0

د لړم چيچل

د لړم چيچل

کۀ لړم چا له ټک ورکړي – نو پۀ انسان د طبعي اثراتو نه زيات د دې نفسياتي اثرات وي – زياتې مسئلې لکه خواه راتلل ، رنګ زېړېدل او زړۀ بې واره درزېدل دغه‌ نفسياتي اثرات پېدا کوي – د دې نفسياتي اثراتو د بچاو له پاره اوږده ساه اخستل ، پۀ ځائے کښېناستل او ځان له تسلي ورکول مهمه ده –
دا غلط العام دے – چې تور يا زيړ لړم ډېر خطرناک وي – ځکه چې د لړم رنګ د هغه د ماحول پۀ مناسبت وي – البته د پېژندګلو اسانه طريقه ئې دا ده – چې د کوم لړم پنجالے يا امبور وړوکے وي او لکۍ ئې پېرڼه او اوږده وي – هغه خطرناک وي – ځکه چې زور ئې د لکۍ پۀ زهرو کښې وي – چې د کوم لړم پنجالے غټ او لکۍ وړه وي نو هغه خطرناک نۀ وي – هغه خپل ښکار د لکۍ د ټک پۀ ځائے پۀ دغه امبور کوي –
د کورونو لړمان زياتره خطرناک نۀ وي – خو بيا هم د ټک سره پاړسوب او درد کوي – ځينې خلکو ته زړۀ هم خرابوي – نو ښۀ خبره ده – چې زخم وينځلے شي – او احتياطاً د ډيکاډران او د درد ستن اووهلے شي – د زخم ځائے کۀ ورځ نيمه ستنې ستنې کيږی يا اودۀ وي نو دا عامه خبره ده –

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ