0

♥خج Stress♥

کۀ عامې خبرې وي کۀ ادبي وي ، ټولو کښې خج اهم کرادر لوبوي.دا خبره د پښتو تر حده نۀ ده بلکې هره ژبه کښې خج ته دا امتیازي حېثیت حاصل دے.خو “داسې ژبې چې هغې کښې ټکي د ساکن حرف نه پېل کېږي لکه انګریزي اؤ پښتو،هلته د سېلاب کمیت quantity تۀ نۀ شي کتې بلکې کېفیت quality ته کتې شي “دغه وجه ده چې پښتو کښې ګڼ سېلابیز ټکی هم شته اؤ داسې ټکی هم شته چې شپږ توري لري خو پۀ یؤ سېلاب حساب وي.اؤ داسې ټکي هم شته چې هغې کښې خج هم خپل مقام برقرار نۀ ساتي بلکې بدلوي ئې اؤ دغه بدلون د ټکي معنی هم بدلوي.خج هغه څیز دے چې د خبرو پۀ وخت د ټکي پۀ یؤ سېلاب زور/فشار یا سټریس راولي.اوس پۀ کوم سېلاب چې زور راشي هغه ته دروند سېلاب وائي اؤ چې زور پرې د وینا پۀ محال نۀ وي نو هغه سپک سېلاب وي.
دروند سېلاب ته خجن سېلاب هم وائي.د سپک اؤ دروند سېلاب پېژندلو لپاره زمونږ سره غوره مثال د غوټه اؤ غوټه دے. په دې دواړو ټکو کښې د یؤ حرف نۀ زیاتوالے کموالے شته اؤ نۀ د یؤ حرف ځائې اوړېدلے راوړېدلے دے دا دواړه دوه سېلابیز ټکي دي . که فرق دے نو فقط په وینا / تلفظ /اواز کښې دے.
غوټه
ړومبۍ غوټه ( څۀ څیز تړل یا پنډوکے) کښې زور یا خج په ړومبي سېلاب (غو) دے دا دروند سېلاب یا خجن سېلاب دے. اؤ په دویم سېلاب (ټه) خج یا زور نشته نو دا سپک سېلاب دے.
دغه رقم په دویمه غوټه (غوطه) کښې په ړومبي سېلاب (غو) خج نشته نو دا سپک سېلاب دے اؤ په دویم سېلاب (ټه) خج دے نو دا دروند سېلاب یا خجن سېلاب دے.د دواړو ټکو فرق فقط په تلفظ دے اؤ د تلفظ فرق د سپک اؤ دروند سېلاب لۀ وجې دے.اؤ دا سېلاب دروند د خج لۀ وجې دے.خو اهمیت ئې دومره دے چې معنی بدلوي.
که سپک سېلاب لپاره د نخښې په توګه (س) وکاروو. اؤ د دروند یا خجن سېلاب لپاره ( خ) وکاروو نو د دغه دواړو ټکو د سپک اؤ دروند سېلاب تعین به داسې وی.
غوټه (پنډوکے یا څۀ څیز له غوټه ورکول)
غو ټه..خ س
غوټه (غوطه،غوپه کېدل) غو ټه..س خ
هم دغه رقم ډېر ټکي شته چې په لیکلي بڼه یؤ شان حروف لري اؤ یؤ شان لیکلے هم شي خو د وینا یا تلفظ سره معلومه شي چې معنې ئې بېلې بېلې دي.
که د دې ټکو تقطیع مقصود وي نو دا نقشه به ئې وي.

غوټه (پنډوکے) غوټه (غوپه)
غو ټه غو ټه
خ س س خ

کۀ د خج ارزښت د نظم پۀ اړه وګورو نو هلته هم دومره ارزښت لري.د بېلګې پۀ توګه
“ما له د مینې خواږۀ ښۀ نۀ راځي”
دې مصرعه کښې چې کومه رواني ده دا د یؤ خج پۀ بدلېدو سره د مصرعې بحر بدلوي.پۀ دې مصرعه کښې “مینې”(مي نې) دوه سېلالیز ټکے دے اؤ خج ئې پۀ ړومبي سېلاب (مي) دے. اوس که د مینې پۀ ځائې بل داسې ټکے ولګوو چې هغه هم دوه سېلابیز وي خو خج ئې پۀ دویم سېلاب وي لکه “نفرت” هم دوه سیلابیز ټکے دے (نف ـ رت) خو خج ئې پۀ دویم سېلاب (رت) دے. نو دغه مصرعه به داسې شي:
ما له د نفرت خواږۀ ښۀ نۀ راځي.
دواړه مصرعې یولس سېلابیزې مصرعې دي خو ړومبۍ مصرعه خپل وزن اهنګ اؤ خپل بحر لري اؤ دویمه مصرعه خپل لري غرض دا چې ړومبۍ مصرعه پۀ یؤ بحر کښې ده اؤ دویمه مصرعه پۀ بل بحر کښې ده.اؤ د مصرعې ټول میکېنزم د یؤ خج لۀ کبله بدل شو.خو داسې هم کېږي چې د یؤ خج لۀ کبله ټوله مصرعه خپل معیار غورځوي اؤ جمله ترې جوړېږي.د بېلګې پۀ توګه
“ما ته د مینې حد معلوم دے ګله”
دلته هم هغه زوړ دوه سېلابیز ټکے “مینې” پۀ “نفرت” بدلولو نه پس به داسې شی.
ما ته د نفرت حد معلوم دے ګله
دواړه یولس سېلابیزې دي خو ړومبۍ مصرعه ده اؤ دویمه د سره مصرعه هم نۀ ده پاتې بلکې د نثر جمله ترې جوړه شوه اؤ د مصرعې دا ټول نظام صرف د یؤ خج د ځائې د بدلون پۀ اساس ګډوډ شو. کوم چې پۀ ځانګړي توګه پۀ نظم کښې د خج پۀ ارزښت دلالت کوي..جاري

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ