0

د پښتو ليک دود: عمليت پسندانه نظر

پښتون يو قام دے او يوه ژبه لري خو څنګه چې دا قام په انتظامي ډول په بېلابېلو چوکاټونو کښې بند يا تقسيم دے ، هم دغه رنګې يې د ژبې ليک دود هم په دغو دايرو کښې بنده پاتې شوې ده. په دغه دايرو کښې د املا بندول په يوه داسې زمانه کښې خو په پوهه کښې راځي چې د ژبې تعلق تش د انساني ذهن سره وۀ ، ولې په اوس مهاله دوره کښې د ليک دود بېلوالے ډېرې ستونزې ځکه راولاړولے شي چې دا اوس د انساني ذهن نه زياته د مشيني ذهن ته واوړېده . بايد نن وخت د ضرورتونو نه په الهام او راتلونکي ته په کتلو د املا په ترڅ کښې لاندينۍ نکتې د پام وړ وي:
۱. تر ټولو د مخه دا چې افغانستان يو ملک/هېواد دے . ځان ته ازاد حېثيت او پېژندګلو لري . په بين الملل کښې نامه جامه او شهرت هم لري. د دغه ملک دوه سرکاري ژبې پېژندل (consider) شوې دي . دري (فارسي) او پښتو . هلته پښتو نصاب شته ، تعليمي نظام لري ، د خالص ساينس او سوشل ساينس په شمول ټول مضمونونه (disciplines) په پښتو ژبه منډوول (تقريبا) اړول شوي دي ، اصطلاحات او نور هر څۀ ستونزې يې تر ډېره حده راټولې (control) کړې دي ، مېډيا لري ، مارکيټ کښې يې رواج شته ، د ليک لوست په اړه يې ټول وګړي پښتو ليکي او لولي هم .
بل خوا خېبر پښتونخوا او سوېلي پښتونخوا او نور پاکستان کښې ميشتو پښتنو د پاره پښتو په نصاب کښې نۀ شته ، تعليمي ژبه نۀ ده ، مېډيا نۀ لري ، وګړي يې زيات د ليک او لوست په ترڅ کښې اردو يا انګرېزي ليکي او لولي ، د مارکيټ ژبه نۀ ده .
په نورو ټکيو کښې زما مقصد دا چې د پښتو ژبې راتلونکے (مستقبل) د بره (افغانستان) پښتنو سره اړونده دے او د دې برعکس ښکته يې په ښکاره خو هېڅ راتلونکے نۀ شته او نۀ يې په نزدې وخت کښې کوم امکانات شته.
۲. د انټرنېټ د راتګ سره د ژبو په لړ کښې د ارټيفيشل ذهن/مشيني ذهن يوه اصطلاح را مينځ ته شوې ده . دغه ارټيفيشل ذهن يوه ژبه نۀ يوازې د بلې سره تړي (link) ، بلکې د نړۍ د ټرېډ (سوداګرۍ/مارکيټ) ، نړيوال کلتور ، نړيوال سياست غرض د هر څۀ سره تړي. او تر اوسه پورې تجربه دا ښئيئ چې دغه ارټيفيشل ذهن د پښتو په هغه ورژن ښۀ پوهېږي ، کوم چې د ليک ، لوست يا وئيلو ترحده هم په افغانستان کښې زيات مروج دے. نو په دغه اساس زما خيال دے چې د بره افغانانو ليکونکيو وروڼو متون دا ارټيفيشل ذهن پېژندلے هم شي او د نړۍ نورو ژبو کښې موجود مواد د افغانستان په املا کښې پښتو ته را اړولے هم شي ، خو د ښکته افغانانو/پښتنو ليکونکيو متون په پېژندګلو کښې به دغه ارټيفيشل ذهن د مشکلات سره مخ وي چې په نتيجه کښې به ترې نړۍ استفاده نۀ شي کولے.
۳. د افغانستان د پښتو املا کښې نن سبا مونږ وينو چې د ليک ډېرې آسانۍ مخې ته راځي ، لکه دوه بېلابېل ټکي په هم يوه کلمه کښې ليکل لکه همدغه ، همخياله ، همغږے ، کې او داسې نور ډېر…. دا عمل که ګرامري کچه غېر معياري کوي ، ولې نړۍ اوس د ژبو ګرامري کچه کښې دومره چرت نۀ وهي ، څومره چې په مواصلاتو يقين ساتي.
دارنګې اسانۍ نن سبا په نړيواله کچه د پرمختللو ژبو په ليک دود کښې هم مخې ته راځي چې د هغوي سره څنګ په څنګ د نړيوالو اصولو او معيارونو ترمخه د تګ يو عمل دے. بل خوا که مونږ وۀ وۀ ګورو نو ښکته پښتانۀ ليکونکي لګيا دي ، د ګرامري او د تلفظ او معنويت هم اهنګۍ د اصولو او معيارونو ترمخه ليک دود نور هم ګرانه وي.
۴. د بره ليکونکيو په متونو کښې مونږ وينو چې هغه عربي حروف چې مونږ سره يې اوازونه/غږونه نۀ شته ، ولې بيا هم زمونږ په ليک کښې رواج دي ، په ارام ارام له مخې ووځي. دا هم د ادائيګۍ اساني پېدا کوي او د ليک ژبه د خپلې خاورې او ويونکيو سره نزدې کولو يو عمل دے. بل خوا ښکته پښتو ليکونکي د عربۍ توري (حروف) په املا کښې ډېر زيات مخې ته راځي چې اولس ته په تلفظ کولو کښې مشکل جوړوي نو دا هم د ژبې د سختولو او د اولس نه د لرې کولو يو عمل دے.
دا هغه څو نکات دي چې ما د بره پښتونخوا د ليک دود سره اتفاق کولو ته تياروي. دا کوم علمي نکات نۀ دي ، بلکې د عصر يا دور او ټولنې او د نړيوال ضرورتونو په اساس د عمليت پسندانه نکات دي . شايد په علميت پسندۍ کښې دا دړې واړه نکات يا دليلونه بېخي سرچپه وي خو د عمليت پسندۍ تقاضا به زما په خيال هم دغه وي.
خو اخر کښې بايد دا هم ووايم چې زۀ د پاکستان ميشته پښتنو د اکېډېميا يو وړوکے او ادنی غړے يم نو زۀ ځان د دوي د شريکې پرېکړې/فېصلې پابند بولم او تر هغه وخته به د دوي سره هم هغه املا ليکم څو چې دوي په شريکه د بدلولو پرېکړه نۀ کړې.
په درناوي
محب وزير

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ