غازى امان الله ستاسو څۀ کسان وژلى وو نو د بدل اخستو دپاره تاسو د بره پښتونخوا تاريخ مسح کول غواړئ نو ځکه وايئ چې “پټه خزانه” محمد هوتک نۀ ده ليکلې؟
قلندر: اول خو دا چې غازى امان الله هوتک نۀ ؤ او نۀ ددې خاندان نه ؤ. حافظ شريف غواړى چې زۀ د هغه جواب ورکړم خو زۀ ئې د دې قابل نۀ ګڼم، هغۀ خو دا خبره هم ليکلې ده چې دوست محمد خان کامل قاديانے ؤ خو دا بې بنياده خبره ده.
سېنا: تاسو چې تنقيد شروع کړو نو څۀ څۀ مشکلات درته پېښ شوى وو؟
قلندر: د خدائې په فضل ماته هېڅ قسمه مشکلات نۀ وو پېښ شوى.
سېنا: د يو ښۀ نقاد په حېث ستاسو په خيال په يو نقاد کښې څۀ څۀ خوبۍ پکار دى؟
قلندر: اول دا چې په کومه ژبه کښې تنقيد کوى په هغې ژبه باندې ئې مکمل عبور وى، بل دا چې د تنقيد نګار دې يوې بلې داسې ژبې سره تعلق هم وى کومه چې په تنقيدى قد و قامت کښې، کۀ وړاندې نۀ وى نو برابره خو چې وى، درېم دا چې تنقيد د اصلاح دپاره کول بل څۀ غرض له نه.
سېنا: ستاسو په خيال تنقيدنګارۍ سره د ادب وده کېږى کۀ په ځائې ودرېږى؟
قلندر: تنقيد سره ادب وده مومى، د تنقيد نه دا پته لګى چې زۀ ښۀ يم او کۀ خراب، بله دا پته لګى چې ما کوم کار کړے دے هغه غلط دے او کۀ صحيح، کۀ چرې صحيح وى نو بيا وړاندې هم هغه شان کول پکار دى.
سېنا: په تنقيد نګارۍ کښې تاسو د نورو ادبونو نه څۀ اثر اخستے دے او کۀ نه؟
قلندر: هاؤ – د انګرېزى ادب نه چې په اېم اے انګلش کښې زمونږ په نصاب کښې شامل ؤ.
سېنا: “د تنقيد نګار په کار اکتفا نۀ دى کول پکار” د دې وېنا متعلق ستاسو څۀ خيال دے؟
قلندر: اول ضرورى ده چې اصل څيز دې وکتے شى، د نقاد ليکلې شوې نه، ولې چې تر څو اصلى څيز نۀ وى کتلے شوے نو تر هغې پورې د نقاد د خبرو څۀ پته نۀ لګى، لکه په رحمان بابا مضمون او د رحمان بابا ديوان، په دې کښې غوره د رحمان بابا ديوان دے.
سېنا: ستاسو په خيال تنقيد نګارى خدائى ورکړه ده او کۀ خپل کاوش؟
قلندر: دواړه، خدائى ورکړه هم ده او خپل کاوش هم.
سېنا: خېرالبيان باندې تاسو تنقيدى مطالعه ليکلې ده، د دې د صحت باره کښې مو څۀ خيال دے؟
قلندر: خېرالبيان کۀ چرې په پېښور کښې يا په کابل کښې وے نو بيا به ئې صحت خراب ؤ خو ولې دا د جرمنى يونيورسټۍ نه راغلے دے نو ځکه پکښې چا لاس نۀ شو وهلے.
سېنا: د پير روښان دعوه ده چې خېرالبيان په هغۀ الهام شوے دے، لږ شان وضاحت وکړئ؟
قلندر: دا خو ټوله د عقيدې خبره ده چې د چا پرې عقيده وى هغوئ ئې الهام ګڼى او د چا چې پرې عقيده نۀ وى نو هغوئ ئې نۀ ګڼى.
سېنا: د اخوند دروېزه بابا مريدانو به پير روښان ته پير تاريک وئيل، دې خبره کښې څومره حقيقت دے؟
قلندر: پخپله اخوند دروېزه ورته هم پير تاريک وئيلى وو او د خوشحال بابا متعلق هم مشهوره ده چې په خپل شعر کښې ورته پير تاريک وئيلې دى خو مونږ په يو قلمى ديوان کښې هم دا شعر پېدا نۀ کړو، په هر قلمى ديوان کښې هغه شعر داسې دے:
زۀ د دروېزه غوندې ايمان ښايمه دۀ ته
دې د پير روښان غوندې د کفر که تلقين
سېنا: تاسو شاعرى کله شروع کړې وه او وړومبے شعر مو څۀ ؤ؟
قلندر: شاعرى مې په دوېم يا په درېم جماعت کښې (تر څو چې ماته يادېږى) شروع کړې وه، قيصه داسې وه چې زرګل استاذ (خدائې دې وبخښى) زمونږ يو استاذ ؤ هغه به ال انډيا رېډيو کښې ډرامې ليکلې، يوه ورځ راغے او ماته ئې ووئيل چې يو سندره به ليکې، ما انکار وکړو چې زۀ خو نۀ شم ليکلے، هغۀ راته لخته وخوزوله او وې وئيل چې څنګه به ئې نۀ ليکې، ستا پلار نيکونه شاعران وو، ليکل په دې وو چې د بادشاه دربار ته فريادان ځى او فرياد کوى، د هغه وخت صرف وړومبۍ مصرعه مې ياده ده:
اقبال دې بلند وى د شاه زمين
سېنا: تاسو په نورو ژبو کښې شاعرى کړې ده او کۀ نه؟
قلندر: په اردو، فارسۍ او انګرېزۍ کښې مې کړې ده خو په چاپ کښې نۀ ده راغلې.
سېنا: تاسو په شاعرۍ کښې کوم صنف غوره ګڼئ؟
قلندر: هر صنف ځکه چې ما شاعرى په هر صنف کښې کړې ده خو غزل په ټولو کښې Impressive او غوره ګڼم.
سېنا: پښتو غزل کښې تاسو سند څوک ګرځوئ؟
قلندر: زۀ خوشحال بابا، رحمان بابا، حميد بابا، محمدى صاحبزاده، على خان، اشرف خان هجرى او ابوالقاسم په شان خلق د پښتو غزل دپاره سند ګرځوم.
سېنا: ستاسو د غزل يو شعر دے چې:
ياره قلندر ته دعاګانې کړه
اوس ګنې پښتو کښې غزل چرته دے
ددې په جواب کښې حمزه بابا دا شعر ووئيلو چې:
لا خو تخيل د حمزه تت نۀ دے
څوک وائى چې پښتو کښې غزل چرته دے
نو ايا دا ستاسو دادبى چپقلش نتيجه وه او کۀ د دې په شا څۀ نور عوامل کارفرما وو؟
قلندر: هېڅ چپقلش نشته، په غزل کښې خو حمزه بابا ډېر ټېکنيکل او خونده ور سړے ؤ، دا شعر خو ما د ايوب مارشل لا په هغه وخت کښې ليکلے ؤ چې نۀ صرف پښتو کښې بلکې په پوره پاکستان کښې چا ادب سره تعلق نۀ شو لرلے، په دې شعر کښې زما اشاره دغې مارشل لا طرف ته ده، دا يوه غلط فهمى ده چې زما او د حمزه بابا څۀ چپقلش ؤ، مونږه په يو ځائې ناسته پاسته کړې ده او ما به ئې ډېر عزت کولو.
سېنا: ستاسو او د حمزه بابا کلام کښې بنيادى فرق څۀ دے؟
قلندر: بنيادى فرق دا دے چې حمزه بابا تصوف د خپل شاعرۍ مرکز ګرځولے دے او زۀ د تصوف نه زيات انسانى رشتې غوره ګڼم، يو انسان سره مينه کول په اصل کښې الله سره مينه کول دى.
سېنا: شاعرى فطرى ورکړه ده، کۀ خپل کاوش؟
قلندر: دواړه، خو فطرى ورکړه په خپل کاوش باندې غوره ده.
سېنا: ستاسو متعلق دا مشهوره ده چې تاسو د غنى خان شاعرى نۀ منئ يا غنى خان په حېث د يو شاعر يا د ښۀ شاعر نۀ تسليموئ دا ولې؟
قلندر: دا بالکل غلطه خبره ده، ماسره چې غنى خان څومره محبت کړے دے؛ دومره ئې هېچا سره نۀ دے کړے، په شاعرانو کښې ئې په هېچا نظم نۀ دے ليکلے، صرف په مائې ليکلے دے، د دې نه غټه مينه او عزت څۀ کېدے شى، د هغه نظم عنوان دے “روره قلندره”.
سېنا: د “سباوون” نه پس ستاسو بله شعرى مجموعه نۀ ده راغلې، وجه؟
قلندر: مجموعه مې مرتب کړې ده خو Tragedy دا شوې ده چې تقويم الحق کاکاخېل (خدائې دې وبخښى) د دې کتاب دپاره کومه مقدمه ليکلې وه هغه ما نه په کور کښې ګډه وډه شوې ده، هر کله چې هغه ماته په لاس راغله نو زۀ به دا کتاب چاپ کړم يا به ئې خپلو وارثانو ته پرېږدم چې کله دا کتاب چاپ کوئ نو دا هم ورسره چاپ کړى، ځکه چې تقويم الحق صېب سره ما دا لوظ کړے ؤ چې د هغوى مقدمه به زۀ د هغوئ تصوير سره چاپ کوم خو اوس تقويم صېب خو نشته نو څنګه به ئې چاپ کړم.
سېنا: ستاسو په خيال په شاعرۍ کښې اوس هم د تنقيد ضرورت شته؟
قلندر: هاؤ، بالکل شته، وخت تېرېدو سره سره تنقيد هم کېږى بلکې زمانه پخپله تنقيد کوى، څنګه چې د پخوا زمانې مونږ صرف رحمان بابا او خوشحال بابا پېژنو او د هغه زمانې نور څوک نۀ پېژنو، دغه شان د اوسنۍ زمانې چې کوم ريښتينى شاعران دى يو څو به پکښې پاتې شى نور به تاريخ د ځان سره مسح کړى.
سېنا: د نوى کول شاعرانو متعلق مو څۀ خيال دے؟
قلندر: زما ترې ډېر لوے امېد دے چې پښتو د ترقۍ په لاره روانه کړى او د دې دپاره کار وکړى.
سېنا: ستاسو د شاعرۍ پېغام څۀ دے؟
قلندر: زما د شاعرۍ بنيادى پېغام انسان سره مينه او خوشحاله ژوند تېرول دے.
سېنا: د يو افسانه نګار په حېث تاسو مونږ ته د افسانې جامع تعريف وکړئ؟
قلندر: افسانه هغې قيصې ته وائى چې هغه د کردار نګارۍ او شخصيت نګارۍ په بنا په لوستونکى داسې اثر واچوى چې د هغې قيصې نه رښتيا قيصه جوړه شى.
سېنا: پښتو ادب کښې د افسانې سفر متعلق راته څه ووايئ او دا چې افسانې څومره ترقى کړې ده؟
قلندر: افسانه د کلچر د ترقۍ يو علامت دے او چې څومره کلچر ترقى کوى دومره افسانه وده مومى، اکثر خلق وائى چې افسانه د راحت زاخېلى صېب نه مخکښې يو انګرېز جے جى لوريمر چې د لړم فېرنګے په نوم مشهور ؤ، يو کتاب ليکلے دے چې په اصل کښې “پشتو ان ټو انګلش” ډکشنرى ده، په دې کتاب کښې دۀ شارټ سټوريز ورکړى دى او د مثال په طور يو دوه افسانې پکښې هم شته، دا کتاب په کلکته په کال ١٩٠١ء کښې په وزيرۍ لهجې او رومن سکرپټ چاپ شوے دے.
سېنا: وړومبۍ افسانه چا ليکلې ده، نادر خان بزمى کۀ راحت زاخېلى؟
قلندر: وړومبۍ افسانه راحت زاخېلى ليکلې ده او نادر خان بزمى د افسانو وړومبۍ مجموعه چاپ کړې ده.
سېنا: افسانه په اردو کښې اول شروع شوې او کۀ په پښتو کښې؟
قلندر: اول په پښتو کښې ځکه چې د اردو افسانې خو ١٩٣٥ء کښې د پرېم چند نه شروع شوې دى او د پښتو افسانې په ١٩٠١ء کښې.
سېنا: د يو افسانه نګار په حېث ستاسو په خيال افسانه کښې څۀ جدت راغلے دے؟
قلندر: ډېر جدت راغلے دے پخوا به افسانې د عاشقۍ معشوقۍ او د مينې محبت وې او زمونږ په دور کښې د افسانو موضوع “سماجى مسئلې” وګرځولې شوه او دا به تر هغه وخت وى چې يو Social Revolution نۀ وى راغلے او دا ټولې مسئلې حل شوې نۀ وى.
سېنا: ستاسو په خيال د يو ښۀ افسانه نګار خصوصيات څۀ څۀ دى؟
قلندر: افسانه نګار ته پکار دى چې هغه دې د خپلې افسانې په ذريعه خپل لوستونکى ته دا سبق ورکړى چې هغه يو ښۀ کار طرف ته مائله شى يا د هغه په تصور کښې دا راولى چې دا کار نۀ دې کول پکار.
سېنا: د “ګجرې” متعلق راته څۀ ووايئ؟
قلندر: “ګجرې” زما د افسانو وړومبۍ مجموعه ده، د دې مقدمه دوست محمد خان کامل صېب ليکلې ده، په دې کښې يوه افسانه د “رڼو اوبو ونه” ما د کرشن چندر د “پانى کا درخت” نه اخستې ده.
سېنا: ستاسو د افسانو په نورو ژبو کښې ترجمه شوې ده؟
قلندر: په ډېرو ژبو کښې لکه اردو، انګرېزى او فارسۍ کښې.
سېنا: ستاسو په خيال کوم نوى کس افسانې ته دوام بخښلے دے؟
قلندر: نوى کس خو دوام نۀ دے بخښلے، البته دې خپله افسانه نګارى په مونږه تسليموى بلکې ځنې خو پکښې داسې هم شته چې د نورو ژبو نه پښتو ته ترجمه کوى، کوم چې ښۀ نۀ ښکارى.
سېنا: تاسو په مختلفو صنفونو کار کړے دے خو په ډرامه ليکلو کښې ستاسو نوم نۀ شى اخستے، ددې وجه څۀ ده؟
قلندر: ډرامې خو ما ډېرې ليکلې دى خو دا چا ته پته نشته چې د رېډيو دپاره ټولو نه مشکلې ډرامې ما ليکلې دى هغه وخت کله چې ټى وى نۀ ؤ، په دې کښې اکثر ډرامې به په زراعت باندې وې، ظفر سعيد هغه وخت انچارج ؤ ما ورته ووې چې دا تاسو خو لګيا يئ پروپېګنډې کوئ دا خو ډرامې نۀ دى، ما ته ئې يو ډرامې ليکلو دپاره ووې چې هغه ډېره خوښه کړې شوې وه.
سېنا: د پښتو وړومبى ناول متعلق افضل رضا صېب وائى چې راحت زاخېلى او بعضې خلق وائى چې د صاحبزاده ادريس “پېغله” ناول د پښتو وړومبے ناول دے، ستاسو څۀ خيال دے؟
قلندر: خبره دا ده چې د راحت زاخېلى “نتيجه عشق” ناول چا نۀ دے کتلے او د صاحبزاده ادرېس “پېغله” چاپ دے نو زما په خيال د صاحبزاده ادريس ناول وړومبے ناول دے.
سېنا: په پښتو کښې د ناول نګارۍ رجحان کم شوے دے کۀ د مخکښې نه نۀ ؤ؟
قلندر: اصل کښې ناول ډېر لوے شے دے، هر څوک ئې نۀ شى ليکلے، سيد رسول رسا صېب چې ډېرې ناولې ئې ليکلى دى په يو موقعه ئې وئيلى وو چې “پښتو کښې تر اوسه پورې ناول هډو چا ليکلے نۀ دے زۀ هم د بلا شے ناولو مصنف يم خو د پښتو يو ناول هم نشته”.
سېنا: پښتو ادب کښې د ترقى پسندۍ تيږه کله او څه نه کېښودے شوه؟
ايا دا د اردو د “ترقى پسند مصنفين کانفرنس لکهنو” نتيجه وه؟
قلندر: زما او زما د ملګرو دا خيال دے چې پښتو ادب کښې ډېر د پخوا نه ترقى پسندى موجوده ده، پښتو ترقى پسنده ژبه ده او پښتون يو ترقى پسند قام، د خوشحال بابا شاعرى ترقى پسندى ده، نن نه دولس سوه کاله مخکښې چې د اردو ژبې يو شاعر هم نۀ ؤ، هغه وخت خوشحال بابا په ترقى پسندۍ پوهېدو لکه چې وائى:
په يوه ژبه وئېل سره پښتو کړو
ولې نۀ شو له يو بله خبردار
درست پښتون له قندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ و اشکار
په دې وجه ترقى پسندى هغه وخت شروع شوې ده.
سېنا: ادب او سياست ترمينځه ستاسو په خيال څۀ تعلق دے؟
قلندر: تعلق دا دے چې ادب په ټول ژوند خور دے او سياست د دې يوه حصه ده، مطلب دا چې ادب کل دے او سياست ئې جز.
سېنا: مونږ اورېدلى دى چې تاسو د باچا خان “خدائى خدمتګار تحريک” يو سرګرم رکن وئ، ايا دا خبره رښتيا ده او په دې کښې څومره حقيقت دے؟
قلندر: زۀ د “خدائى خدمتګار تحريک” نه متاثره وم خو يو سرګرم رکن ئې نۀ وم، باچا خان سره زما تعلق ډېر ښۀ ؤ، هغه يو پوهه سياستدان ؤ.
سېنا: “خدائى خدمتګار تحريک” زمونږ په ادب څۀ اثر غورځولے دے کۀ نه؟
قلندر: دا خو يو سياسى تحريک ؤ، ادبى تحريک نۀ ؤ، دې تحريک د “پښتون” په نوم يوه رساله شروع کړې وه او دا رنګې په پښتو جرنل ازم باندې ئې ډېر اثر کړے دے.
سېنا: د ٧٣ ائين کښې چې کله صوبائى خودمختارى ورکولے شوه نو سنديانو سندى ذريعه تعليم وګرځوله، هغه دوران کښې د پښتو مشرانو ولې په سرحد کښې پښتو ذريعه تعليم ونۀ ګرځوله، دوئ ووئيل چې مونږ دپاره اردو ټيک ده، په دې خبره کښې څومره حقيقت دے؟
قلندر: دا خبره قطعاً دروغ ده، دا د نېشنل پارټۍ مخالفين وائى اصل حقيقت دا دے چې په سند کښې خو صرف يوه سندى ژبه وه، په بلوچستان کښې درې ژبې وې، بلوچى، پښتو او براهوى، دلته سرحد کښې دوه ژبې وې پښتو او هندکو، نو په دې وجه پښتو ذريعه تعليم ونۀ ګرځولې شوه او تر اوسه پورې دا اتفاق رانغلو چې د صوبه سرحد ژبه پښتو ده کۀ هندکو، د بهټو دور نه پس چې پښتو ذريعه تعليم وګرځولې شوه نو څۀ چل وشو؟ هم دې پښتنو ورته نقصان رسولے دے.
سېنا: د قام پرستۍ او ترقى پسندۍ ترمينځه څۀ تعلق دے؟
قلندر: خبره دا ده چې صرف ترقى پسند خلق د قومونو حقوق منى.
سېنا: د افغانستان ودانى به د لر او بر پښتون ادب او سياست څومره متاثره کوى؟
قلندر: تر يو حده هم نه بلکې د دې ځائې نه چې کوم خلق واپس افغانستان ته لاړل هغوئ دلته نه نفرت وړے دے، محبت نه، هغوئ زمونږ خلاف د نفرت جذبات لرى، کۀ چرې تاسو اوس هم افغانستان ته لاړ شئ، نو هلته کۀ چرته بم خلاص شوے وى او يو وړوکے دېوال پاتې شوے وى نو په هغې ئې هم زمونږ خلاف نعرې ليکلې دى.
سېنا: د اکتوبر ١٩١٧ء روسى انقلاب په ترقى پسند ادب څۀ اثر شته او کۀ نه؟
ستاسو د دې متعلق څۀ خيال دے؟
قلندر: د اکتوبر ١٩١٧ء روسى انقلاب په ترقى پسند ادب ډېر لوے اثر دے، زۀ خو تر دې حده پورې وايم چې کۀ چرې دا انقلاب نۀ وے راغلے نو د وړو قوميتونو د حقونو نه به څوک خبر هم نۀ وو.
سېنا: د روس د ورانېدو سره په ترقى پسند ادب څۀ اثر پرېوتے دے او کۀ نه؟
قلندر: زما په خيال هېڅ اثر نۀ دے پرېوتے.
سېنا: ځنې ترقى پسند خلق وائى چې Individual Civilization ورو ورو ختمېږى او دنيا يو ګلوبل وېلج جوړېږى، د يو قام پرست په حېث ستاسو دې باره کښې څۀ خيال دے؟
قلندر: دا غلط وائى Individual Civilization نۀ شى ختمېدے، تر څو پورې چې د دې مسئلې حل شوې نۀ وى نو Globalization نۀ شى کېدے، ګلوبل وېلج څنګه جوړېږى، دا هسې سترګې پټول دى چې زما دې خپل کور کښې وس نۀ رسى او زۀ دې وايم چې د ټولې دنيا دې زۀ باچا شم.
سېنا: پښتو اکېډمۍ په موجودګۍ کښې د “درياب” ډکشنرۍ پراجېکټ تاسو ته وسپارلے شو؟ ددې وجه څۀ ده؟
قلندر: وجه دا ده چې د پښتو اکېډمۍ ډکشنرى په جلدونو کښې وه، زمونږ مقصد دا ؤ چې په يو جلد کښې ډکشنرى چاپ شى، هغوئ دا نۀ شوه کولے، مونږه ډکشنرى چاپ کړه او هغوئ لا اوس هم لګيا دى.
سېنا: ځنې خلق ستاسو باره کښې وائى چې دے د فيلډ سړے نۀ دے نو بيا ورته د پراجېکټ سپارلو ضرورت څۀ ؤ؟
قلندر: دا خبره چې کوم خلق کوى هغوئ ته زۀ صرف دا وئيل غواړم چې زۀ د فيلډ سړے نۀ يم نو ايا راج ولى شاه د فيلډ سړے دے، د چا د Ph-D استاذ چې زۀ وم او کۀ اعظم اعظم د چا د پى اېچ ډى Thesis چې ما منظور کړے دے بلکې د پښتو اکېډمۍ ټول پروفېسران زما شاګردان دى.
سېنا: د باړه ګلۍ د املا سېمينار کښې ستاسو ګډون نۀ ؤ، د دې وجه؟
قلندر: ماته ئې خط کښې ليکلى وو چې هلته به په ووټونو فېصله کېږى نو ما ورته ووئيل چې ما ته د ووټرانو فهرست راولېږئ هغوئ فهرست راونۀ لېږلو او پاتې شوم.
سېنا: د باړه ګلۍ املا سېمينار سره تاسو متفق يئ او کۀ اختلاف ورسره لرئ؟
قلندر: ډېرو سره اتفاق لرم او ډېرو سره نه، ما اوس هم په دې باندې يو مضمون ليکلے دے چې زر به چاپ شى.
سېنا: په املا کښې کومو کومو فېصلو سره ستاسو اتفاق نشته؟
قلندر: ماته ټولې يادې نۀ دى، البته معدو له “و” او “ء” سره زما اتفاق نشته، د فارسۍ ژبې يو اصول دے چې کله د “و” نه مخکښې “خ” راشى نو هغه “و” نۀ شى وئيلے خو ليکلې شى، لکه خواب، خواهش، دغسې نور داسې نهه ټکى دى چې “و” معدوله پکښې راځى، تاسو به ليدلى وى چې بعضې وخت د “و” لاندې يو کرښه راښکلې شوى وى (وِ)، دې ته واو معدوله وائى، دا “و” پښتو کښې نشته، دوئ وائى چې په “غوښه” کښې “و” معدوله دے، زۀ دا نۀ منم، بل مد هم پښتو کښې نشته، هغوئ دا ليکلى دى خو اکثر ئې استعمال کړے دے، دې نه علاوه دوئ چې کوم ځائې “ء” استعمالوى لکه زړۀ، زۀ، څۀ نو دا مونږ په “هـ” سره ليکو لکه زړهـ، زهـ، څهـ.
سېنا: بعضې خلق د “و” او “ے” نه لاندې هم دوه ټکى ليکى، دا ولې؟
قلندر: دې ته انګرېزى کښې Over Correction وائى، دا هسې د ځان مشهورولو دپاره کوى، پښتو لا هسې هم دومره ترقى نۀ ده کړې او دوئ ئې نوره هم ګرانه وى.
سېنا: په پښتو املا کښې چې کومې “ى” ګانې استعمالېږى، ددې متعلق مو څۀ خيال دے؟
قلندر: يوازې اتفاق نه بلکې وايم چې کمې دى، لکه “تېل” او “تېر” کښې د “ى” اواز يو شان نۀ دے، په “چېل” کښې د “ى” اواز نور هم مختلف دے.
سېنا: د ځينو خلقو خيال دے چې نوې املا پښتو ادب ته نقصان رسولے دے، يعنې دا چې پښتو ئې نوره هم ګرانه کړې ده او د عام اولس د پوهې نه ئې لرې کړې ده، دا تر کومه حده صحيح ده او ستاسو په خيال دې دپاره څۀ کول پکار دى؟
قلندر: دا خبره تر څۀ حده ټيک ده چې نوې املا سره خلقو ته ګرانه شوه، اصل کښې اکېډمۍ دا فېصله غلط وخت کښې کړې وه، اول پښتو د سکول ژبه ګرځول پکار وو او بيا نوې املا رائج کول پکار وو.
سېنا: د يو ښۀ شاعر، نقاد او افسانه نګار نه علاوه تاسو صحافت سره تړون هم شته، تاسو په کومو حېثيتونو مو کار کړے دے؟
قلندر: زۀ ډېرو اخبارونو کښې په مختلفو حېثيتونو باندې پاتې شوے يم، لکه د سب اېډيټر، اېډيټر، نيوز اېډيټر، سټاف رپورټر، اېډيټوريل رائټر، نه يوازې دلته بلکې کراچۍ او ډهاکه کښې هم.
سېنا: ستاسو کومو کومو اخبارونو سره تړون پاتې شوے دے؟
قلندر: ډېر اخبارونه دى لکه ورځپاڼه انجام، شهباز، بانګ حرم، Weekly Holiday، خېبر مېل، پشاور ټائمز، وحدت، فرنټير ګارډين، نقيب، سرحد او انقلاب. مشرق او اج کښې اوس هم کله نه کله کالم ليکم، دې نه علاوه “رهبر”، “ننګيالے” او “لار” مجلو سره هم پاتې شوے يم.
سېنا: اولسى ادب متعلق مو څۀ خيال دے؟
قلندر: زۀ دا د ادب يو اهمه حصه ګڼم، هم په دې ادب پوره کېږى.
سېنا: په يو اولسى شاعر او د حجرې شاعر کښې څۀ فرق شته او کۀ نه؟
قلندر: تش د اصطلاح فرق دے.
سېنا: اجمل بابا ستاسو ډېر نزدې دوست پاتې شوے دے، تاسو په پرونى اديب اجمل او نننى سياستدان اجمل کښې څۀ فرق محسوسوئ؟
قلندر: دا اجمل د کله نه بابا شو (خندا کښې) ډېر زيات فرق محسوسوم، ما ورته څو ځله وئيلى دى چې ستا مېدان ادب دے سياست نه.
سېنا: د روښانى شاعرانو نه راواخلې تر حمزه بابا پورې تصوف د پښتو شاعرۍ يوه غوره موضوع پاتې شوې ده، تاسو شاعرۍ کښې د تصوف عنصر ته په کوم نظر ګورئ؟
قلندر: تصوف يو علم دے چې په هر مذهب کښې شته خو زۀ ورسره اتفاق نۀ لرم، زما خو د وحدت الوجود خلاف د ټولو نه لوے دليل دا دے چې کۀ چرې خالق او مخلوق بېل بېل وجودونه دى نو بيا وحدت په وجود کښې نشته، خالق خدائې دے او مخلوق مونږه، دا بېل بېل وجودونه دى، په دې موضوع به ما حمزه صېب سره هم خبرې اترې کولې. يوه ورځ ما د ماذيګر مونځ نه پس حمزه صېب ته ووئيل چې دا کوم وجود، کوم وجود ته سجده کوله؟ هغۀ راته وئيل چې دغه ځائې خو مونږ بائيلوو.
سېنا: ستاسو په ليکلو باندې Progressive اثر زيات وى، بعضې خلق وائى چې تاسو تر څۀ حده Conservative شوې يئ، په دې کښې څۀ حقيقت شته دے او کۀ نه؟
قلندر: زۀ نۀ پوهېږم چې دوئ Conservative څۀ ته وائى؟ الحمدالله زۀ خدائې منم او مونځ کوم نو دې ته کۀ دوئ Conservative وائى نو يم.
سېنا: “سندى ادب او سندى ژبه” ستاسو يو کتاب دے، تاسو مونږ ته دا ووايئ تاسو سندى ژبه ولې منتخب کړې وه؟ پنجابى او بلوچى خو هم وه؟
قلندر: دا د بهټو په دور کښې ماته يو پراجېکټ راکړے شوے ؤ، دې ته به ئې People’s Booklet وئيلو او دا به د عوامو د پوهولو دپاره ؤ، ما د هغوئ دپاره ابتدائى بنيادى پښتو هم ليکلې ده.
سېنا: تاسو د ډېرو کتابونو مقدمې ليکلې دى، د يو څو نومونه واخلئ؟
قلندر: مقدمې مې ډېرې ليکلې دى لکه غزونې، پت، زما سندرې، خواره خيالونه، خوشحال فرهنګ، د قيصه خوانۍ ګپ، د سلګو په شور کښې، پټ مخونه او داسې نور ډېر.
سېنا: په ليک کښې اظهار د فن پکار دے کۀ د کېفيت
قلندر: دا دواړه يو بل سره داسې تړلى دى چې د يو بل نه جدا کېدے نۀ شى او کۀ چرې جدا کوې نو خرابېږى.
سېنا: پښتو ادبى بورډ او پښتو اکېډمۍ تر کومه حده د پښتو ادب خدمت کړے دے؟ تاسو د دوئ د کار نه مطمئن يئ؟
قلندر: دواړه تر خپل وسه پورې کار کوى، زۀ به دا ووايم چې تراوسه په پښتو ادب کښې څۀ شوى دى نو دا به هم نۀ وو کۀ چرې دا ادارې نۀ وې.
سېنا: د پښتو ژبې وروستو پاتې کېدو وجه څۀ ده؟
قلندر: لويه وجه دا ده چې پښتو سرکارى ژبه نۀ ده.
سېنا: پښتو ژبه کښې مونږ عصرى علوم حاصلولے شو او کۀ نه؟
قلندر: هاؤ، خو کۀ کتاب پکښې وى لکه افغانستان کښې چې څنګه دى.
سېنا: پښتو چونکې نۀ د تعليم ذريعه ده، نۀ د دفتر ژبه، نۀ د ميډيا، په داسې حالاتو کښې د پښتو ژبې دپاره څۀ اقدامات کول پکار دى؟
قلندر: پښتو دې سرکارى ژبه شى، د سبق ذريعه دې شى او د سکول کالج ژبه دې وګرځولے شى.
سېنا: ستاسو د ژوند ټولو نه سختې ورځې کومې وې؟
قلندر: زما د ژوند ټولو نه سختې ورځې د قېد وې، کله چې زۀ په کال ١٩٦١ء کښې د شپږو مياشتو دپاره د لاهور مشهورې قلعې عقوبت خانې لال قلعې کښې قېد وم، دغه وخت ما دا شعر وئيلے ؤ:
چې په خوشحال په رنتمبور کښې وشوې
هغه کانې په ما لاهور کښې وشوې
سېنا: ژوند ته تاسو په کوم نظر ګورئ، يعنې ژوند ته ستاسو Approach څۀ دے؟
قلندر: د ژوند مقصد عبادت دے.
سېنا: تاسو باندې چې څوک تنقيد کوى نو تاسو څنګه محسوسوئ؟
قلندر: زۀ ډېر خوشحالېږم چې په ما څوک تنقيد کوى.
سېنا: کال مارکس متعلق ستاسو څۀ خيال دے؟
قلندر: کال مارکس يو ډېر عظيم انسان ؤ، زما يو عقيده ده چې خدائې پاک د انسانانو په زړۀ کښې د چا د پاره محبت پېدا کړى نو هغه بې وجه نۀ پېدا کوى بلکې په هغه کس کښې څۀ نه څۀ خوبى ضرور وى.
سېنا: ستاسو په ژوند او فن تر اوسه څومره کار شوے دے؟ زمونږ مطلب دے په تاسو څۀ پروګرامونه څۀ اشاعتى کار؟
قلندر: هسې خو ما باندې په رسالو، اخبارونو او مجلو کښې ډېر ليکل شوى دى خو درې کتابونه “قلندر مومند – فن او شخصيت” په اسلام اباد کښې چاپ شوے دے او “قلندر مومند” په پېښور کښې چاپ شوے دے.
سېنا: پښتو ادب دپاره ستاسو دومره خدمات دى، تاسو ته کوم کوم اېوارډونه ملاؤ شوى دى؟
قلندر: اېوارډونه خو راته ډېر ملاؤ شوى دى، خو د ټولو نه لوے اېوارډ ماته خپل قوم راکړے دے چې تاسو ئې دلته رالېږلى يئ، ما دپاره د دې نه بل لوے اېوارډ نشته، په سرکارى طور درې لوے اېوارډونه ملاؤ شوى دى:
١: ستاره امتياز
٢: پرائډ اف پرفارمنس
٣: پرائم منسټر نېشنل اېوارډ.
سېنا: د سېنا مېګزين متعلق ستاسو څۀ خيال دے؟
قلندر: سېنا سره زما تعلق ډېر زوړ دے، ددې شروع ما کړې ده، ابتدا کښې دا دومره غټ نۀ ؤ، نن سبا دا د اعلىٰ معيار مېګزين دے او الله دې دا مېګزين نور هم ښۀ کړى.
سېنا: د خېبر مېډيکل کالج طالب علمانو ته څۀ پېغام؟
قلندر: ټول اولس او خاص طور د پښتون اولس خدمت کوئ، خدائې پاک پرې خوشحالېږى او کۀ چرې تاسو کښې ضمير وى نو هغه هم، کله چې تاسو د يو دردمند سړى خدمت وکړئ او د هغه نه درد لرې کړئ نو په دې الله هم خوشحاله شى او ستاسو ضمير هم.
“الله مو خوشحاله او ودانه ساته”
***
(سېنا مجله، ٣٦ ګڼه، ٢٠٠٢ء – ٢٠٠٣ء کال)
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
بس د خوشحال خټک دؤر لیکلو کښې لږه غلطي شوې ده شاید د لیکونکي نه شوي وي
****
د علم سمندر، يو زړۀ سواندے انسان، حساس شاعر، ژور بين نقاد، ستر محقق، منلے شوے صحافى، د ژبپوهانو سرلښکر، يو پوهه قانون دان، حقيقت پسند افسانه نګار، ترقى پسند شاعر او د مزدورانو خېر غوښتونکے فقير، ښاغلے قلندر مومند د پښتو ادب يو داسې ځلانده ستورے ؤ چې ځلا ئې د مرګ نه پس هم هغسې ځلېږى، دوى بې شمېره کتابونه او د کتابونو مقدمې ليکلى دى. په مشهورو کتابونو کښې ئې ګجرې (د افسانو مجموعه ١٩٥٩ء)، تنقيد (١٩٦٣ء)، نظميات (د ارسطو د مشهور کتاب Poetics تشريح او تبصره ١٩٦٣ء)، سباوون (شعرى مجموعه ١٩٧٦ء)، د زمکې قيصې (١٩٨١ء)، د خېرالبيان تنقيدى مطالعه (١٩٨٨ء)، پټه خزانه فى الميزان (١٩٨٨ء) او درياب (د پښتو لغت ١٩٩٤ء) شامل دى. دې نه علاوه ئې د رېډيو دپاره په سوونو ډرامې ليکلى دى، دوى ته چې کوم اېوارډونه ورکړې شوى دى په هغې کښې پرائډ اف پرفارمنس، پرائم منسټر نېشنل اېواډ او ستاره امتياز شامل دى. د “سېنا” مجلې (٢٠٠٢ء، ٢٠٠٣ء ګڼه) سره ئې د خپل ژوند اخرى مرکه د رنځورتيا په حالت کښې کړې ده او د هغې نه پس يې د کمزورتيا له پس ادبى محفلونه پرېښوستل. د “سېنا” مديرانو دوى سره په ٢٢م اکتوبر ٢٠٠٢ء چې کومې خبرې اترې کړې دى د هغې تحريرى جوثه په لاندې ډول ده
#قلندرمومند
#پښتوادب
#تنقید
0