0

*ځنکدن*

*ځنکدن*
څومره اوږد ځنکدن دے
مودې وشوې چې شروع دے
د مرګي خولې ته رسېږم
بيا ترې بېرته راستنېږم
تر مرۍ مې ساه راخيژي
بيا واپس ښکته کوزيږي
ادم ذاته فرشته ده
پۀ سزا مې مقرر ده
چې مې ساه تر مرۍ راشي
نو ښکاره شي او مسکۍ شي
يو کافره خندا وکړي
ساه مې کوزه شي وجود ته
وائي تۀ لا د مرګ نۀ ئې
ستا لا نور هم ژوندون شته دے
زۀ د ژوند نه انکار وکړم
وائي زۀ خو درسره يم
خېر دے دا ځلې ژوندے شه
نور ژوندون دې پۀ ارام دے
ستا سزا ده ختمه شوې
د دروغو وعدې وکړي
پۀ وعدو ئې باوري شم
يو شيبه دوه پۀ ارام شم
امېدونه مې ژوندي شي
ځنکدن هم رانه هېر شي
د دنيا پۀ کار لګيا شم
چې شېبه نيمه شي تېره
فرښته شي رانه ورکه
زما بيا سزا شروع شي
بيا مې هغه ځنکدن وي
د زقوم د بوټي څانګه
پۀ مرۍ کښې مي شي ښکته
څومره اوږد ځنکدن دے
د مودو راسې شروع دے
نۀ ژوندے يمه نۀ مړ يم
ژوندے مړے يمه پروت يم
د ژوندون امکان مې نشته
او نۀ مرګ دے چې رادرومي
يو سزا ده چې شروع ده
فرښته پرې مقرر ده
ځنکدن ځنکدن ژوند دے
او پۀ ما باندې تېريږي
اے زما پروردګاره
فرښتې ته حکم وکړه
چې سزا ئې ختمه شوې
چې حسن مرګي ته پريږده
(حسن زېب حسن)

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ