سېلاب syllable د فرانسیسۍ ژبې لفظ دے سېلاب یوې هجې ته وئیلے شي اؤ هجا د خولې یؤ وار خوځېدو ته وائي ځکه د بنیادم د خولې نه چې کوم اواز ژبې ته په یؤ وار حرکت ورکولو سره راوځي، سېلاب دے”
توري په دوه ډوله وي.یؤ صحیح توري (consonant letters) اؤ بل د علت توري(و،ا،ی) (vowels).یا حرکت.چپه یا سېلاب د دې د اشتراک نه جوړېږي خو شرط دا دے چې دغه اشتراکي توري به د یؤ ځل خولې خوځولو سره ادا کېږي اؤ د تورو تعداد د یؤ نه سېوا هم کېدې شي خو یؤ حرکت یا حرف علت به پکښې ارومرو وي.داسې هم وئیلے شو چې په یؤ ټکي کښې څو ځله د علت تورے/حرکت/پټ حرکت راغلے دغه ټکے به هغه حومره د سېلابونو تعداد لري.سېلاب ټکے هم کېدے شي اؤ د ټکي څۀ برخه هم.کوم ټکي چې د یؤ وار خؤلې خوځولو سره ادا کېږي یؤ سېلابیز ټکي وي.خواه کۀ هغې ټکي کښې د تورو/حروفو تعداد هر څومره وي. د بېلګې په توګه
دروند ، سپک ، شخوند ، زۀ
چې د دوه واره خولې خوځولو سره ادا کېږي هغه دوه سېلابیز ټکي دي.
د بېلګې په توګه
ټکے (ټَ ـ کے) ، خپلوي (خپل ـ وي)، اشنا(اَش ـ نا)
داسې که د درې، څلور، واره خولې خوځولو سره یؤ ټکے ادا کېږي یا درې ، څلور ځله یؤ ټکي کښې د علت توري راشي نو هغه به بالترتیب درې سېلابیز اؤ څلور سېلابیز ټکي وي.د درې سېلابیز اؤ څلور سېلابیز ټکو بېلګې
محبت( مُ ـ حَ ـ بَت)، پسرلے (پَ ـ سر ـ لے) اوازونه (ا ـ وا ـ زو ـ نه) کړکېچنې (کړ ـ کې چَ ـ نې) اؤ داسې نور
څنګه چې د هر څیز یوه اکائي وي دغسې سېلاب یا چپه د عروض اکائي ده.اؤ د دې ارزښت دومره دے څومره چې په یؤ عنصر کښې د ایټم یا انسان کښې د خلیې دے.د سېلاب د ارزښت اؤ قسمونو په اړه د اصطلاحاتو کتابونو کښې بشپړ معلومات شته دلته موخه فقط د خپلې موضوع د ضرورت تر مخه د سپک اؤ دروند سېلاب پېژندل دي.اؤ د سپک، دروند سېلاب پېژندل هله ممکن دي چې ړومبے خج وپېزندے شي. جاري
امیر زېب عامر
